د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه رحـمــــان د محــــــمد د در خاكـروب یـــــــم

انجنیر شیر ساپی 10.03.2009 01:27


د اسلام پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد تل یاد په مناسبت د رحمان بابا مناجات :

كه صــــورت د محــــــــــمد نه وي پیــــــدا    
پیـــــداکړې به خــــداي نه وه دا دنیــــــــــا
كل جــــهان د محــــمد په روی پیــــــدا شه
محـــــــــمد دي د تمـــــــــام جهان آبـــــــــا
نبـــوت په محــــــمد بانـــدي تمـــــــــام شه
نشــــته پـــس له محـــــــــمده انبیــــــــــــاء
نـــور هــاله د محــــــمد ؤپه جهــــان كښي
چه بــــــوی نــــه ؤ د آدم او د حـــــــــــــوا
په صـــــورت كه آخـرین دي پیــــــدا شوي
په معنــــي کښي اوليــــــن دي له هر چـــــا
خـــداي یې مګـڼـه بې شـــكه چه بنـــــده دي
نـــور ئې كـل واړه صفــــات دي په رښتیــا
كه نبــــي دي كه ولـــي دي كه عاصــي دي
محــــــمد دي د همــــه واړو پیشـــــــــــــوا
چه ئې دیـن د محـــــــمد دي قـــبول کــــړي
جنتـــــي دي كه فاســـق دي كه پارســـــــــا
محـــــــمد د گمـــــرهانـــو رهنـــــــــــما دي
محـــــــمد دي د ړنــــــدو د لاس عصــــــــا
که رڼـــــــا ده پيــــــــروي د محــــــــــمد ده
ګـڼــــه نشـتــه په جهــــان بــله رڼــــــــــــــا
 محمـــــــد د بیـــچـاره ؤ چــــاره گـــــر دي
محمـــــــــــد دی هر دردمـنــــد لـــــــره دوا
زه رحمـــــان د محمــد د در خاكـــــروب یم
که مي خـــــداي نه كا له دي در مجــــــــــدا

درحمان بابا  زاهدي د ریا زاهدي او خود نمائي زاهدي نه وه چه تر خرقې لاندي د خدای مخلوق ته دام وغوړوی، په زړه یوڅه په خوله بل څه وي .

دين ئې دام وي د دنيا په لار كښي ایښي
پـرې را اړوي وحشيـــان د مخـلوقـــات    

رحمان بابا له داسي زاهدۍ څخه توبه باسي :


د ريا له زاهــــــــــدۍ ځمــــــا تــوبــه ده
چه ئې كاندي څوك په رسم او په عادات


دي زاهد وو مگر نه تش د خرقې زاهد .

د ريا خرقه ئې خداي مكړه په غاړه   
رحمـان كوږ دستارتـړلي قـلنـدر دي


ارواح ښاد عبدالرؤف بـينـــــــوا  وایي :
رحمان بابا مقام له دینه ډیر اوچت دي چه دي کومي خاصی قبیلی یا کوم خاص ټبر ته منسوب شي ،  ځکه  چه لوي او حقیقي شاعران بين الانساني شخصیتونه لري . رحمان بابا هم دټولو انسانو دي خوبیا په خاص طورد ټولو پښتنو بابا دي . دی پخپله هم ځان کومي قبیلې ته نه منسوبوی وایي :
 
زه عاشق یم سر و کار می دي له عشقه
نه خـلیـل، نه داودزی یـم، نه مومنـــــد


د رحمان بابا معنوي منزلت د هغه دمزار په ړنګولو نه کمیـږي ،  د رحمان بابا کلام  په سحـر ئـې د پښـتـنو د زړونو عا لم تسخیر کړي  او دهر پښتانه د زړه په تخت ناست پاچهی ئې کړې ده لکه چه رحمان بابا وایي :

دپالنګ اود پیړۍ حاجت ئې نشته     دیارانو نشستن د زړه په تخت دي 

د رحمان بابا  مزار به بیا جوړ شي ، د انسانیت دښمنان  به شرمېدلی پاتې وي .


ټیپ کونکی : انجنیر شیر ساپی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د رحمان بابا دیوان ، مصحح مدون او مقابله کونکی عبدالرؤف بینوا
۱۳۲۶ هـ ، ش / ۱۹۴۷ ع
د  هیواد افغانستان  ملي ویب پاڼه
http://www.hewad.com/