اورکزۍ ایجنسي کې فوځي چورلکه تباه،۲۶ سرتیري مړه
04.07.2009 03:44
قبایلي سېمه اورکزۍ ایجنسۍ کې د پاکستان فوځي چورلکې د راغورځیدو له امله په چورلکه کې سپاره ۲۶ فوځي سرتیري وژل شوي دي ـ د فوځ ویاند اطهر په وینا چورلکه د خرابې هوا له امله راغوریزیدلې ده ،خو طالبان د چورلکې د ویشتلو ادعا کوي ـ چورلکه د د پېښور نه کرمې ایجنسۍ ته روانه وه چې د اورکزۍ ایجنسۍ په چپرفیروزخېل نومې سېمه کې مازیګر په ۴ بجې او ۵۰ دقیقو د پېښې سره مخ شوه ـ د پېښې سمدست روسته پاکستاني سرتیرو په نزدې غرونو کې مورچه زنو جنګیالیو باندې بمباري وکړه ـ د خبرونو ترمخه په اورکزۍ ایجنسۍ کې فوځي عملیات هم په جریان کې نه دي خو د بي بي سي خبري اداره وایي چې څو ورځې دمخه پاکستاني جیټ الوتکو دغه سېمه بمباري کړې وه چې دلس جنګیاليو د وژل کیدو راپورونه خپاره وي وو ،حکومتي سر چینو پېښه او تلفات تاید کړي دي ـ دپاکستان فوځي ستر مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني په پېښه درنه غمرازي ښودلې ده او هم یې د پېښې د پلټنو امر یې کړی دی ـ د سېمې د خلقو په وینا د چورلکې د راپرزیدو په مهال د ډزو اوازونه هم اوریدل شوي دي ـ دپاکستان ولسمشراصف زدراري او لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم په پېښه د غمرازۍ څرګندونه کړی ده ـ ددې نه علاوه نوازشریف او نورو ټولو سترو سیاسي شحصیتونو په پېښه خواشیني ښکاره کړی ده ـ دیادونۍ وړ ده چې دپاکستان په فوځي تاریخ کې د چورلکې د تباه کیدو دا پېښه ترټولو لویه پېښه ده ـ

