د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خرم په جلال اباد کې

همت 16.05.2009 13:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دوه ورځې وړاندې دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزير صيب عبدالکريم خرم دسيمه ييزه رسنيو په وينا ديو پلاوي په ملتيا دننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ته په يو کاري سفر راورسيد.که څه هم چې دا څرګنده نه شوه چې ښاغلى خرم به جلال اباد کې څه ډول کاري بوختيا ولري خو دننګرهار دملي تلويزيون په پرده خرم صيب دهاغه نمايشي کارونو نه دطواف په حال کې وليدل شوچې ددې څو کالو راهيسې ټول هيواد او نړۍ ته په ننګرهار کې دبيا رغاونې دسمبول په توګه ښودل کيږي.ددې تر څنګ ښاغلي خرم داطلاعاتو او کلتور رياست او دملي راديو تلويزيون ځينې برخې هم وليدلې.ما اوريدلي چې دښاغلي خرم داستقبال لپاره ددې سيمې يو شمير پر څوکيو مين چارواکي دسرخکانو تر څلور لارې پورې مخې ته هم ورغلي ول او ښاغلى خرم يې لکه دناوې په څير په ډولۍ کې دسهار په شنه خړه دسپين غر هوټل تر سړو خونو راورساوه.
ويل کيږي چې ښاغلي خرم ته دڅو تنوله لورې چې ځانونه ځايي چارواکي او ددې ولايت وارثان بولي په ياد شوي هوټل کي په شاهانه ډول دسهار ناشته چمتو شوې وه،غرمه يې هم دولسمشر له سلاکار سره وه ،دا چې ښاغلى سلاکار دخوړو ځانګړې سټايل لري او شاهانه خوراک کوي نو هر څوک پوهيږي چې په خرم صيب به يې هم کتلمې خوړلې وي.
دشپې له پلوه خرم صيب دښاروالۍ په ميلسمتون کې ميلمه و او د دې لپاره چې خلکو ته وښايي دڅه لپاره جلال اباد ته راغلې نو يو شمير فرهنګيانو او ژورنالستانو او دغه راز دځوانانو استازو ته هم له خرم صيب سره ديوې ماښامنۍ بلنه ورکول شوې وه،
که څه هم چې ما دبلنې سره سره په دې ماښامنۍ کې برخه نه وه اخيستې خو په سهار يې خبر شوم چې دولسمشر سلاکار صيب دښاغلي خرم پر وړاندې يو ځايي خبريال او ديوې سيمه ييزه رسنۍ مسوول چلوونکي ته ددې امله سپکې سپورې وکړې چې ګواکې په خپله رسنۍ کې يې په ده پسې څه ليکلي دي زه په دې ډير نه تم کيږم چې دې رسنۍ په ښاغلي سلاکار پسې څه ليکلي خو دخواشينۍ ځاې دادې چې دبيان دازادۍ ديو ژمن وزير پر وړاندې يو سيمه ييزه چارواکى دبيان ازادۍ پرمرۍ پښه ږدي او يو ليکوال او ژورناليست ته سپکې سپورې وايي خو دا ښاغلې عوږ قدرې هم نه ږروي،
ښاغلي خرم په دې ماښامنۍ کې يوازې له خوراک څښاک او موسيقي اوريدو پرته نور هيڅ هم ونه ويل.
راځۍ چې  لږ په  ننګرهارکې په دولتي کچه فرهنګي او کلتوري فعاليتونه  دنورو سيمو سره پرتله کړو او وګورو چې ښاغلى خرم يې په دې په اصطلاح کاري سفر کې کومې ستونزې ته پام کړى ،دننګرهار ورځپاڼه چې خواوشاه نوي کاله وړاندې يې خپرونې پېل کړي او دهيواد په کچه دهغه ګوتو په شمار دولتي رسنيو کې شميرل کيږي دطالبانو دواکمنۍ پرمهال به هره ورځ چاپ او دلوستوونکو تر ګوتو به رسيده خو اوس په اونۍ کې يوازې درې ځلې چاپيږي.دننګرهار مجله هم له مياشتينۍ نه په درې مياشتنۍ بدله شوې.موږ په ننګرهار کې يو موزيم درلود چې په هيوادنۍ کچه ښايي دويم موزيم و خو اوس يې يوازې دکنډوالې يو څو نښې پاتې دي.دمملې تاريخي باغ خو به هر څوک پيژني که دا باغ چا پخوا ليدلى و او اوسنۍ بڼه يې ووينې نو له شک پرته چې اوښکې به توې کړي.
خو.په باميانو کې داطلاعاتو او کلتور له لورې  هر مياشت يو مجله خپريږي چې دصحافت له پلوه يې سارې نه ليدل کيږي.دباميانو دبتانو لپاره خو په دولتي کچه تبليغات وروستۍ کچې ته رسيدلي.غزني په په راتلونکې کې داسلامي هيوادونو  دتمدن پلازمينه شي.په هرات کې خو دتاريخي اثارو دساتنې لپاره دولتي چارواکي په ځانګړې توګه خرم صيب نه پوهيږي چې نور څه وکړي. نو اوس تاسو ووايې چې ايا زموږ دسيمې کلتوري چاري او پرمختګونه له يادو شويو سيمو سره دپرتلې وړ دي او ايا ښاغلي خرم ددې ستونزوز دلرې کولو لپاره هم کوم ګام پورته کړ او يا پيې په راتلونکې کې دپورته کولو ژمنه وکړه نه هيڅکله نه ،
داسې ويل کيږي چې دښاغلي کرزي دکابينې ځينې وزيران دولسمشرۍ په ټاکنو کې دکرزي دبري لپاره پر نا مخامخ کمپاينونو بوخت دي او ان دا چې ولايتونو يې هم سره ويشلي دي.لکه چې له لوګر،پکتيا،پکتيکا او غزني ته دقبايلو دوزير اسدالله خالد دسفر رپوټونه ورکول شوي نو ددې نه داسې مالوميږي چې ښاغلى خرم هم يوازې دولسمشر کرزي لپاره دکمپاين چلولو په موخه جلال اباد ته کاري سفر کړى و،نه دفرهنګي چارو دسمون او په دې برخه کې د شته ستونزو دله منځه وړلو په موخه.