د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوازې یوه لاره

عبدالرحمن فرقاني 18.02.2010 10:31

لیکنه : سید قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی


موږ په خپله نړیواله راکړه ورکړه اوکردار کی مجبور کړئ شوي یوو، تر څو یوازې یوه لاره خپله کړو, څوک چه پدي باور او اند دي ، چه موږ لره متعددي او ډیري لاري د نړیوالې راکړې ورکړې لپاره شتون لري , او یا هم کولي شوو، چه له څو لارو څخه یوه لاره ، د خپل نړيوال کردار لپاره وټاکو ، چه ورڅخه ګټه پورته کړو, په حقیقت کي دوي د نننی زماني د منطق او ژبي په هکله تیروتي دي .

موږ مجبورکړئ شوي یوو، تر څو تر هغه بیرغ لاندي راټول شوو , کوم بیرغ چه د نړۍ ګڼ شمیر ملتونه یې تر سيورې لاندي راټول شوي دي , موږ لره واک او اختیار نشته چه په ځانګړی توګه په خپلو کی راټول شوو, او یا خپله ډله جوړه کړو, بعضي کسان ځايی او محلي وړوو قومي ډلو ته بلنه کوي, اویا عربي محدود قومیت ته چه وخت یي تیر شوی دي ، او دتیري پیړي د پاتيشونئ څخه شمیرل کیږي ،

په ریښتیا د ځایي قومیت پالنې وخت تیر شوی دي, همدارنګه د هغه قومیت وخت هم تیر شوی دي ، چه د نژاد په اساس ولاړ وي , اودغو دواړو ته له تنګ نظره ذهنیتونو پرته بل ځاي ندي پاتي شوي, هغه ذهنیتونه چه د زمانی له بهیراوغوښتنو څخه وروسته پاتی شوي دِي .

نړۍ په دو ښکاره ډلو ویشل شوی ده ، چه دریمه ډله د دغو دو ډلو تر منځ د مصلحتونو په اساس یوې خوا او بلې خوا ته اوړي , ځکه چه دا وروستۍ ډله په یوه سم طبیعی او سالم اساس نده ولاړه , او یا هم لدی سالم او سم اساس څخه ذهنیت لری خو سترګی ورنه پټوی , او یا هم دا اساس ګوری خو بلی خوا ته مخه اړوی !

دا دوې ښکاره ډلي یوه د ختيځ او بله هم دلوديځ ډله ده :

لمړی ډله په مذهبی اساس باندی ولاره ده , او دوهمه ډله کوم بل اساس نلري ، پرته له استعماري اساس څخه ! خو دا دواړې ډلي په موږ د تسلط لپاره د یوې بلې سره همیش په اخ اوډب کی دي , دواړې ډلی زیار باسي ترڅو موږ هضم کړي , او د دې هدف تر سره کولو لپاره موږ نه پريږدي ، چه خپله مستقله ډله ولرو , بلکه په وړو هيوادونو او دولتونو ویشل شوی اوسیږو, دا ښکاره ده چه دا واړه ملکونه پرته له بی ګټي قومیت پالني څخه نورهیڅ هم نلري ، خو هسي به یی د پشي په ډول ځان پړسولی وي !

هغه څوک چه موږ عربی قومیت خوا ته را بولي ، په حقیقت کې د موږ تیرول او خوړل ختيځ یا د لوديځ ډله ته شوني کوي . خو موږ عوام پدې هکله ځانګړې رایه لرو! موږ نه غواړو چا ته په دې هکله وکالت او واک ورکړو, لهمدې ځایه دا تنګ نظره او سپکه بلنه ردوو, کومه بلنه چه ګمارل شويو او خرڅ شويو کسان د لوديځ او ختيځ استعمار لپاره په لاره اچولي ده .

موږ پوهیږو چه د موږ په وړاندي متعددي لاري وجود نلري , صرف یوه لاره لرو، هغه دا چه موږ یوه ځانګړي ډله او تجمع جوړه کړو، چه نه د لوديځ او نه هم دختيځ په څرخ پوری تړلي وي, ځکه چه ختيځ او لوديځ غواړی موږ یو په بل پسی تیرکړی !

کوم یو له موږ څخه کولی شی په ډاګه ووایی ، چه غواړی موږ دختيځ یا لوديځ ډلی تر څنګ په هغه اخ وډب کي ودریږو چه هغوی یی په موږ باندي لري ؟! او کوم یو له موږ څخه جرات کولی شی ، چه په ډاګه ووایی ، چه غواړی یوه ډله پیاوړی کړی ، او ورسره مرسته وکړی تر څو بریالی شی او بیا موږ ته مخ راواړوي ؟! آیا دا به دیره احمقانه تګلاره نوي ؟!

راځي چه دا دواړی ډلی په ځانګړی توګه وپیژنو :

آیا کوم یو له موږ څخه کولی شی چه په مصرکی یا په کوم بل عربی هیواد کی او یا هم په اسلامی نړۍ کې , موږ په استعماري ډلو پوري وتړي ؟ هغه ډله چه له ستم څخه یی خلک ځوریږي, او خلک په مصر لیبا تونس مراکش الجزایر صومال اریتریا سنیګال فلسطین سوریه لبنان عراق اردن یمن او نور ټولو اسلامي هیوادونو کې د دي ډلی تر پښو لاندي کیږي , او له ټولو څخه دلوديځ ظالم او خونخواره استعمار خپله ګټه پورته کوی, هغه استعمار چه زموږ په مقابله کی له یو بل سره یو ځای کیږي ، او یو له بل سره مرسته کوي , هر کله چه ټولنیزه مبارزه د کوم استعماري هیواد په وړاندي پیاوړی شي , او استعمار له ګواښ سره مخ شي , نو نور استعماري ملکونه د دی ټولنیزې مبارزې په وړاندي ور سره یو ځای کیږي , او مرسته ور سره کوي .

انګلستان فرانسه ایټالیا هالند په یوازی توګه نشی کولی ، چه داسلامی نړۍ د آزادۍ د خوزښت په وړاندي ودریږي او مقاومت وکړي , بلکه دا مقاومت دامریکا د ډالرو او توپونو او طیارواودامریکا دنړیوال نفوذ په مرسته تر سره کیږي , دا هغه حقیقت دي چه موږ پرې پوهیږو که امریکا یې هرڅومره دخفیه ساتلو هڅه هم وکړي !

په چا کې دا جرات شته – که هغه هر څوک وي - د دغې استعماري ډلې په څرخ پورې موږ وتړي , چه موږ خپل په زرهاو ځوانان د هغوي په خپلمنځی جګړه کی د سون د موادو په توګه ورته وړاندي کړو، چه دواړه دلي د برلاسی هڅه پکښي کوي , تر څو خپله استعماري قبضه او موټی په موږ باندي نور هم ټینګ کړي؟

هر هغه څوک چه دا راز هڅه وکړي - که هغه هر څوک وي - له دغو ملتونو څخه چه داستعمار نه بیزاره شوي دي به خپله جزا به وګوري . استعمار نور دا ملتونه د نومونو په بدلولو نشي تیرویستلي , خصوصا وروسته لدې چه د عوامو پوهه د کړاوونو او دردونواو قربانیو په ګاللو پخه شوي ده .

هوکی هیڅ څوک نشي کولي ، موږ د زور او قوت یا مال او دولت یا قناعت په بدل کې د غربي استعمار په څرخ پوري وتړي , که هر څومره د استعمار زر خریده غلامان او ګوداګیان دیر شي , دا ملتونه راویښ شوي دي , تباه به شي هغه څوک چه دا ملتونه ویده ګڼي .

دختيځ سره ډله :

بعضی ویده او تیروتی خلک د لوديځ داستعمارډلې د خلاصون لپاره د ختيځ د ډلې نه د مرستې غوښتنه کوي .
خوموږ- مسلمانان او مسیحیان - د ځمکي د دی پراخی برخی میشت انسانان دا تګلاره په کلکه ردوو , موږ نه غواړو چه د خپلي خاورې خلاصون د خپلو ارواحوو د غلامۍ په بدل کی تر لاسه کړو , موږ نه غواړوخپلي عقیدي په سپکه بیه وپلورو, موږ د خلاصون لپاره نوري وسیلي او لاري لرو .

دځمکه په مخ به داسي مسلمان یا مسیحی نه وي چه د کمونزم حکومت ورته د منلو وړ وي , ځکه چه کمونستي نظام د دغو دواړو عقیدو خاوندان په یو څیر حلالوي , چه په روسیه او چین کی نړۍ د ورته حالاتوننداره کړي ده , چه د مثال په توګه په لوديځ اوختيځ ترکستان کی دمسمانانواومسیحیانوحلالول په ګوته کولي شو .

زموږ په پاکه خاوره کې کمونزم ته دعوت کونکي په اقلیت کې دي , او همداسی به په اقلیت کې پاتی وي , که هر څومره زیار وباسي , اودکمونزم دخپرول لپاره کمکونه تر لاسه کړی , ځکه چه زموږ لپاره کمونزم یو پردی مذهب دی ، او په سالم اساس ندی ولاړ, او زموږ تربیت دې ته لاره نه هواروي چه کمونزم خپل کړو , موږ ورته ضرورت هم نلرو, ځکه چه موږد یوه بل داسي ټولنيز نظام خاوندان یوو ، چه لدی مذهب څخه دیر پرمخ تللی اوعادل دی , او له کمونزم څخه بشریت ته دیر احترام قایلیږی , دانسانیت د ضرورتونو په پوره کولو کی له کمونزم څخه چه دمادیت په اساس ولاړ دي ، دیر پیاوړې دي , نو ځکه به کمونزم ته دعوتکونکي په اقلیت کی پاتي وي, ځکه چه دوي زموږ په چاپیریال کی پردی او غیر طبیعی مذهب ته بلنه کوي , هغه مذهب چه موږ ورته ضرورت نلرو , او ټولنيز مذهبونه عادتا تر هغه وخته پوری ژوندی وي ، تر کومه وخته چه په چاپیریال کی ورته اړتیا وی .

دا سربیره پدی چه موږ مسلمانان – مسیحیان نه غواړو ترڅو دکمونزم په حلالځایونوکی حلال شو, هغه حلالځایونه چه د دینی عقیدی خاوندانوته په کمونستی هیوادونوکی چمتو شوی دي , ځکه چه موږ ژوند غواړو , هغه ژوند چه د انسانیت د خدمت لپاره زموږ په غاړه پکښې مسولیتونه اچول شوی دي , هوکې موږدکمونزم په حلالځایونو کې د ځان وژنې مینه وال نه یوو !

نوځکه بله چاره نشته تر څو دځان لپاره ځانګړې ډله جوړه نکړو :

موږ نشو کولي چه د بیرنګه قومیت پالنې او یاعربی محدود او تنګ نظره قومیت پالنې په چوکاټ کی په فردیي ډول ژوند وکړو , او همدارنګه نشوکولي ترڅو له هغو ډلو سره یو ځاي شو، چه د موږ په سر په خپل منځ کې جګړه لری , هر یوه ډله زیار باسی چه برلاسی شي او موږ هضم کړی , نو لدی ځايه د دريمه ډلي جوړول حتمي اوضروري دي , موږ ته پكارده چه هغه ځايي او عربي تنګ نظره قوميت ته شا كړو، چه د تيري پيړي خيال په سركي پالي , او صرف هغه يوه لاره خپله كړو، چه د دريمي ډلي جوړول پكي داسلام تر بيرغ لاندي شوني وي .

ختيځ او لوديځ ډلي نه غواړي چه موږ په ځانګړي توګه ترخپل بيرغ لاندي راټول شو , له دي امله يي خپلي استخبارتي دستګاوي زموږ په منخ كي ځاي پځاي كړي دي ، ترڅو موږ د اسلامي نړۍ اوسيدونكي چه يوه بليون ته رسيږو يو ځاي نشو , موږ ته د نا پيلوو هيوادونو تر نامه لاندي يوه ډله جوړه شوي ده ، چه دوه لوي غړي يې پاكستان او هند په كشمير باندي سره جګړه لري , دا مساله نه اواريږي , زه نپوهيږم چه څنګه به موږ ځانته ډله ولرو، حال دا چه دوه لوي غړي مو سره اخ او ډب لري . { دلته دي يادونه وړده چه هغه صورت حال چه اوس مهال اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګريوان ده په ګوته كړو , كه په لنډه توګه د اسلامي نړۍ هيوادونه راوخلو، فلسطين- عراق -افغانستان- پاكستان – صومال - – سودان - ..........ټول تر نظامي يرغل لاندي دي ، اوپاتي نوراسلامي هيوادونه د فكري استعمار په ولكه كه ساتل شوي دي }

دا دښمني ډلي موږ نه پريږدي چه ځانگړې ډله ولرو، حال دا چه موږ د یوه ګډ تاریخ اوعقیدې او اقتصاد او جغرافیه خاوندان یوو، چه په ساده توګه د موږ یوځاي کیدل شونی کوی , خو دوي زموږ له یوځاي کیدو څخه ویره لری !
دلیل څه دی چه په اسلامی نړۍ کې د ځانگړې دلې دجوړیدو مخنیوي کوي ؟

دلیل صرف په اسلامی نړۍ کی دغیراسلامی اقلیتونووجود په ګوته کیږی - عجیبه نده !!؟

لکه چه دا اقلیتونه همدا اوس را شنه شوی وي , دا څورلس پیړی یې داسلامي وطن په غیږ کې پتمن او ډاډمن ژوند نه وی کړي , په نړۍ کی بل داسی وطن نشته چه د اقلیتونوساتنه او روزنه دا راز وکړي ، څرنګه يې چه اسلامي وطن کوي . خو دا هسي فتنه ده چه دوي یې د اسلامي وطن اړوند راپاروي , هغه وطن چه اسلامي شریعت په کې حاکم وي , او د تاریخ په اوږدو کې یې رټل شوي تعصب نه وي منلي , کوم عدالت چه داسلامي شریعت دتنفیذ له کبله په اسلامي وطن کی قایمږی دنړۍ په نورو وطنونو کی یی ساری ندی لیدل شوی .

دا هسي بیځایه بانه ده ، چه د زمانی دي غوښتنو او د تاریخ د منطق په وړاندی ريښتينې نده , موږ لره یوازی یوه لاره ده ، چه باید ورباندی ولاړشوو, او خپل وخت د زمانی د منطق په ضد په ناکامه کوششونوکې نور ضایع نکړو, اویوه سالمه ، متوازنه ، تګلاره خپله کړو .