د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آسيا ۲۰/۲۰: افغانستان هانګ کانګ ته په ۱۲۰ منډو ماته ورکړه

ع.ساپې او الهام ياسيني 24.11.2009 11:01

ټول افغان ، عربي متحده امارات:

 افغانستان دکرکټ په اسیایی شل اوریزو سیالیوو  کې چې په عربي اماراتو کې روانې دي، نن هانګ کانګ  ته ماته ورکړه. دا درېمه لوبه ده چې افغانستان یې په دې سيالۍ کې ګټي. د دې لوبې په ګټلو افغانستان نيمه پايلوبې ته ورنږدې شو. افغانستان د دې سياليو په لومړي پړاو کې دوه نورې لوبې لري، چې د پنجشنبې په ورځ به د سعودي عربستان او د خالي په ورځ به د اماراتو سره لوبه کوي.

نن افغانستان پچه وګټله او لومړې یې بیټنګ پیل کړ او د پنځو لوبغاړو په سوځیدو یی ۲۲۲ منډې جوړې کړې چی دا دهانګ کانګ لپاره په شلو اورونو کې یو ستر هدف و.

 هانګ کانګ ونشو کړای چې په ۲۰ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړي. هانګ کانګ د ۹ کسانو په سوځېدو په ۲۰ اورونو کې ټولې ۹۹ منډې وکړې او افغانستان ترې په ۱۲۰ منډو وګټله.

د لوبډلې مينجر حقداد نوري ټول افغان ته وويل چې لوبه نن ډېره خوندوره وه او د تېرو لوبو په پرتله ورته افغان سيل کونکي هم ډېر راغلي وو. نوموړي وويل چې نن شاوخوا شپيته افغانان د لوبډلې ملاتړ ته راغلي وو. د يادونې وړ ده چې نن په اماراتو کې د کار ورځ ده او افغانان په دې ورځ کارونه کوي. هيله ده چې په راتلونکو لوبو کې افغانان په ډېر شمېر سره د لوبډلې ملاتړ ته راووځي ځکه راتلونکې څو ورځې رخصتي ده.

باید وویل شي چی افغانستان په دغو سیالیوو کې د ګډون راهیسی په لومړۍ درجه روان دې او تیری دوه لوبې یی ښه په نره له چین او سینګاپور څخه ګټلي وې.

تر ننه پورې د نمرو جدول په لاندې ډول دی:

الف ګروپ:

لوبډله کړلې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
افغانستان 3 3 0 6 5.07
امارات 2 2 0 4 2.23
سعودي عربستان 2 2 0 4 1.54
هانګ کانګ 3 0 3 0 -0.84
سينګاپور 2 0 2 0 -3.44
چين 2 0 2 0 -4.70

ب ګروپ:

لوبډله کړلې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
عمان 2 2 0 4 3.25
ماليزيا 2 2 0 4 2.77
کويت 2 1 1 2 1.63
نيپال 2 1 1 2 -0.45
قطر 2 0 2 0 -2.14
بحرين 2 0 2 0 -4.85

د سيالۍ د مهالويش لپاره دې ځای ته ټک ورکړﺉ.