د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قرض مزدوري

عطاالله خوږياڼى 18.10.2009 21:29

www.ataulla.blogfa.com

زموږ په كلې كې به ټولو ځوانانو هڅې كولې چې دځان لپاره يوه ښكلې مزدوري پيداكړې،څوك به په يوڅه اوڅوك به په بل څه مصروف شول،اوخپلې مزدورۍ به يې كولې،خواكثره به وزګارپاتي كيدل .

زما كسب وه،هميشه به چې هرځاى ته ولاړم،مزدوري به مې جوړه وه،زما په مزدورۍ كې به دوه تنه چې سپين رنګې جامي به يې اچلوې وي هم راسره ملګرې وه اودغه سپيني جامې د داغ ګولو لپاره به يوبل مزدور راسره تل ملګرې وه،كليوالو به دمزودرۍ ګټلې پيسې كورته راوړلې،خوزما مزدوري ټوله قرض وه اودا قرض هم معلوم نه وو،چې پرچا دى،ماپه چې له هرچا اوهرځاى كې مزدوري وكړه،غوِښتل به مې چې خپل مزدوري هماغه ديوپخواني مالك څخه واخلم.

هغه ډېرغني و،خوزما مزدوري به هميشه هغه ته هيڅ هم نه ښكاره كيده اونه به يې راته خپل حق راكاوه،مابه چې هرڅومره خپلوملګروته وويل چې ما مزدوري كړې اوډېره اوچته،خوهغوى ته اوس زه اوس يودروغجن ښكاريدمه اوځكه خواوس په دغه رنګ خبروكولو هم دليونې خطاب راكول كيده،كه څه هم دخلكوپه نظردامهال زه ليونى يم خوبيا هم خپله مزدورۍ كې ټګي نه كوم،لكه دپخوا په څيراوس هم دخپلو دوه ملګرو سره يوځاى هماغه قرض مزدوري كوم،ماته تمه درلوده چې يوه ورځ خوبه دخپلې كړې مزدورۍ كړې اوجره راكړي.

كه څه هم ماته دغې مزدورۍ كه نورڅه لاس ته رانه وړل،خوبيا هم دليونۍ په مشهوريدو مې هم وياړل،اوځان سره به مې فكركاوه،چې ګوندې رښتيا هم ليونۍ شوى يم،اوخپل ليونتوب به راته دخپلې مزدورۍ صداقت ښكاره كيده.

يوه ورځ خبرشوم،چې زما هغه مالك چې زه ورسره دتل لپاره مزدور وم،په هغه هم اوس دغريبۍ غلامي راغلي او مزدورۍ ته يې مخه كړې،اوغواړې چې زماد مزدورۍ ټول حساب په خپل لاس وګټي اوماته يې راكړې،خوزما په هغه چېرې پيزو كيده،چې هغه دې مزدوري وكړې ځكه هغه ماته په دې ډېره ښه ښكاره كيده،چې زه تل دهغه مزدوري وكړم،ځكه خوما ورته وويل چې تاسې مزدوري مه كړي، زه به يوبل ځاى مزدوري شروع كړم،هغه هم لكه چې اوس هم دخپلې غنيتوب خوي ترې ولاړ نه وي اوزه ورته بد ښكارم چې دبل چامزدوري وكړم،نوځكه خويې راته ويل چې زه به بل چرته مزدوري كوم اوته په زما سره مزدور وي خوداځل به دپخوا په څېرنه وي ستامزدوري به تاته نغده دركول كيږي.

په دې سوچ كې وم چې هغه به دچا مزدوري كوي خوزه نه پوهيدم چې هغه هم په اصليت كې زما مزدوره اوزه دهغې مزدور وم،ځكه خوما تل دهغې پسې داوښكوتويولو مزدوري كوله،اوهغه هم چې ماته يې حل نه ويلو اوزما په بيلتانه كې به يې پرماپسې نرۍ نرۍ اوښكې تويولې .

هسې دريم كس هم كله ښه وي،ځكه خوزما هفه دوه ملګرې مزدوران چې تل به راسره وه موږ دواړه سره مخ هغه وخت مخ كړو،چې زما ملګرې سپين كاغد باندې بل ملګرې قلم غټ،غټ دهغې نوم ليكلې وه وپوهيده چې هغه ټولې اوښكې زما لپاره اوزه دهغې لپاره تويو اوموږ دواړه ديو اوبل مزدوران يواوددې سره يوبل ته ورغاړي شواوديوبل ټول قرضونه خلاص كړل .