د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له چا نه و چا ته وژاړم

نور احمد ویاړ 15.09.2009 12:45

له چا نه وچا ته وژاړم
په دا ورستیو کښی د هرات ولایت په ابتدایه ښوونځیو کښی د دویم او دریم ټولګیو زده کونکو ته یوه وړکوټی بکسه چه پکښی یو درځن رنګه پنسل قلمونه او دوه رنکه کارټونې کتابونه پراته ول په وړیا توګه د (K.A.F او مادر و طفل برای افغانستان) د NGO ګانو لخوا وویشل شول.
دا ډیر ښه کار دې چه د ماشومانو د ذهن او رشد لپاره د ماشوم په ژبه دارنکه تشویقی کارټونې کتابونه ورکړل شې څو ماشومان د خپل ذهن او استعداد په پرتله کارټونی ورکړل شوی انځورونه رنګه کړی.
دا کتابونه رنګه او په ډیره ښه صحافې چاپ شویدې. په کتاب کښی دننه د ماشومانو د ذهن مطابق د پیشو- موږک او ګلانو نیمه رنګه انځورونه شته دې چه زده کونکې دا انځورونه رنګه او لوبې پری وکړې. د کتاب وقایه یا پوښ په ډیر ښه پلاستکې کاغذ چه د اوبو او د ماشوم د لومړنیو لوبو مقاومت لرې په لوړ مصرف جوړ شویدې.
د کتاب په دننه کښې پر یوه پاڼه د ستر احمد شاه بابا انځور او په بله پاڼه کښې د لومړنې لویې جرګې هغه انځور کوم چه د احمد شاه بابا په سر کښی د شیر سرخ د زیارت ملنګ د غنمو وږۍ ایږدې او دبابا لقب ورته ورکوې لیدل کیږې. او همدارنګه د کتاب پر ورستې وقایه باندې د افغانستان نښان او ملی سرود په درې ژبه په لاندې بڼه چاپ شویدې.

را به شو دا خبری ته چه نوموړو NGO ګانو دا کار د چا په اجازه او په کوم صلاحیت کړیدې. حال دا چه
ملی سرود د هیواد په ملی ژبه یعنې سپیڅلې او خوږه پښتو لیکل شوې او ږغول شویدې. د لیکلو او ږغولو په موقع باید د ملی سرود د اصلې بڼې څخه استفاده وسې. هر هیواد ځانته یو ملی سرود لرې چه د هغه هیواد اصلې هویت پکښې را څرګند یږې. د ملی سرود د ږغیدو پر محال یوه خاصه چوپتیا او د سکوت فضا په داسې حال کښې حاکمه وی چه په درنښت یی ټول ګډونوال په پښو ولاړ وې. ملی سرود ته تغیر ورکول حتی د ولسمشر تر صلاحیت هم اوچت کار دې.
بل داچه هغه لومړنې لویه جرګه چه د ستر احمد شاه بابا په ابتکار د کندهار د شیرسرخ په کلې کښې جوړه شوې ول د افغانستان د تاریخ هغه ځلانده برخه ده چه ویاړ یی د ټولو افغانانو دې. نن ورځ نه یواځې د لویی جرګې را بلل د افغانانو دود دې بلکه نړیوال هم د بعضو سیمو د شخړو د حل لپاره هم دا لویه جرګه کاپې کوې. نه پوهیږم چه ولې دا تاریخې او ملې انځور او یا هم د ستر احمد شاه بابا انځور د ماشومانو لوبې ګرځیدلې دې. څه موده مخکې پدرام په ورته شکل د غازی امان الله خان چه د افغانستان د تاریخ یو ملی څهره ده سپکاوې وکړ. له هغه نه کله هم د هیواد سترې محکمې ټپوس ونکړ بلکه هغه ته یې د ولسمشرې د کاندیدو اجازه هم ورکړل.
که چیرته هدف دا وې چه وړوکې زده کونکې دې د هیواد د دودونو سره اشنا شې دا NGO ګانو لره په کار وه چه د لوې جرګې په عوض یوه کلیوالی جرګه چه ماشوموانو کله ناکله هغه په سترګو لیدلې هم ده انڅور کړی واې او یا یې هم د حل او عقد د شوری انځور ورکړی واې چه هغه کوم تاریخې بڼسټ نلرې. همدا رنګه کیداې شول چه د ستر ملې شخصیت د ملې وحدت ویاړ او د تاریخ څلانده ستوری د ستر احمد شاه بابا د انڅور په عوض د نورو پاڼو په شان دا پاڼه هم چاپ شوی واې او یا یې هم د احمد شاه مسعود چه ماشومان یې ډیر ښه پیژنې او په زرهاوو کارټونې انڅورونه یې فعلا په رسنیو کښې شتون لرې دا پاڼه چاپ شوی واې.
واضح خبره ده چه دا هم د نورو زړو پښتون تخریبه پلانونو په شان یوه بله نوې لوبه ده چه دښمن په کار واچول. دا له همهغه شوم عمل سره چه پوهنتون دې دانشګاه شې ټینګ تړون لرې. دا شان ډرامی د همهغه یوه واحد ستمی ایران پلوه مرکزیت څخه خپریړې. له امکانه لرې هم نده چه پخپلو کښې به یې دا پریکړه کړیوی چه د خپل ټول توان او واک په کارولو سره سره مو ونه کړاې شول چه په اوسنۍ نسل کښې څای پیدا کړو او تل یې په څپیړه وهلۍ یو او په ټول ژوند کښې مو یو پوهنتون دانشګاه نه شول. بیا په کار ده چه د راتلونکۍ نسل په مغزونو کښې د پښتو او پښتنو زد مکروب پیچکاری کړو څو له همدی لاری په راتلونکو کښې خپل شوم هدف ته ورسیږو او افغانستان به تجزیه کړو او په ښکاره به د خراسانې ټاپه بیا د هر چا په تندې لګوو. په ډاډه درته وایم چه تاسو او ستاسو ډونران به دا ارمان له ځانه سره ګور ته وړې لکه تاسو نه مخ کی چه نورو انډیوالانو مو دا ارمان ګور ته وړې دې.
له دی نا خوالو می ډیر وژړل اوس به چا ته وژاړم چه د دی ناوړین او ناتار موخه ونسې. ایا د ښونی او روزنی ښاغلی وزیر صیب دا واک او دا صلاحیت لرې چه د خپل ولایتې مدیر صیب څخه په همدی هکله پوښتنه وکړې او دا کتابونه مصادره کړی؟ او هم دارنګه د اقتصاد وزیر صیب دا جرأت لرلای شې چه د نوموړو NGO ګانو څخه د دوی کاری پلان وغواړې او یا یې څارنوالۍ ته معرفی کړې؟ هیله ده چه دا دوه وزیر صیبان به ضرور دا کار کوی.