د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوكتور شاه زار لېوال په مړينه د خواشينۍ پيغام

محمد طاهر كاڼى 26.03.2008 01:03
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر واخيست چې د هېواد تكړه ټولنيز ، پوهنيز او سياسي شخصيت ، د كابل پوليتخنيك انستيتوت پخوانى استاد او د قومونو او قبايلو چارو وزارت پخوانى مرستيال وزير دوكتور شاه زار لېوال له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې كړې. انالله وانا اليه راجعون.
موږ د خداى بښلي شاه زار لېوال مړينه د هېواد پوهنيزو ، ټولنيزو او هېوادپالو كړيو لپاره يوه نه جبرانېدونكې ضايعه او د دوى د مړينې په وير كې ځانونه شريك بولو. موږ د دوى درنې كورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او ملګرو ته د زړه صبر ، تسكين او ارواښاد ته د لوى څښتن تعالى په دربار كې د جنتونو غوښتونكى يو .
د ماسكو راډيو د افغانستان د څانګې كاركوونكي : دوكتور شاه محمود نېك ، دوكتور عبدالعليم ميرازى ، محمد طاهر كاڼى ، علاوالدين پويه ګر ، مهوش پويه ګر او خالده زيارمل.