د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه جنا يت چې اسلام او انسا نيت پرې شر ميږي

حميد 14.11.2008 13:58

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په ډيرې خو ا شينۍ سره مې د افغا ني و يب پا ڼو نه دغه خبر تر لا سه کړ چې نن چها ر شنبه د کند هار ولا يت د نازو د ليسې پر يو شمير ښځينه زده کو ونکو با ندې چې شمير يې پنځلسو تنو ته ر سيده تيزاب شيندل شوي دي چې د ځينو رو غتيا يي حا لت ډير نا زک ښو دل شوی دی٠

زه ددغه د شر مه ډک عمل د اسلا م د سپيڅلي دين د اسا ساتو او ا فغا ني ننګ او غيرت سره په بشپړه تو ګه مغا ير بو لم او ددغه شر مناک عمل تر سره کوونکو ته وايم چې تا سو په ر ښتيا هم چې ځناور يا ست، ځکه انسان او هر هغه څوک چې په خپل سر کې لږ شا نتې مغز و لري ، هغه د غسې نا ولی عمل نه تر سره کوي٠ نو ای ځنا ور صفته انسا نه! لږ فکر وکړه چې تا د غه نا ولی عمل ولې تر سره کړ٠ ستا په سر کې که لږ شا نته عقل وای نو دا کار به دې نه و کړی٠ ايا ستا مير من،ستا مور ،ستا خور ،ستا لور او بل ښځينه خپلوانه ښځينه ډاکټرانو، نر سا نو ته نه محتا جيږي ،ايا د غه نجونو نه چې تا پرې تيزاب و شيندل سبا به ستا په ښار،کلي او کو څه کې ډا کتر انې او نر سا نې نه وای او ستا د مير منې، لور ،خور او مور تداوي به يې نه کو لای، خو تا جا هل له دې کبله چې په سر کې دې ما غزه نه وو دوی دې له دې ټو لو شيا نو محروم کړل٠ اوس پوه شوم چې ته د خپلې مير منې، خور ،مور او لور له پاره د ښځينه ډا کټرانو او نر سا نو پر ځای نا رينه ډاکټرا نو او نر سا نو ته تر جيح ورکوي، نو ځکه دې د غه بې غير ته عمل تر سره کړ٠

د اسلام مبارک او سپيڅلي دين علم پر هر نا رينه او ښځينه با ندې فر ض کړی، خو ته د پاک خدای د کتاب نه بې خبره او جا هل د ا کا ر د ځان له پاره ثواب بو لې او پرې وياړې٠ که بل چا لمسولی يې نو هغه ولې په خپل ملک کې دا کا ر نه کوي٠ زه په دې په بشپړه تو ګه با ور لر م هر چا چې ددې نا ولي عمل د تر سره کو لو له پاره لمسولی يې، د هغه زامن او لو ڼې په بهر نيو هيوا دو نو کې زده کړې کوي او په تا جا هل او لنډ غر با ندې خپل وطن ور ا نوي، کله در با ندې د خپل وطن ښو و نځي سو ځي، کله در با ند ې ښو ونکي وژني او کله هم تا په بل ډول نا وړو کا رو نو ته هڅوي او د بيزو په څير يې در کې پړی ا چو لی او ګډوي دې او ته جا هل او له ځان او جها نه بې خبره ددوی امر ونه پر ځا ی کوي٠

ای جا هل او ځنا ور صفته انسا نه! اسلا ميت، افغا نيت او بشر يت ستا په دې ذليل او نا وړه کار شر ميږي او ستا نه کر که کوي٠ با ور وکړه کله مې چې دغه خو ا شينونکی خبر ولو ست نو ډير مې طبيعيت خر اب شو، سمد لا سه مې پاک قر ان ر اوا خيست او خدای ته په زا ريو شوم چې خد ايه پا که ددغه سپيڅلي کلام په بر کت ددغه ننګين عمل عا ملين په خپل قهر او غضب ا خته کړې٠ امين يا رب ا لعا لمين