د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر کابل د برید په هکله دطالب په ځواب کی

محب الله زهير 25.01.2010 11:02

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د 1388 کال دجدی د میاشتی په 28 مه د دوشنبی په ورځ د پاکستان داستخباراتو آی .اس.آی له خوا د دوی د روزل شویو گوډاگیانو (طالبانو) په وسیله چی د یوعینی شاهد په قول پاکستانیان هم پکی شامل وو، د کابل پر گڼ میشتو سیمو باندی د دښمنیوډک ناځوانمردانه برید وشو چی پکی عامو خلکو ته مالی اوځانی زیان ورسید . یوتن طالب چی ځان یی د دی برید په تنظیمولو کی دخیل ښودلی دی د دی برید کریډت د طالبانو بللی دی خو دی خبری ته یی پام ندی چی د بی گناه خلکو وژل او د دوی شتمنی له منځه وړل کوم انسانی او اسلامی عمل دی او کوم "صلیبی" ته په دی کی زیان رسیدلی دی چی دا ښاغلی افتخار پری کوی.دا چی دا طالب انکار کوی چی دوی د آی.آس.آی سره ټراو نلری نو یو مثال به یی دا ورته ووایم چی کله د امریکا دولت وویل چی مونږ به د ترهگرو اډی په پاکستان کی هم تر برید لاندی ونیسو نو آی.اس.آی ملاعمر د کویټی له ښار نه کراچی ته انتقال کړ . بله داچی په کابل کی چی د هندوستان پر سفارت باندی تر اوسه دوه ترهگری بریدونه شویدی آیا داهم تاسو کړیدی ؟ اوکه تاسو کړی وی نو بیا د دی نورو "صلیبیانو"د سفارتونو په پرتله هندوستان ولی تاسوته تر ټولو ستر دښمن ښکاری ؟ بله خبره داچی په ترهگری بریدونو کی د القاعده برید ، د آی.اس.آی برید او دطالبانو بریدونه جوت معلومیږی . آی.اس.آی تل هڅه کړیده چی د افغانستان بنسټیزو شتمنیوته تاوان ورسوی .د جهادی تنظیمونو په جگړو کی یی هم د خپلو عمالو په واسطه اساسی ودانی او بنسټونه نخښه گرځولی وو، لکه د دارالامان ماڼی ، په پلچرخی کی صنعتی فابریکی ، دآهو بوټ جوړولو فابریکه چی په ډیر مصئون ځای کی وه ، دولتی مطبعه او داسی په لسگونو نور مهم ځایونه . او په دی وروستی برید کی یی هم د کابل ښار دری مهمی او دښار دښکلا له پلوه د پام وړ ودانی په نخښه کړی وی ( افغان لوی پلورنځی" فروشگاه بزرگ افغان"، گلبهار سنټر او دسینما پامیر ودانی چی د داود خان په وخت کی جوړه شوی وه او د تنظیمی جگړونه په امان کی پاتی وه ). دوی غوښتل چی د دی ودانیو په سوځولو یا ړنگولو سره د اقتصادی ضربی تر څنگ یوه جنگی بده منظره هم په ښارکی رامنځته کړی . پاتی شو دطالب بریدونه چی هغه ټولوته څرګند دی چی یا به دسړک پرغاړه بمونه ښخوی او که انتحاری عمل کوی هم یا دسړک پر سر او یا دخلکو دمیلی په ځایونو کی لکه د قندهار په سپین بولدک او دهلمند په لښکرگاه کی ، یا خلک حلال کړی ، اویاهم بیگناه ځوانان لکه دلغمان دولایت څه دپاسه 20 ځوانان یی چی ایران ته دمزدوری لپاره تلل ، د کویټی د ښارنه د طالبانو د وحشی قاضی د تیلفون په حکم سره په مرمیو وویشتل او د هغوی کورنی یی په ویر کینولی .... او داسی نور .
طالب جان خو د دی وروستی جنایت د توجیه لپاره هم دقرآن شریف آیتونه ویلی دی او داسی انگیری چی خدای (ج) به هم د دوی په دی کار او هغه و حشت یی چی د څوساعتونو لپاره په ښار کی رامنځته کړی وو ، خوشحاله شوی وی. خو داسی نه ده ، هغه خدای (ج) چی رحمان دی او مسلمانان یی عبادت کوی او ټول دهغه مخلوق دی څرنګه به د داسی یو وحشت په لیدلو خوشحاله شی ؟ هو که طالبان د کوم بل خدای پرستش کوی چی هغه د خلکو په حلالولو، په انتحاری عمل سره په ډله ایزه توگه دبی گناه مسلمانانو په وژلو او نورو ورته جنایتونو باندی خوشحالیږی ، نو کیدای شی چی تاسو دنورو مسلمانانودمهربان خدای په وراندی کوم بل شیطان په خدایی منلی وی ، نه هغه ذات چی مسلمانان د هغه څخه د رب العالمین په حیث کوم تصور لری .

اوس به د دی وروستی برید په هکله د دغه طالب ځینی دروغ بربنډ کړم : دی وایی چی انتحاریان پلورنځیو ته نه وو ننوتلی . لومړی داچی دی ترهگرو "فروشگاه بزرگ افغان " ته د ننوتلو سره سم دوکاندارانو ته وویل چی د پلورنځی څخه ووځی ( دایی لا دسړیتوب کار کړیدی ) خو یو ۱۸ کلن ځوان دوکاندار چی قیام الدین نومیده د دوی سره یی په اصطلاح خوله وهلی وه هملته یی په خپل دوکان کی وژلی وو او دهماغه پنځه پوړیز پلورنځی نه یی هر خوا ډزی کولی چی دطالب د وینا پر خلا ف د ځمکی دسر د پوستی نه (چی ښکرور دروغ دی) پر ارگ او وزارتونو او سرینا هوتل باندی ډزی نشوای کیدلای اوکله چی د دواړو لورو د ډزو په نتیجه کی پلورنځی اور واخیست نو دوه تنه پاتی ترهگرو هڅه وکړه چی وتښتی خو د پلورنځی دروازی ته نږدی د ترافیک په غرفه کی د ناست کوماندو سرتیری له خوا په ډزو وویشتل شول او لاسی بمونه او وسلی یی هم په لاس راغلی . دغه طالب چی کومه لیکنه کړیده ځانونه تر آی.اس.آی ډیر هوښیار گڼی خو دی تر آخره هم پوه شوی نه دی چی په دی و حشیانه حمله کی گلبهار سنتر سوزیدلی دی که فروشګاه بزرګ افغان . همداراز کله چی د بل ترهگر له خوا دامبولانس په ډول جوړ شوی فلاینگ کوچ ډوله موټر د ملک اصغر څلور لاری ته رسیږی نو هلته مو ظف پولیس موټر دروی خو متوجه کیږی چی ترهگر ډریور، پرخپل زنگون باندی پټو اچولی دی او غواړی انتحاری عمل تر سره کړی چی سمدستی نورو شاوخوا پولیسو ته پر ځمکه دپروت غږ کوی او په همدی وخت کی ترهگر موټر ته انفجار ورکوی چی له نیکه مرغه بل هیچا ته هم زیان نه رسیږی . همدا راز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د ادعا پر خلاف د ارگ د دروازی سره هم کوم انفجار ندی شوی بلکی په ټول ښار کی یوازی همدا امبولانس ډوله موټر انفجار کړیدی. په همدی ډول د ترهگرو بل گروپ هم د پښتونستان څلور لاری ته نژدی پخوانی بامیان هوټل ته ننوتی وو چی هغه اوس هم شخصی ځای دی او تجارتی کاروبار پکی کیږی . زه دلته خپله خبره بیا هم تکراروم چی د افغانانو وژل ، د هغوی د شتمنیو او مهمو ودانیو له منځه وړل او په دی توگه د افغانستان ویجاړول دا یوازی د آی.اس.آی هیله او غوښتنه ده چی دطالب په واسطه یی تر سره کوی . اوس هم پاکستانی سیاست وال په ښکاره یوبل ته مشوری ورکوی چی باید په افغانستان کی د خپلو پالیسیو د عملی کولو لپاره ځینی معلوم الحاله جنایتکاران لکه جلال الدین حقانی( مشهور په جلال الدین کباړی) اوداسی نور د راتلونکی لپاره وساتل شی تر څو خپل پلانونه ور باندی عملی کړی . خو د تاسف ځای دی چی د گلستان اوبوستان او دخلاصی او قدوری ملا او طالب په دی نه پو هیږی او د دی پرځای چی د دین د زده کړی سره یی عقل اوپوهه یی زیاته شی ،بر عکس نشه یی سر ته خیژی او ځان په بمونوالوزوی چی د خپل هر جنایت نتیجه به په آخرت کی ضرور ګوری .

په دې اړه ټول ليکنې:

 په کابل کې د طالب عملیاتو دتنظیمونکی څرګندونې

د کابل بريد په اړه د طالبانو د څرګندونو په اړه د یو شاهد د سترګو ليدلای حال

 پر کابل د برید په هکله دطالب په ځواب کی

 طالبانو ته یو لیک
په کابل د طالبانو بريد ، څرګندونې یې، او د ISI تور