د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روسي رسنيو له مسعود نه سپېڅلې پرښته جوړه كړې

محمد طاهر كاڼى 12.12.2008 21:17

ټولو هېوادوالو او نړيوالو ته څرگنده ده ، كله چې په ۱۹۹۲ ز كال كې په افغانستان كې د ملگرو ملتو د سولې پروگرام پاتې راغى او په كابل كې د مسعود- رباني واكمني رامنځته شوه نو ددغې تنظيمواكۍ په څه كمه يا زياته څلور كلنه موده كې څه وير او وحشت نه وو چې د هېواد پر وگړو او د كابل په ښاريانو تېر نشو . په دغه پېر كې د قوم او ژبې په تړاو د خلكو په سرونو كې مېخونه ټكوهل ، له خلكو ژبې پرېكول ، غلا ، لوټماري ، د خلكو په ناموس تېرى ، په كابل او نورو سيمو كې ټولوژنې او د (( رقص مرده ها )) زړه بوږنوونكي جنايتونه د هغو ويرجنو او غم لړلو پېښو خونړى انځور دى چې زموږ د هېواد په تاريخ كې ښايي چې سارى ونه لري .
د هېواد په پلازمېنه كابل كې د واك وځواك پر سر د بېلابېلو جهادي تنظيمونو په تېره بيا د جميعت ، وحدت ، دوستم او ځينو نورو تنظيمي ډلو ترمنځ د خپلمنځي جگړو په بهير كې يوازې په كابل كې اويازره وگړي تباه شول چې ټوله پازه يې له نورو ټولو نه مخكې په سيده ډول د جميعت او د هغه په مشرانو تش په نامه درغلي اتل احمد شاه مسعود او رباني په غاړه ده .
زموږ د هېواد د اوسني تاريخ دغه څلوركلنه خونړۍ دوره ، چې په ټولو ځانگړتياوو سره له لومړنۍ سقاوي دورې سره پرتله كېداى شي ، د هېواد وگړي تر دې كچې د غم په تناره كېنول چې مسعود ته يې پكې د (( روباى كابل )) (( د كابل گيدړې )) لقب هم وركړ . ټول لوستونكي په دې خبر دي چې دغه لقب مسعود ته د كابل اوسېدونكو او د هېواد نورو وگړو په تېره بيا هغه مهال وركړ چې طالبان لا په چهاراسياب كې ول خو دوى وخته پرته له كوم مقاومته له كابل نه پښې سپكې او د هېواد د شمال په لور وتښتېدل . تش په نامه د پنجشېر زمري د عمل په ډگر كې وښوده چې دى نه يوازې د هېواد د لوى ناورين يوه خونړۍ څېره ده ، بلكې تر وروستي بريده ډارن ، په ځان مين ، او خپل اصلي گيدړتوب يې ټول هېواد او نړۍ ته ډاگيزه شو . دلته زما موخه د طالبانو ملاتړ نه بلكې د فاكټ يادول دي .
گيدړه هغه مكار ژوى دى چې خوراك يې نور مردارشوي ژوي او يا غلا كړي چرگان دي او هېڅ د روږديتوب او اهليتوب د قانون نه تابع كيږي . د كابل او هېواد اوسېدونكو پخپلو سترگو ددوى وحشت ، داړه ماري او ځناورتوب وليده ځكه خو يې د هغه منفي پرسوناژ لپاره ، چې بهرنيو څارگريو او كورنيو ځانپلورو څارگرو د پوكاڼۍ غوندې د مصنوعي اوڅارتيا له كاربن ډاى اكسايده ډك كړى او د پنجشېر زمري يې باله ، د (( كابل گيدړه )) لقب غوره او مناسب وگاڼه .
د مسعود په اړه د روسانو د لوړ غږ بابولالو په تېره بيا دده له مړينې نه راوروسته ټوله روسيه په سر واخيسته . روسي رسنيو دده په اړه دومره له ښندې ( مبالغې ) ډكې ليكنې خپرې كړې چې سړي ته يې په لوست او اورېدو خندا ورځي . د ساري په توگه د (( كامسامولسكايا پراودا )) ورځپاڼې د ۲۰۰۱ ز كال د نوامبر د مياشتې د ۲۱ نېټې په گڼه كې وليكل چې گواكې : (( د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تاجكستان ته د خپل سفر په ترڅ كې د مسعود له ۱۳ كلن زوى سره وكتل او هغه ته يې په يوه پاكټ كې پيسې وړاندې كړې ، خو د مسعود زوى احمد په ډېر غرور سره پيسې وانه خيستې )) ( ۱) وړاندې ليكي : (( د احمد پلار مسعود د افغانانو لپاره داسې وو لكه خداى )) ( ۲ ) .
د (( پراودا. رو )) په نامه روسي ويبپاڼې د ۲۰۰۲ ز كال د مى مياشتې د ۲۱ نېټې په يوه ليكنه كې تر دې سرليك لاندې (( مسعود او د نوبل جايزه )) ( ۳ ) يوه ليكنه خپره كړه او په دغه ليكنه كې يې له مسعود نه تر دې كچې يو لوى شخصيت جوړ كړ چې گواكې ده خو د نوبل جايزې وړتيا هم لرله او لري يې .
په تېر ۲۰۰۷ ز كال كې دوو روسي ليكوالو (( الكساندر لياخوفسكي )) او (( وياچيسلاف نېكراسوف )) د مسعود په اړه د (( سياستوال او جنگيالى ، د مسعود په ياد )) په نامه يو كتاب ليكلى او په همدغه كال كې له چاپه راوتلى دى . ما دغه كتاب نه دى لوستلى خو د هغه د مركزي پرسوناژ مسعود په اړه د تاريخي پوهنو ډاكتر (( الكسى فسېولودوويچ مالاشينكه )) د روسي ژبې ورځپاڼې (( نېزاويسيمايا گزېته )) د ۲۰۰۸ ز كال د سپټمبر د ۲۶ نېټې په گڼه كې ليكي : (( احمد شاه مسعود د اوسني افغانستان يو له ډېرو مهمو څېرو څخه دى چې څو ځله يې هڅه وكړه د خپل هېواد برخليك ته بدلون وركړي )) . ( ۴ )
روسانو خپل وفادار څارگر تر دومره مرتبې پورې لوړ كړى چې ان توبه نعوذباالله له خداى سره يې پرتله كړى دى . له دې نه نور زيات كفر ويل فكر نه كوم چې شتون ولري .
ما دلته د مسعود په اړه د روسي رسنيو ، چې له ده نه يې يو نامتو اتل ، برجسته شخصيت ، يوه سپينه او سپېڅلې پرښته جوړه كړې ، له څرگندونو نه يوازې څو بېلگې راوړي . په اصل كې خو دې رسنيو داسې يو منظم او تبيلغاتي كمپاين لا پخوا پيل كړى او ښكاري چې دده له مړينې نه راوروسته يې دې كمپاين ته نور هم زور وركړى دى . د مسعود په اړه دغه تبيلغاتي كمپاين د روسي ځانگړو چارواكو په سپارښت پيل شوى او په مصنوعي ډول د مسعود د (( شخصيت )) په برجسته كولو كې هڅې كوي له دغې تورې او كرغېړنې څېرې نه اتل جوړ كړي .
بايد وويل شي چې مسعود هغه لومړنى وگړى دى چې په ۱۹۷۵ ز كال كې يې د پاكستاني څارگرۍ په نغوته د خداى بښلي داود خان د رژيم پرضد په پنجشېر كې يو شمېر وگړي پاڅون ته راوپارول او زما په اند زموږ په هېواد كې د جگړې د اوسني ناورين يوه پيلامه هم همدغه پېښه وه .
له پخواني شوروي اتحاد او شوروي څارگرۍ سره د مسعود د پټې ملگرتيا په اړه پخپله يو شمېر هغو روسي پوځي جگپوړو جنرالانو ، چې زموږ پر هېواد باندې يې د شوروي اتحاد د يرغل په كلونو كې په افغانستان كې پوځي دندې ترسره كړې ، او يا يې هم زموږ هېواد ته رسمي سفرونه كړي ، هم اعتراف كړى او دا هم ټولو ته جوته ده چې د دوى پټې ملگرتيا د شوروي اتحاد له ړنگېدو نه راوروسته د مسعود تر مرگه ادامه لرله . له دغو شوروي جگپوړو جنرالانو څخه (( جنرال گروموف )) ، (( جنرال لياخوفسكي )) ، جنرال (( مايوروف )) ، (( جنرال گارېيف )) ، (( جنرال شېبارشين )) او ځينې نور دي چې د خپلو خاطرو د كتابونو په ځينو برخو كې يې د شوروي او مسعود ترمنځ اړېكو په اړه څرگندونې كړې دي .
مسعود په افغانستان كې د شوروي اتحاد له خوا په دې گومارل شوى وو چې د نورو جهادي مشرانو پر وړاندې ترهگريز فعاليت پرمخ بوزي او شوروي ځواكونه له دې لارې نه وكولاى شي د خپل دغه وفادار څارگر په واسطه په افغانستان كې له انگرېزي پاليسۍ (( تفرقه واچوه حكومت وكړه )) له لارې افغاني ټولنه او هېواد ټوټې كړي . نامتو امريكايي ژوناليست ، ليكوال او افغانپوه ښاغلى ريچارډسن پخپل اثر (( افغانستان خاتمه دهندۀ تسلط د هشتناك شوروي )) كې ليكي : (( احمدشاه مسعود در سنۀ ۱۹۷۹ فايق گرديد در درۀ پنجشېر يك گروه مقاومت در جميعت اسلامي افغانستان را تحت زعامت شخص خودش تاسيس نمايد . در اين دوره تجارب وى در تطبيق اعمال تروريستي به او توانايي بخشيد تا يك تعداد رهبران محلي ديگر كه ارزوى تسلط و تفوق داشتند از بين ببرد )) ۲۹ مخ .( ۵ )
كېداى شي په لسگونو داسې لاسوندونه راپيدا شي چې له شوروي څارگرۍ سره د مسعود ملگرتيا او د افغانستان پر وړاندې دده خيانت په اثبات ورسوي . مسعود چې د جميعت يو ډگري قوماندان وو ، يوازې او يوازې يې د پنجشېر په كوشنۍ دره كې واك درلود او د خپل سر له ډاره له هغې نه د باندې كورټ نه ووت . دا به څه ډول عقل وي چې دغسې يو ډارن ، وژونكى او هېواد پلور د اتل په نامه ومني . دا چې مسعود د روسانو لپاره يو برجسته شخصيت ، نوميالى اتل او د دوى وفادار ملگرى دى وي به ، خو افغان ولس او د افغانستان تاريخ خپل قضاوت لري . افغانان دې ته هېڅ كومه اړيزه نه لري چې د خپل هېواد دښمنان او يا اتلان يې نور بهرني هېوادونه وروپېژني . افغانان خپل اتلان او خاينان پخپله ښه پېژني .
په مسعود مين روسي سياستوال ، رسنۍ او ليكوال دې خپل جنرال (( كالوگين )) په ياد راولي . لكه څرنگه چې د شوروي څارگرۍ پخوانى جنرال (( كالوگين )) ، چې په نوييمو كلونو كې يې د امريكا متحده ايالاتو ته پناه يووړه او ويل كيږي چې د كې .جې . بې ځينې پټې خبرې او لاسوندونه يې سي . اى . اې ته وسپارل او اوس يې روسان د خاين په نامه يادوي ، هماغسې مسعود د افغانستان او ددغه هېواد د تاريخ لپاره يو خاين وگړي وو ، دى او وي به . جنرال (( كالوگين )) د امريكا ملگرى ، خو د روسيې لپاره خاين بلل كيږي . مسعود د روسيې ملگرى خو د افغانستان لپاره خاين دى . هېڅ يو روسى وگړى ، رسنۍ او يا چارواكى دا حق نه لري چې د افغان وگړو او افغان تاريخ پرځاى قضاوت وكړي . مسعود دې د افغانانو لپاره نه خداى گڼي او نه دې هم سپېڅلې پرښته ترې جوړوي .
د مسعود كورنۍ چې داسې مالوميږي ان د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د تاجكستان پلازمېنې دوشنبې ته كوچېدلې او ښايي چې اوسمهال هم هماغلته وي . د مسعود زوى ، چې د پورتنۍ يادې شوې (( كامسامولسكايا پراودا )) ور ځپاڼې د خبر له مخې ، په ۲۰۰۱ ز كال كې يې عمر ۱۳ كاله وو ( كه چيرې رښتيا هم له ده نه داسې كوم زوى پاتې وي ) اوس به يې عمر د ۲۰ كالو په شاوخوا كې وي . ددې لپاره چې روسان وكولاى شي په راتلونكي كې په افغانستان كې د مسعود په څېر يو بل وفادار ملگرى ولري ، دا احمتال شته چې اوسمهال دوى د مسعود دغه زوى تر سيده روزنې لاندې نيولي وي .
زما په اند د مسعود په اړه د افغانستان د تاريخ حكم به تر ټولو ډېر معتبر او كره لاسوند وي چې داسې پكې راغلي دي : (( مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی ، هغه د پرديو يو غلام وو او غلامان هيڅکله هم نه دي اتلان شوي . هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم وو . )) ( ۶ )


اخځونه
۱ . د (( كامسامولسكايا پراودا )) ورځپاڼه ، د ۲۰۰۱ ز كال د نوامبر د مياشتې د ۲۱ نېټې گڼه . ( برېښنايي بڼه )
۲ . همدغه ورځپاڼه ، د همدغې نېټې گڼه .
۳ . د (( پراودا . رو )) ويبپاڼه ، د ۲۰۰۲ ز كال د مى د مياشتې ۲۱ نېټه .
۴ . د (( نېزاويسيمايا گازېته )) ، د ۲۰۰۸ ز كال د سپټمبر ۲۶ نېټې گڼه . ( برېښنايي بڼه )
۵ . بروس ريچارډسن ، افغانستان خاتمه دهندۀ تسلط دهشتناك شوروي ، د دكتور سيد خليل الله هاشميان ژباړه ، د ۱۹۹۶ ز كال چاپ ، ۲۹ مخ .
۶ . د مسعود په اړه د افغانستان د تاريخ حكم ، اسدالله جلال ، كابل ، د ۱۳۸۳ ل كال د سنبلې ۱۹ ، د ۲۰۰۴ ز كال د سپټمبر ۹ . (( بېنوا )) ويبپاڼه .