په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیـــــه
24.08.2009 08:01۲۳ـ۰۸ـ۲۰۰۹
عزتمنو لوستونکو!
لکه دمخه مو چې تاسو ته خبر درکړی و دا دی نن زموږ دکولتوري ټولنې ملګرو خپله فوق العاده غونډه وکړه نننۍ غونډه په دووبرخو وېشل شوې وه په لمړۍ برخه کې د هیواد دخپلواکي په ۹۰ نویمه کلیزه اوپه دوهمه برخه کې د زمري د۲۹ نهه ویشتمې نېټې دجعلي او تحمیلي ټولټاکنوپه ډرامه خبرې وشوې .
له هرڅه دمخه مو دکابل ګوډاګۍ اداره په پوره شدت سره وغندله دا ځکه چې، همدې ادارې د پردیو په دستور او دسیسه داتاریخي ورځ چې زموږ داتلونیکونوپه سرووینوګلګون شوې وه په رسمي او ښه ډول ونه نمانځله .
تاسو پوهېږﺉ چې هره لسیزه خپل ارزښت لري او په ځانګړي ډول سره نمانځله کیږي ځکه خو زموږملګروهم تر خپله وسه دخپلواکي دانهمه لسیزه دزمري په ۲۸تمه نېټه دمونشن ښار په لویوکوڅو اوبازارونو کې ونمانځله موږ په زرهاوو لیدونکو اوسیلانیانو ته دافغان برمته ولس تمثیل په داسې ډول سره وکړ چې تور ځنځیرونه مو له لاسونو اوبدنونوڅخه تاو وو زموږ یوشمېرملګروتورې پلاستیکي کڅوړې په سرمنډلې اولاسونه یې ترشا تړل شوي ووموږ هر یولیدونکی په خپل تمثیل اوخبروسره داسې پوهاوه چې زموږهیواد یو اشغال شوی هیواد او زموږ ولس یو برمته شوی ولس دی .
بایدزیاته کړوچې دمونشن ښار په زړه کې خوراګڼه ګوڼه وي له شتاخوس څخه بیا تر مارین پلاڅ پورې دورځې په لسهاوو زره بایرن مېشتي، بهرني او کورني ســیلانیان چکر وهي لنډه دا چې زموږ انځورونه به د هغوی په
ذهنونو کې تر ډېره پورې پاته وي .
موږ دغونډې په لمړۍ برخه کې د پورتنۍ نمانځنې انځورونه اوویدیویي برخې هغوملګروته وښودې کوموچې دکاري مصروفیتونو په دلیل له موږ سره دزمري په ۲۸ تمه نېټه ګډون نه و کړی داتاریخي صحنې زموږ د ټولو ګډونوالو خوښې او رسنیو ته یې په لېږلو سلا شوو خو له بده مرغه چې حجم یې زیات دی له تخنیکی اړخه په ویبپاڼو کې نه شي خپرېدای که په راتلونکې کې ممکینه وي نوتاسوبه یې بیا ووینﺉ اوس هم که له موږ سره کوم یوهیوادپال ویبپاڼه چلوونکی همکاري کولای شي زموږ په پته د احوال راکړي چې څنګه یې ورولېږو، خو سم لاسي تاســوته په لاندې توګه دنمونې په ډول یودوه تصویر درښییو.
موږ د۲۰۰۱ کال دسپتمبر د نهمې اویوولسـمې نېټې ترمینځ منطقي تړاوخلګو ته بیاناوه القاعده اونورسخت درېزه مو دسپینې ماڼۍ زېږنده، ځانګړې ملېشې او نږدې ملګري وبلل .
المانان چې په افغانستان یې خورا زړه بدیږي زموږ په لیدو سره لا خوابدي شول موږ یې پخپلو احساساتو سره
داسې پوه کړوچې دوی هم دافغـان ولس دانننۍ بدې ورځې اوبدمرغوحالاتواندېښمن کړي دي ، ددوی ځوانانو اوبوډاګانو له موږ سره خپله خواخوږي وښوده موږ یې ونازولو کور یې آباد .
زموږ دنننۍ غونډې ګډونوالوپه دوهمه برخه کې د دې اونۍ په جعلي اونامشروع ټولټاکنو بحث وکړ هغه مو محکومې او باطلې وګڼلې موږ خپلې ټولې پخوانۍ اعلامې په ځای وبللې اوپه تېره بیامودټولټاکنو(ټولوژنو) په اړونداعلامیه چې د(تحریم تحریم تحریم) ترسرلیک لاندې وه یوه مهمه او تاریخي اعلامیه ځکه وګڼله چې زموږ وړاندوینې دا دی ورځ په ورځ رښـتیا کیږي ښکېلاکګرغواړي چې دیوې کمزورې ادارې په صورت کې افغان ولس په تېره بیا پښتنو ته لا ډېر کړاونه ور په برخه کړي .
زموږ ملګري وروسته له دوو ګانټو څخه په دالاندې پرېکړو سلا شول :
۱ ــ افغانان لکه نور نړیوال دخپلې خپلواکي اوسوکالي حق لري دالوی نعمت باید لاس ته راوړو.
۲ ــ دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه به په مېړانه دخپل هیواد او مظلوم ولس غږ پورته کړي همدا راز هره جفا او ظلم که زموږ دهر ورورقام په حق کې وشي لکه نن چې له پښتنو سره کیږي موږ به یې په وړاندې ودریږو داکه له هزاره، تاجک، ازبک، ترکمن اویا نورو وروڼو قومونو سره وي بیا به هم موږ بې تفاوته پاته نه شو.
۳ ــ موږ داتش په نامه او غولوونکې ټولټاکنې غندو اوداد هغونویوغمیزو پیل ګڼو کومې چې دښکېلاکګروپه کرغېړنو نقشو کې ورځ په ورځ را برسېره کیږي .
۴ ــ موږ دلږکیوکبرجنو احمقانه استبداد په کلکه غندو او دټولوناوړو پایلو مسؤلیت به یې دوی په غاړه اخلي .
۵ ــ موږ سوله غواړو اوسوله په خبرو کیږي، داخبرې کېدای شي په یو نړیوال بې پرې کنفرانس او یا په یوه فلتر شوې او منلې لویه دودیزه جرګه کې تر سره او دیو لنډ محال حکومت په وسیله سره رښتینو ټولټاکنو ته زمینه برابره شي .
۶ ــ موږ په افغانستان کې یو رښتینی ریاستي مرکزي حکومت غواړو نه تش په نامه ریاستي لکه دکرزي .
۷ ــ که په راتلونکې کې لویه دودیزه جرګه جوړیږي نو بایدپه بنسټیز قانون کې اړین بدلونونه راوړي په تېره بیا
هرافغان ته صرف یو ځل داحق ورکړي چې ولسمشري ته ځان کاندیدکړي اوکه نه تل به داسې غوبل وي لکه دا
ځل چې قام دښمن کرزي جوړکړی و دیادولووړده چې ښکېلاکګرغواړي خپل ګوډاګی دمصري حسن مبارک په ډول په چوکۍسپور وساتي تر څو استعماري سرخوږی یې کم وي .
۸ ــ نړیواله ټولنه باید دسولې لپاره نوی ګامونه پورته کړي دا که دیو نړیوال کنفرانس له لاري وي او که دلویې دودیزې جرګې له لارې څخه وي دا لمبې دوی راوړې دي دوی دې پخپله مړې کړي او کنه د دوی خپل زامن به هم ددې تپل شوې جګړې قربانیان شي .
۹ــ که نړیواله ټولنه په تېره بیا امریکا دنړیوال کنفرانس اولویې جرګې دایرول نه مني نوبیا دې دلږکیو کرغېړن استبدادته خاتمه ورکړي امریکادې نوره په هغوی نه نازیږي داخو هغوی وو چې هم یې دامریکانړیوال برم او هم یې د دیموکراسي پاکې کلیمې ته زیان ورساوه .
۱۰ــ موږ دزمري ۲۹تمه نېټه یوه بدمرغه، توره اوله جعل څخه ډکه ورځ ګڼوځکه خودملګرو ملتونوله سازمان، داروپایي اتحادې له غړواو دسپینې ماڼۍله مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې دنړیوالو په تېره بیا دافغان ولس په سترګوکې دنورې خاورې نه وراچوي، ژرترژره دې د افغانستان دولسمشري ټاکنې باطلي وګڼي ځکه چې د بېشمېرو درغلیو سربېره دولس ۱۳دیارلس په ســلو کې هم ونډه نه وه پکې اخیستې، که تاسو دا ټاکنې نه باطلوﺉ نو بیا به ستاسودخوښې راتلونکې تش په نامه اداره هیځ قانوني حیثیت اومشروعیت ونه لري .
۱۱ ــ هر چا چې زموږ د هیواد تباهي ته مټې را نغښتې دي موږ یې تاریخي دښمنان ګڼو اوله خپل پلرني هیواد څخه دفاع خپل مشروع حق بولو ، موږ ځانمرګي او بل مرګي ټول محکومو و موږ دټولې نړۍ لپاره سوله غواړو .
عزیزانــــــــــــــــــــو!
تاسو کولای شﺉ چې په دا لاندې لیکنو کې دتحمیلي ټولټاکنو او دلږکیو داستبداد په اړوند نوي مالومات تر لاسه کړﺉ همدا راز په دې http://larawbar.com/peace پته هم څه نوی مواد موندلای شﺉ .
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه
نيويارك ټايمز، د اګست ۱۶ مه ۲۰۰۹م كال
ژباړه: الف. الف. ستانيزى
په افغانستان كې د ملي اقليتونو ظلم او استبداد
كرزى يا پنجشېرزى
نیویارک ټایمز - اوس چې د اوباما په اداره كې دا بحث- چې څنګه افغانستان باثباته شي- پياوړى كېږي، خو يوه مهمه مسئله له ياده وځي او دا مسئله په افغانستان كې د پښتنو زياتېدونكې سياسي انزوا او بې برخې كېدل دي. دا د طالبانو څخه د پښتنو د ملاتړ اصلي لامل هم ګڼل كېږي. اوس په افغانستان كې د دولتي ارګانونو اصلي ځواك د تاجكانو په لاس كې وركړل شوى دى.
له دې سره- سره چې تاجكان د افغانستان په سلو كې ۲۴ تشكيلوي، خو دوى د وسلوالو پوځونو، د اطلاعاتو او د پټو جاسوسي شبكو واك په خپلې ولكې كې نيولى دى، دا نابرابر ځواك د پښتنو په ورځني ژوندانه كې ګواښونه را منځ ته كوي، له دې كبله د راتلونكيو انتخاباتو نه مخكې د طالبانو د تبليغ مهمه برخه دا ده چې مارشال فهيم له كرزي سره ولاړ دى او فهيم د تاجكانو د ځواك يو سمبول ګڼل كېږي. د كرزي پخوانى د دفاع وزير فهيم او د ده ملېشه د طالبانو پر ضد وو او دۀ او د شمال د ائتلاف نورو ملېشو له امريكايانو سره د طالبانو د حكومت په نسكورولو كې مهمه ونډه واخيسته. د امريكايانو په مستقيمه مرسته د تاجكانو يوې كوچنۍ پوځي ډلې- چې د پنجشېريانو په نامه شهرت لري- مهمې امنيتي چارې اشغال كړې. واشنګټن د دې لپاره چې د كابل رژيم ته د پښتنو رنګ وركړى وي، حامد كرزى يې د رژيم مشر وټاكه، خو دى له سره پښتنو ونه مانه او دۀ ته يې په ملنډو سره د پنجشېرزي لقب وركړ.
د پښتنو په منځ كې ويل كېږي چې امريكايان تاجكانو ته ډالر وركوي او پښتنو ته مرمۍ. ډالر هغه پيسې دي چې تاجكانو او د دوى د متحدينو نورو ملي اقليتونو ډلې يې په پرله پسې توګه له امريكا نه تر لاسه كوي. د مرستو په نامه پيسې هم د دوى جېبونو ته ځي او مرمۍ د امريكايانو هغه هوايي بمبارۍ او پوځي عمليات دي چې د افغانستان په جنوب او ختيځ كې د پښتنو په سيمو كې سر ته رسول كېږي. كرزى د دې لپاره چې د تاجكو له خوا د ځواكونو نصب بل ډول وښيي، ځينې پښتانه يې په مهمو چارو ګومارلي دي، خو دا پښتانه يواځې د څوكيو په نامه ناست دي او ريښتينى ځواك له تاجك سره پاتې شوى دى. د مثال په ډول كرزي، عبدالرحيم وردګ د دفاع وزير وټاكه، خو اصلي واك د لوى درستيز بسم الله تاجك دى او د وزارت اساسي كړۍ، نظامي اطلاعات او د ترياكو پر ضد ځواك ټول د تاجكانو سره پاتې شوى دى.
د ملي امنيت د ادارې رئيس چې د ملكي او نظامي اطلاعاتي شبكې او مخفي پوليسو لارښوونه كوي، د شمال په ائتلاف پورې تړلى امرالله صالح دى. ښاغلي مايكل سمپل په كابل كې د اروپايي اتحاديې پخواني استازي ماته وويل چې امرالله صالح يو شمېر پښتانه د اطلاعاتو ولايتي رئيسان مقرر كړي دي، خو د اطلاعاتي شبكې اساسي كړۍ همدا اوس- اوس د شمال د ائتلاف د پښتنو ضد ډلو ټپلو په لاس كې دي. د اطلاعاتي شبكو جوړښت په اساسي ډول د شمال د ائتلاف په لاس كې پاتې شوى دى. دوى همدا راز د تعقيب، بندي كولو، شكنجو او داسې نورو چارې هم پر مخ بيايي.
د اوباما اداره هيله لري چې د افغان ملي اردو په پياوړي كولو به يوه ورځ له افغانستانه د وتلو تكل وكړي. دا اردو به بيا د شورشيانو پر ضد جګړه مخ په وړاندې بيايي. د امريكا د دفاع د وزارت (پنټاګون) يوې څېړونكې موسسې په وروستيو كې خبردارى وكړ چې دا ريښتيا ده چې د افغان ملي اردو اصلي قدرت د تاجكو په لاس كې دى، خو د قومي انډول سمبالول خورا ګران كار دى. د ملګرو ملتونو يوۀ مهم چارواكي وويل چې د دې اصلي علت دا دى چې د ملي اردو د عملياتي پوځونو په سلو كې (۷۰) قوماندانان تاجك دي او طالبان پښتانه نه پرېږدي چې اردو ته لاړ شي. دا هم ګواښونكې ده چې د تاجك پوځي واحدونه د پښتنو سيمو ته لاړ شي او دوى په پښتنو نه پوهېږي.
پښتنو پاچاهانو له ۱۷۴۷م كاله را په دې خوا په افغانستان كې حكومت كړى دى. شاهي نظام په ۱۹۷۳م كې ړنګ شو. دا ښكاره خبره ده چې د پښتنو مشرانو غوښتل چې ظاهرشاه د افغانستان د موقتې ادارې د جمهوررئيس په توګه وټاكي. داسې فكرونه هم كېدل چې پخوانى پاچا دي په محدود قدرت كې پاتې شي او كرزى دې د هغه صدراعظم وي، خو تاجكانو دا پلان ونه مانه. له دې كبله د بوش ادارې زلمي خليلزاد ته دنده وركړه چي يوه چاره وكړي. د غونډې په ترڅ كې زلمي خليلزاد له ظاهرشاه سره د څلوېښتو دقيقو لپاره خبرې وكړې، چې وروسته بيا ظاهرشاه په خپله د ځان ټاكنه رد كړه. د خليلزاد خبرې خورا ترخې وې.
د پښتنو ناسيوناليزم د طالبانو ځواك نه دى پياوړى كړى. طالبان اسلامي جذباتو، فاسدو جنګسالارانو، د امريكايانو له اشغال څخه كركه او د پاكستان د جاسوسي دستګاه پټو هلو ځلو د دې كار اصلي لامل ګڼل كېږي، خو هغه څه چې په رواني ډول له طالبانو سره مرسته كوي هغه په كابل كې د تاجكانو د لاس بري سره د پښتنو ضديت دى، تر هغو پورې چې د پنجشېريانو غصب ته پاى ور نه كړ شي نه به د امريكا پيسې او نه انساني ځواك طالبان مات كړي.
ياددښت:-
دا مقاله چې د امريكا په يوۀ مهم اخبار او مهمه پاڼه چې "Opinion" نومېږي، د يوۀ وتلي څېړونكي په قلم خپره شوې ده، ځينې مهم ټكي لري چې په لاندې ډول وړاندې كېږي.
۱- دا ليكنه هغه باور چې امريكايان په دې ښه پوهېږي چې دوى په لوى لاس په كابل كې سياسي ځواك يوې كوچنۍ او بازاري ډلې ته په لاس وركړى، زموږ په ذهنونو كې پياوړى كوي.
دا يو ښكاره اعتراف دى. امريكايان اوس دې ستونځمنې مسئلې ته متوجه شوي دي چې ولې دوى ورځ په ورځ په پوځي ډګر كې شاته تګ كوي، خو چاره هم نه لري، ځكه اوس ډېر ناوخته شوى دى چې د شمال ائتلاف- چې د دوى د شر او فساد تورتم اوس هم د افغانانو په شعور كې پر ځاى پاتې دى- له منځه يوسي. ټوله لانجه په همدې كې ده، امريكايان په داسې يوۀ دام كې را ښكېل شوي دي چې په خپلو لاسونو يې جوړ كړى دى.
۲- د شمال د ائتلاف غاصبان په واقعيت كې نه د تاجكانو او نه د نورو ملي اقليتونو استازي دي. رمضان بشردوست چې افغانيت يې تر كرزي ډېر پياوړى دى ريښتيا وايي چې دوى ځانونه په تاجكو، هزارګانو او اوزبكو ور تړلى دى. دا د مفسدينو يوه افراطي او ناروغه ډله ده چې پيسو او قدرت لېوني كړي دي او د خپلې بقا لپاره تل د بهرنيو ځواكونو غلامۍ ته تيار دي. دوى پخوا روسانو، ايران او هند ته كار كاوه او اوس يې د روسيې غلامي په امريكايي غلامۍ اړولې ده. سبا به دوى بيا د چين او يا بل بهرني ځواك په تمه ناست وي. دوى حرفوي قاتلان او هېواد پلورونكي دي.
دا مقاله يو بل واقعيت پټوي او هغه دا دى چې امريكايانو روسان، ايرانيان، هندوان او حتى پنجابيان غلي كړي دي، ځكه د دوى ګوډاګيانو ته يې لاس برى منلى دى. روس، ايران، هند او پنجابيان كولاى شي د امريكايانو پوځي تلفات زيات كړي. دوى د امريكا د ځواك په محدوديت ښه پوهېږي. دوى پوهېږي چې امريكا را ګير شوې ده، ښايي د شمال ائتلاف غصب دوى ته د امريكايانو له خوا يوه لويه ډالۍ وي.
۳- دا مقاله په پاى كې امريكايانو ته خبردارى وركوي چې پنجشېريان (البته زما منظور ټول پنجشېريان نه دي، بلكې دغه شراچوونكي او د پرديو غلامان دي) نور نو د زغم وړ نه دي. كه څه هم په امريكا كې بهرنۍ پاليسي پنټاګون او سي آى اې جوړوي، خو مطبوعات هڅه كوي ټول خبر كړي چې څه بايد وشي. نيويارك ټايمز د امريكا تر ټولو مهم اخبار دى، دې ورځپاڼې پخوا هم د پنجشېر د مافيا او په كابل كې د كانګسترانو د حكومت تر سرليك لاندې نورې ليكنې هم كړې دي.
۴- دا مقاله دا ټكى هم په ډاګه كوي چې كه چېرې امريكايان په افغانستان كې ژور بدلون را نه ولي دوى به هم د روسانو په برخليك واوړي. په امريكا او انګليستان كې خلك د خپلو دولتونو پر ضد را پارېدلي دي. دوى پوهېږي چې افغانستان هغه ځاى نه دى او هيڅ وخت به هغه ځاى نه وي چې هلته څوك يوه فاسده او هېواد پلورونكې ډله په زور پر خلكو وتپي.
بي بي سي وړمه ورځ وويل چې په انګليستان كې يوه د برونزو لوحه غلا شوه. دا لوحه د انګليستان په يوه تاريخي او يادګاري سيمه كې چې برومفيلد پارك نومېږي ځاى پر ځاى شوې وه. د لوحې پر مخ د انګرېزانو د هغو پوځيانو نومونه ليكل شوي وو او ليكل كېدل چې په افغانستان كې وژل شوي وو او يا وژل كېږي.
د انګليستان يوۀ چارواكي ويلي دي چې دا غلا يو لوى شرم دى، غلۀ زموږ تاريخ وركوي. ظاهراً د لوحې غلا د برونزو لپاره ګڼل شوې، خو واقعيت څرګندوي چې دا د انګرېز د خلكو څرګندونه هم ده.
۵- د شمال د ائتلاف ملېشې چې د تېرو اتو كلونو په موده كې اصلي قدرت د امريكا- انګرېز په مستقيمه مرسته په واك كې لري، د امريكايانو د آشيل پونده ده. (آشيل په لرغوني يونان كې يو داسې اتل و چې نه ماتېدونكى ځواك يې درلود، خو يواځې په پونده كې وژل كېدۀ). دا د لعنت طوق امريكايان نه په غاړه ساتلاى شي او نه تر تېرېدلاى شي. امريكا- انګرېز په خپل لوى لاس د افغانانو په افغانستان كې خپلې بېځايه وينې او اوښكې تويوي. ما په پرله پسې توګه د امرالله صالح نوم په څو امريكايي او انګرېزي كتابونو كې ليدلى دى. په دغو كتابونو كې صالح او عبدالله عبدالله د سي آى اې ډېر پخوانى جواسيس ښودل شوى دى. په يوۀ كتاب كې په صالح ملنډې هم شوې دي. ليكوال وايي هغه وخت چې احمدشاه مسعود وژل شوى و، صالح په داسې حال كې چې ژړل يې سي آى اې ته ټليفون وكړ. د سي آى اې مشر وويل: "احمدشاه مسعود چېرته دى؟ " صالح ځواب وركړ: "هغه په يخچال كې دى". امريكايي وخندل او ملګرو ته يې وويل چې دا سړى د مرده خانې په نوم په انګليسي كې نه پوهېدۀ. د عبدالله په باب ويل شوي دي چې د انتخاباتو نه څو اوونۍ دمخه هغه زيات وخت په كابل كې د امريكا په سفارت كې تېراوه.
۶- په دې مقاله كې ادعا شوې ده چې پښتانه د افغانستان په سلو كې ۴۲ تشكيلوي. دا له غرضه ډكه او د سياسي موخو لپاره جوړه شوې ادعا ده. په دې باب د امريكا- انګرېز مطبوعاتو زيات درواغ ويلي دي. تر دوه كاله دمخه دوى د پښتنو نفوس د هېواد په سلو كې ۳۰ او ۳۵ ښوده، خو اوس يې يو څه ور زيات كړي دي. ځينې متعصبو امريكايي او انګرېزي پوهانو او ورځپاڼه ليكونكيو حتى دا ادعا هم وكړه چې افغانستان د اقليتونو هېواد دى.
دا په داسې حال كې ده چې كه هر يو نړيوال دايرة المعارف او يا د مراجعې كتاب پرانيزو، نو د پښتنو نفوس په سلو كې ۶۰ – ۷۰ جوتوي.
دا يو څرګند واقعيت دى چې د انګرېز او امريكا په مطبوعاتو كې د پښتنو په مقابل كې يو ښكاره نژادي توپير موجود دى، خو اوس دوى پوه شوي چې په افغانستان كې د خپلې خوښې حكومت حتى په نظامي زور هم نه شي ساتلاى. له همدې كبله دوى يو څه نرم شوي دي او دا مقاله د دې نوې پاليسۍ يوه څرګنده بېلګه ده.
الف. الف. ستانيزى
ټاکني که د ماشومانو لوبې؟
دجانباز لیکنه
موږ په هغه ډرامو چي د انتخاباتو د خپلواک کميسون لخوا په راډيو ګانو کي خپرېدلې تير وتي وو او د کميسون د غړو په خوږو او مکارو خبرو غوليدلې وو موږ په دې قانع سوي وو چي ټاکني به شفافي ، مشروع او ازادي تر سره سي د درغلى زياته برخه مو سل سلنه آټکل کړې وه خو ټاکني په سل کي يو هم مشروع نه وې دا زه په وعده وايم د انتخاباتو د خپلواک کميسون څخه هاخوا مو زيات باور پر کار کوونکو وو ، موږ په دې باور وو که څوک د درغلي لپاره هڅه هم وکړي دا افغان کار کوونکي چي هر يو به يې ددې حالاتو قرباني سوى وي په هيڅ قيمت چاته دا اجازه ور نه کړي چي درغلي وکړي وبه يې ځکه نه کړي چي دا د ملک او راتلونکي خبره ده او د هر افغان راتلونکى د هيواد په راتلونکي پوري تړلى دى د پښتو ډير مشهور متل دى واى ( ځنګل چي اوس واخلي وچ اولانده ټول پکي سوځي ) نن چي دې افغانانو د ماډرن مداري لپاره کومه ګنا او غلا وکړه ايا دا ددې لپاره وه چي دوى به د هيواد د سولي په غم کي وو؟ نه بلکل نه يوازي د يو څو ډالرو لالچ او حرس پر سر اخستي وو .
داسي به فرض کړو چي ماډرن مداري يو ځل بيا راغلى او د ٥ نورو کلونو لپاره يې د ارګ په ماڼۍ کي خپلي ريښې ښخي کړې او د افغانستان حالات نور هم خراب سول ايا هغه څو ډالر چي دې مداري تاته د غلا لپاره درکړي هغه به تا د هيواد په دننه کي د لګيدلي اور په منځ کي و ژغوري ، په قبر کي به ستا د خلاصون سبب سي او که به د اخرت په ورځ ستا شفاعت وکړي
دا چي خبره راڅه غوا نسي او تر يو اندازي مي پر خپل احساساو واک تر لاسه کړى وي غواړم ددې ليکني د ليکلو اصلي موخه درته څرګنده کړم .
په هلمند کي د ټاکنو ورځ هغه ورځ وه چي تر ټولو ورځو پکي زيات ويري خپلي درنې وزي غوړولي وې . په هرو څو دقيقو کي يوې توغندۍ به لښکرګاه ښار و لړزاوه . سهار مهال وو د لښکرګاه په زړه کي په کرزي لوبغالي کي جوړ ټاکنيز مرکز مخي ته تير سوم يوازي مي دوه درې عسکر وليدل چي هلته ولاړ وو د اړخ د دروازې څخه مي دننه طرف ته وکتل چي ټول لوبغالى د ماډرن مداري په عکسونو پوښل سوى وو او د هلمند والي هم په همدې مرکز کي رايه ورکړه ، خبره د هم دې ځايه پيليږي هر څه هم داسي وو تيره ورځ راته يو ملګري کيسه کوله باور کړئ سترګي مي لندې سوې هغه کس خپله د مداري لپاره د غلا کوونکو په ډله کي وو .
ويل په بابا جي کي ټول ټال اتيا کسه د رايو لپاره ندي را غلي معلومه خبره ده څنګه به راتلل مخکي له مخکي زړه لړزوونکي اخطارونه ، د هغوى په وينا په باباجي کي په هم هغه ساعت د پوليسو او طالبانو تر منځ درنه جګړه په داسي وخت کي اتيا کسه هم ډير دي خو د هغوى په وينا چي څومره رايي پاڼي مو وړي وې ټولي د محل کارکوونکو د کرزي لپاره ډکي کړې او په صندقونو کي يې واچولې .
يوازي دا نه د چانجير کارکوونکو هم په ورته کار لاس پوري کړى وو ناوه او کلا بست سيمه خو پريږده .زړه مي دلته درد کوي چي ولي په يوې ډله کي هم داسي څوک پيدا نه سو چي پر دې هيواد چي موږ يې په غيږ کي لوبيدلي يو زړه خوږ کړي
د ملي امنيت کسان ، د يوناما کارکوونکي ، د انتخاباتو خپلواک کميسون ،عسکر او د محل ټول کارکوونکي .
يوه ملګري مي راته وويل چي موږ ته د يوناما کار کوونکي را غلل راته يې وويل چي زه د ولاتي شورا يو کانديد ته رايه اچوم که تاسو کرزي ته څومره کار کوي زه کوم اعتراض نه لرم هغه وايي چي زموږ کارکوونکو ورسره و منل .
يو خبره دلته دا وه چي په هر مرکز کي ټول کارکوونکي ، څآروونکي او نور د کرزي د غلا د ګوند غړي وو خو د بل کوم کانديد استازي يا څارونکي نه تر سترګو کيدل که به وو هم د هغه سره به داسي کيدل يو بل کس راته داسي وويل .
په يوه مرکز کي د ډاکټر عبدالله عبدالله يو څارونکى ولاړ وو . لومړى مو هغه ته د اوبو يو بوتل ور کړ بيا مو ورته وويل (( ګوره اوبه هم د کرزي څښې خو کار عبدالله عبدالله ته کوې ، داسي وکړه ته چي څومره کسان را وستلاى سي د عبدالله لپاره او هر څومره کارټونه چي کاروې موږ څه نه وايو ليکن ته بۀ هم څه نه وايي )) په ناوې او چانجير کي د ولايتي شورا د کانديدانو لپاره د يوه کس په لاس صندقونه ډک سوي دي
اخير دا څه روان دي ولي د ټولو سترګي سر ته ختلي دي هيڅ حق ته تن نه ورکوي اخير ولي دومره مادياتو ته قايل يو .
هغه ملا امير اخند چي په حاجي وزير صاحب ورته خلګ وايي چي کله به په کمپايني غونډه کي دريځ ته و دريدى لومړى به يې د تجويد د اصولو سره سم د قران شريف څو اياتونه تلاوت کړه اوبيا به يې روانه ژباړه وکړه وروسته به يې خبري داسي پيل کړې (( ټاکني د خداى نعمت دى د ټاکنو په ورځ به له کورونو څخه را وځى په پوره وياړ او افغاني غرور سره به رايه ورکوى داسي چاته رايه ورکړئ چي نور نو د دې وطن په درد وخوري د هلمند ديندار اولسه په دې کار کي غفلت ونه کړئ د هيواد سرنوشت ټاکل کيږي موږ افغانان يو ..........))
اى ملا اميره اخندازاده په تادي د قران کريم هغه اياتونه پسې سي چي تا خپل تور مخ ته سپين نقاب ګرځولي وو ، په تادي د افغاني غورور او ننګ ازا پسې سي چي تا د خپلو خبرو د ښکلي کولو لپاره ښې جملې بللې اخير دي خپله ناوړه څېره هلمند والو ته و ښودله چي زه څوک يم ، د وطن د شهيدانو بلا دي در پسې سي د هغه ماشوم خون دي ستا په غاړه سي چي په توغندۍ کي شهيد سو او بيا هم تا خلک دې ته مزدوران کړل چي کرزي ته غلا وکړي دا لوى مداري دي وژغوره ، دا لوى مار به ښامار سي او دا اولس په غونډ له ستوني تير کړي خو په دې ګوله کي به ته او ستا کورنۍ هم ددې ښامار خيټي ته شوه سي .
امير صاحب چي خوابدى نسي دا هرڅه مي ناحقه ندي ويلي په رښتيا زړه مي درد کوي ، زړه مي ښيرا درته کوي ايا ته د ټاکنو ټوله ورځ د خپلو مزدورانو سره په تماس کي نه وې چي يوه يوه ته به دي غصه هم وکړه چي (( هر کارټ څو څو ځله کاروى ، زه مو زيمه وار يم )) او کله چي د کرزي په رايو ډک ډک صندقونه پر ميدان را چپه سوه ټول هک حيران سوه خو ستا بيا هم تندى تريو وو .
زه نور ويل نه غواړم کاشکي دې تانو او دې ترخو ټکو يا دې حقيقت ويلو پر دې پلورل سوو کسانو تاثير کولاى سواى ، کاشکي يې ډبرينو زړو کڼو غوږونو زموږ ږغونه اوريدلاى سواى .
نو خپلي خبري دې ټکي باندي پاى ته رسوم چي دا مظلوم اولس ازار لري ، هر چا چي دا اولس ازار کړى دى پر خير ندى پيښ سوي ، چاچي دوى ته چم کړى دى هغوى خپله په داسي ګردابونو کي ګير سوي چي بيا ورنه ندي راوتلي خداى پاک تر ټولو ښه فيصله کوونکى دى خداى ته پنا وړم د هغه څخه مرسته غواړم هغه چي څه غواړي هغه کيږي
په انسانانو کي خو مي داسي کس و نه موند چي زموږ زخمونه راته ټکور کړي
زما د وجود سيورى يې هر ځاى کي را پسې يې
انسانه ! تانه تنګ سومه ملګري به پيريان کړم

