د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نړيوال جام کې د تمريني لوبو رپوټ - ۲۷ اپرېل

عطاالله خوږياڼى 28.04.2010 08:28

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د اوستيګا په مشرۍ زيمبابوی په حيرانونکي ډول استراليا ته ماته ورکړه.

نيوزيلانډ - ايرلينډ

نړيوالو شل اوريزو سياليوته دامادګۍ لپاره په دوستانه لوبوکې نيوزلينډ ايرلينډته په څلويښت منډو ماتې ورکړه.

نيوزلينډکرکټ ټيم لومړى توپ وهنه وکړه چې په ټاکلې شل اورونوکې يې دپنځه لوبغآړو په سوزولوسره يوسلوآوه آتيآ منډې وکړې چې په ځوآب کې دآيرلينډټيم دنهه لوبغاړو په سوزيدوسره په شل اورونوکې يوسلو اوه څلويښت منډې جوړې کړې .

ديادونې وړده ايرلينډنن دافغانستان سره هم يوه لوبه لري ،دغه لوبه دافغانستان پروخت دماښام پرنهه بجوپيل کيږي، دايرلينډاوافغانستان کرکټ ټيمونوترمنځ تراوسه درې شل اوريزې لوبې شوې چې دوه يې دافغانستان په ګټه پاى ته رسيدلې دي .

زيمبابوی - استراليا

بلخوا په يوه بله حيرانوونکې لوبه کې دزمبابۍ کرکټ ټيم داسټرالياټيم ته په يوه منډه ماتې ورکړه .

دزمبابۍ کرکټ ټيم لومړى توپ وهنه وکړه او داوه لوبغاړو په سوزيدلوسره يې په ټاکې شل اورونوکې يوسلودرې اويامنډې هدف يې داسټرالياټيم ته وټاکه .چې په ځواب کې اسټرالياهم داوه لوبغاړو په سوزيدوسره په شل اورنوکې يوسلو دوه اويامنډې جوړې کړې اودکرکټ دغه لوبه په يوه اضعافې منډه دزمبابۍ په گټه پاى ته ورسيده .

پاکستان - وينډوارډاسلينډس ټيم

د دغه لوبوپه ترڅ کې دپاکستان ټيم هم وينډوارډاسلينډس ټيم ته په اته شپيته منډو ماتې ورکړه .

دغه لوبه چې دپاکستاني توپ وهونکولخوا پيل شوه په پوره شل اورونوکې يې داوه لوبغاړو په سوزيدوسره نوموړې لوبډلې ته يوسلوشپيته منډې هدف وټاکه چې په ځواب کې يادې لوبډې په شل اورونوکې دڅلور لوبغاړو په سوزيدوسره يواځې دوه نوي منډې جوړې کړې چې لوبه هم په اته شپيته منډودپاکستان په ګټه پاى ته ورسيده .