په کراچۍ کې د سيمينار خبرتيا
14.04.2010 12:36کراچۍ ښار فرهنګیان هوډ لري چې داځل دکراچۍ په فرهنګي مرکز کراچۍ ارټس کونسل کې د رحمان بابا په اړه سیمینار جوړکړي ـ د رحمان بابا په اړه دغه سیمینار به د روان کال د اپریل پر ۲۶ مه نېټه دښاغلي اباسین یوسفزي په مشرۍ کې ترسره کیږي ـ په سیمینار کې د رحمان بابا په تخلیقاتو مقالې لوستل کیږي ـ ددې نه علاوه مشاعره او د موسیقۍ انتظامات هم شوي دي ـ په موسیقۍ کې به بختیار خټک،سردارعلي ټکر او شازخان د رحمان بابا کلامونه زمزمه کوي ـ
له اړخه : پښتون تېنکرز فورم کراچۍ
رابطه: ظفرکریمي ۰۳۰۰۲۷۲۴۲۱۷

