د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام ټول ومني يا يى پريږدي

عبدالرحمن فرقاني 31.12.2009 14:46

ليكنه: سيد قطب
ژباړه: عبدالرحمن فرقاني


هر قانون او نظام د ژوندانه لپاره خپله فلسفه او خپل عام فكر لري, اود هرنيمګړى قانون او نظام دتطبيق له كبله په ټولنه كه ستونزي راپيدا كيژي , چه په هغه قانون پوري تړلي وي , او هر قانون لره خپلي مسئلي دي چه د هغه له طبيعت او جوړښت سره سمون لري , او هر نظام خپل اثر د واقعت په نړي كي ښي , اوهرقانون لره خپلي د حل لاري وي د هغو ستونزواو مشكلات لپاره كومي چه د دى قانون او نظام د تطبيق او نافذيدو له كبله په ټولنه كي راولاړي شوي وي .
د منطق او انصاف څخه لري خبره ده , چه له يوه نظامه څخه غوښتنه وشي , چه د هغو ستونزو او مسائلو په هكله د حل لاري وړاندي كي , كومي چه د بل مختلف نظام د تطبيق لكبله په ټولنه كي پيدا شوي وي , چه له هره لحاظه له دى نظام سره توپير لري .
معقول او متوازن منطق دا وايى : چه په ژوندانه كي د ستونزو او مشكلاتو د حل لپاره كه څوك غواړي دكوم معين نظام او قانون څخه رايه وا خلي , نو لمړي دي هغه نظام او قانون په ژوندانه كي تطبيق كړي او بيا دي وگوري چه هغه ستونزي او مشكلات په ټولنه كي شته او كه نابودي شوي, او ودى كتل شي چه د هغه ستونزو اساسات او څرنگوالي بدليږي او كه نه, ورسته له دي كيدي شي چه د دى نظام او قانون به هكله قضاوت او رايه وركړل شي, او د هغو ستونزو په هكله چه د دى نظام او سيستم له كبله راولاړي شوي .
اسلام يو اجتماعي ټولنيز قانون دي , چه ټول اړخونه يى يو له بل سره وبدل شوي, او يو اړخ يى له بل اړخ سره مرسته او همكاري كوي , اسلام د ژوندانه لپاره خاص تفكير لري, اود ژوندانه لپاره خاص اسباب برابروي , اسلام داسي نظام دي چه خپل خاص څرنگوالي دي ټولنه د جوړښت لپاره لري , او د ژوندانه په ټولو اړخونو كي له غربي نظامونو او سيستمونو سره كاملا توپير لري,اوله هغو نظامونواوقانونو سره كوم چه نن زموږ په ټولنوكي تطبيقيږي, اسلام له دغو نظامونو سره كلي توپير لري.
روښانه ده چه هغه ستونزي كومي چه په ټولنه كي پيدا شوي اسلام په كي شريك نه دي , ځكه چه دا ستونزي هغو نظامونو زيږولي كوم چه په ټولنه كي تطبيقيږي , او د اسلام د رټلو له امله پيدا شوي .
ورسته له دي ټولو عجيبه دا ده , چه د اسلام په هكله د موجودو ستونزو په رابطه پوښتنه وشي , او له اسلام څخه د دغو ستونزو په هكله د حل لاره وغوښتل شي , او دهغو مسائلو په هكله د اسلام رايه واخيستل شي كوم چه ده ندي زيږولي , او نه يى په زيږولو كي شريك دي .
عجيبه دا ده چه له اسلامه په هغو مسائلو كي مثلا (ښځه كار وكړي او كه نه , ښځه پارلمان ته ولاړه شي او كه نه , دښځه او نر د اختلاط, او د ځوانانو د جنسي مسائلو په هكله, په هغو ملكونو كي پوښتنه وشي چه اسلام په كي نه تطبيقيږي , او د دغو ستونزو په هكله له هغو اشخاصو څخه د اسلام په هكله رايه واخيستل شي كوم خلك چه د اسلام حكومت نه مني , بلكه هغه تصور يى هم خپه كوي چه په كي د اسلام حكومت ښكاري!
په دي سربيره دهغو ديني عالمانو ځوابونه دير حيرانونكي دي ڇه د دوي سوالونو ته يى وركوي , اوله دغو كسانو سره د دي جزئياتو په هكله په بحثونو كي ننوځي , ڇيرته ڇه اسلام د قانون په څير نه تطبيقيږي .
نن د اسلام له دي سره څه كار دي ڇه ښځه دي پارلمان ته ننوځي او كه نه , او ښځه دي كار وكړي اوكه نه, او ښځه او نر دي په ټولنه كي سره گد (اختلاط) شي او كه نه , او له هغو ستونزو او مشكلاتو سره يى څه كار دي ڇه په هغه ټولنه كي زيږيدلي كومه ټولنه ڇه اسلام لكه قانون نه تطبيقوي , او د اسلام حكم نه مني .

ددي ستونزو او جزئياتو له اسلام سره څه كار دي ڇه له اسلامه څخه غواړي تر څو داسلام په دايره كي شتون ولري , ڇيرته ڇه اسلام له حكم څخه رټل شوي وي او يا لري شوي وي , ڇيرته ڇه اسلام له ټولنيز نظام څخه ايستل شوي وي , ڇيرته ڇه اسلام د دولت او حكومت داري له نظامه لري شوي وي, ڇيرته ڇه اسلام د خلكوله ژوندانه څخه رټل شوي وي .

اسلام ټوتي كيږي نه , يا به ټول منل كيږي , او يا به ټول پريښودل كيږي, دا ڇه اسلام د ژوندانه په وړو وړو ستونزو كي وپښتل شي , او د ژوندانه او ټولنه په اساسي جوړښت كي هير شى , دا اسلام ته په سپكه سترگه كتل دي , ڇه بايد مسلمانانو ته دي منلو وړ نه وي , او خصوصا ديني عالمانو ته په كار ده ڇه دا راز كتل اسلام ته هيڅ كله هم ونه مني .
دهغو ټولنو او وگړو د ستونزو په هكله د اسلام ځواب ڇه اسلام خپل دين نه كڼي او په شريعت يى اعتراف نه كوي دا دي , ڇه اول اسلام په خپل ژوندانه او ټولنه كي تطبيق كړي, ورسته له هغه د اسلام رايه د هغو ستونزو په هكله وغواړي , كومي ڇه داسلام د تطبيق له كبله پيدا شوي وي , نه دا ڇه د هغو ستونزو په هكله له اسلامه څخه پوښتنه وشي كومي ڇه د بل قانون دتطبيق له كبله پيدا شوي وي , ڇه له اسلام سره كاملا متفاوت وي.......
اسلام خلك په خاص ډول روزي , او د خاص شريعت په اساس ورباندي حكومت كوي,دخلكو راكړه وركړه په خاص ډول تنظيموي,او په ټولنه كي خاص اجتماعي ,اقتصادي,شعورياساسات زيږوي, لمړي اسلام ټول تطبيق كړي, د حكومت داري په سيستم كي , دقانون ايښودو په تهداب كي , او د روزنه په اړخ كي , بيا وگوري ڇه دا ستونزي ڇه تاسويى په هكل پوښتنه كوي پاتي كيږي او كه له ځانه سره وركيږي او له منځه ځي .
اما له دي وړاندي د اسلام له دي ستونزو سره څه كار دي , هغه ستونزي ڇه اسلامي ټولنه يى نه پيژني ؟ لمړي اسلامي ټولنه جوړه كړي , هغه ټولنه ڇه په اساساتو او ليد لورو يي اسلامي شريعت حاكم وي , او ښځي او نر ته په ټولنه او كورني كي اسلامي تربيه او روزنه وركړي , او هغه ضمانتونه په ټولنه كي پيدا كړي ڇه اسلام يي ټولنه ته وركوي , او د اسلام عدالت قايم كړي , ڇه اسلام ټولو ته راوړي دي.
بيا ښځه وپوښتي ڇه : غواړي پارلمان ته ولاړه شي , او كه هغه دتگ اړتيا د هغو ضمانتونو په رڼا كي نه ويني كوم ڇه اسلام يى دي ته وركوي ؟ او پوښتنه ور څخه وكړي :
ڇه ايا غواړي په دولتي ارگانونو كي كار وكړي ؟ او كه هغه نه غواړي ڇه كار وكړي , ځكه ڇه د ديه د ژوندانه ضرورتونه دي ته اړه نه لري ڇه كار وكړي, او پوښتنه ور څخه وكړي ڇه : ايا غواړي ڇه له نرانو سره اختلاط وكړي , او سينگار وكړي , او ځان لوڅ كړي؟ او كه اسلامي تربيت او روزني له حيواني او شهواني غوښتنو څخه پاكه كړي ده , او احساسات يي دى ته رابولي ڇه له الله (ج) څخه حيا وكړي او خپل ستر وساتي .
له همدي كبله بعضي كسان پوښتنه كوي : د اسلامي شريعت سره سم د زرگونو خلكو لاسونه د غلا له امله غوڅوو خو بيا هم خلك غلا كوي .هغه كسان ڇه دوي ته د اسلامي فقه په اساس ځواب وايي دوي تيروځي .
دا په زرگونو غله اسلامي ټولنه نه دي زيږولي , او نه هم اسلامي نظام,بلكه دوي يوه بله ټولنه زيږولي دي , ڇه اسلام يي رټلي دي ,او كوم بل اجتماعي نظام يي خپل كړي دي ,ڇه اسلام يي نه پيژني, دوي هغه ټولنه زيږولي دي كومه ڇه وږي او محتاج وگړي پيدا كوي , او د دوي د ستونزو لپاره دحل لاري نه وړاندي كوي, هغه ټولنه ڇه ميلونونو انسانانو ته خواړه نه برابروي, او دي انسان نفس نه روزي , او ژوند ټول په الله (ج) او د الله په شريعت پوري نه تړي .
خو اسلامي ټولنه ځانته ټولنه ده : هغه ټولنه ڇه د فرد او وگړي رزق په كي مضمون دي كه كار ولري او كه نه ,توانا او قادر وي او كه نا توانه او عاجز, جوړ وي او كه مريض . په اسلام كي حكومت دي ټولنه مسوليت په غاړه لري , له راسالمال څخه دي ټولنه د افاتو د علاج لپاره دوه نيم په سلو كى اخيستل كيږي, تر څو بيت المال د ټولنه ستونزي ورباندي حل كړي, او اسلام دا كار د ټولنه د حمايت او ساتنه لپاره كوي .
دا قانون تطبيق كړي , او بيا وگوري ڇه څو كسه محتاج او بيوزله په ټولنه كي پيدا كيږي ,اوڅوكسه په غلا لاس پوري كوي ڇه خيټي يي په خوړو دكي او زړونه يي په ايمان روښانه وي !
همدا رنگه دوي د ځوانانو د جنسي ستونزو په هكله پوښتنه كوي ايا دوي اسلامي تعاليم منلي دي ؟
په اسلامي ټولنه كي لوڅي او بربنډي پيغلي نه وي , ڇه هري خوا ته خوري وري د شيطان لپاره فسق او فساد خپروي, په اسلامي ټولنه كي لوڅ او ڇټل فلمونه نه خپريږي, به اسلامي ټولنه كي بدلي نه خپريږي, په اسلامي ټولنه كي مطبوعات لوڅ انځورونه او لوڅي ټوكي او لطيفي نه خپروي.............
به اسلامي ټولنه كي شراب نوشي نه وي ڇه له ڇا څخه خپله اراده او تفكير واخلي او فسق او فساد ورته مزين كړي.....اسلامي ټولنه ځوانانو ته په مناسب وخت كي واده برابروي , ځكه ڇه بيت المال په اسلامي ټولنه كي مكلف دي , ترڅو د ځوانانو سره مرسته وكړي څوك ڇه غواړي واده وكړي.
كه داسلام رايه د ځوانانو د جنسي ستونزو په هكله غواړي, نو لمړي اسلامي نظام ټول تطبيق كړي, ورسته له تطبيقه بيا و گوري ڇه آيا ځوانان ستونزي لري .
زه هرهغه پوښتنه او گويږنه د هغو ستونزو په هكله ڇه له اسلامي نظام له تطبيق څخه ندي پيدا شوي له اسلام څخه د اسلام سپكاوي گڼم, ڇيرته ڇه اسلام له ټول ژوندانه څخه رټل شوي وي , همدا رنگه دا راز پوښتنو ته ځواب وركول د اسلام تمسخر گڼم .
هغه كسان ڇه نن ڇغي وهي او د اسلام په نامه ښځه له ټاكنو منع كوي, او يا د اسلام په نامه ښځه له كاره څخه منع كوي , او يا د اسلام په نامه د ښځي په هكله دا راز سوالونه مطرح وي , ماته دي اجازه راكړي ڇه دوي ته ووايم : ڇه دوي په اسلام پوري سپكاوي كوي , او دوي ټولي ستونزي په جزئياتو كي راسپڼي .
د دوي قوت او طاقت بايد ټول د اسلامي نظام تطبيق لوري ته را وگرځول شي , او د اسلامي شريعت تطبيق د ژوند په ټولو اړخونو كي بايد دوي ومني , تر څو اسلام د ټولني او دولت په سيستم كي حاكم او نافذ شي , او اسلامي روزنه بايد په كورني او ټولنه كي تطبيق شي , اواسلام بايد ټول ومنل شي , ترڅو په ټول ژوندانه كي كار وكړي , دا د اسلام له كرامته سره سمون خوري , او د اسلام له دعاتو سره برابريږي .
دا كه ڇيري دوي په خپل كار كي ريښتيني وي , او په دعوت كي مخلص وي . او كه ڇيري غرض د غوغا او شورش را پارول وي , ڇه د خلكو پام ځانته راوگرځوي , نو بيا دا بيله خبره ده , ڇه زه غواړم على الاقل له دي څخه بعضي ټولنيزي ډلي او هيئتونه پاك شي .