د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طا لبا نو ته يو څو سپينې خبرې

حميد 25.10.2008 17:57

په ډيرې خو ا شينۍ سره خبر شوو چې ز موږ ٣٠ تنه بيګناه لغماني هيوادوال چې د غر يبۍ او مز د ورۍ له پاره ايران ته تلل د طا لبا نو د يوې سخت زړې او بې ر حمه ډلې منګو لو ته په لاس ور غلل او دغو بې رحمه ليو انو پر ته له دې چې کوم سو چ يې کړی وي دوی په شها دت ور سول٠

ايا مسلما ني همدا سي وي چې تا سو يې کوئ٠ ستا سو کو م کارونه د محمدي غرا شر يعت سره مطا بقت او يو والی لري ٠ همدا تا سو يا ست چې بې ګناه خلک ځو روئ، ښوونځيو ته اور ا چوئ، ځا نمر ګي بر يدونه کوئ چې په هغې کې هم زيا تره بې ګناه خلک وژل کيږي٠ بې له هغه هم د افغا نستان خلک د فقر ،لوږې او بد مر غۍ له لاسه له دې ژونده په خپل مرګ خو شا له دي٠

تا سو خو يوه لحظه سر په ګر يوان کې ښکته کړئ چې ايا په دې ډول اخلا قو به د خلکو زړه لاس ته را وستی شئ نه هر ګز نه٠ تا سو د خپل و اکمنۍ په و خت کې څه خلکو ته په ار مغا ن ور کړي دي چې خلک اوس در ته طمعه ولري٠ تا سو هما غه خلک يا ست چې د علم دروازې مو د نجو نو پر مخ بندې کړې،د ښځو نه موچې ميړونه او زامن يې د جهاد په وخت کې شهيدان شوي وو او بل څوک نه وو چې نفقه ور ته بر ابره کړي له کا ر نه منعه کړې٠ ستا سو د امر با لمعروف ادارې خلک چې پخپله د اسلام د مبا رک دين له سپيڅلو اسا سا تو نه بيخبره وو په و حشيانه ډول په با زا رو نو کې ګر ځيدل او مترو کې او قمچيني په لاس ښځې او نا ر ينه به يې ډبول او سپکول٠ موږ خو هيڅ کله هم دا نه دې او ريدلي چې د ګران پيغمبر او يا د مبارکو صحا به وو په وخت کې ور ته عمل تر سره شوی وي٠ همدا تا سو وئ چې د خلکو د تخر ګو نو او د شر م دځای ويښتان به مو اندزه کول٠ تا سو په افغا نستان کې د يوه نسل د علم مخ نيوونکي ياست چې د بيسو ادۍمسئو ليت يې ستا سو په غاړه دی٠

همدا تا سو وئ چې دبا ميانو مجسمه چې د پيړ يو را هيسي و لاړه وه،نه ورته چا عبا دت کا وه او نه هم چا لما نځله په تو پو ويشته او په دې تو ګه مو ځا نته نړ يو اله بد نا مي حا صله کړه٠ ستا دو حشيا نه عملو نو نه دا خليانو او خا ر جيانو فلمو نه جوړ کړل چې تر او سه د هر فلم په ليد لو سره د د نيا خلک په تا سو ملنډې وهي او خا ندې او تا سو ته د يو ويشتمې پيړۍ د و حشيا نو خطاب کوي٠ همدا تا سو وئ چې دنړ يوال تروريزم او تر هګرۍ ملګري شوئ٠ همدا ستا سو ر ژيم و چې يوازي ٣ هيوادونو هغه په رسميت پيژ انده او د نړۍ نورو هيو ا دو نو که هغه اسلا مي و و او که غير اسلا مي ستا سو داعما لو نه يې کر که کوله او هيڅ راز د يپلو ما تيکې اړ يکې يې ستا سره نه در لودل٠

اوس چې بيا د قدرت د راتلو خيالي خو بو نه وينئ لږ په سد شئ ،عقل مو سر ته راولئ چې څه کوئ٠ ولې خپل اولس او خلک وژنئ٠ ولې خپل هيواد ورانوئ٠ تر څو پورې به د تورو پنجا بيانو او ای اس ای غلامي کوئ٠ ستا سو دغه وروستی کر غيړن او زړه بو ګنونکی عمل ستا سو په مقا بل کې د خلکو نفرت نور هم زيات کړ٠ که عر بان په افغا نستان کې د جهاد سره دو مره مينه لري نو ولې دلته راځي فلسطين ته دې لاړ شي او هغوی دې د اسر ا ئيلو د ظلمو نو نه وژغوري، که چيچنيان زموږ وطن ور انوي لاړ دي شي دروس نه دې خپل هيواد ازاد کړي، که د از بکستان از بکان ز موږ هيوا ورا نوي نو لاړ دې شي ازبکستان ته او د کمو نيست اسلام کر يموف ر ژيم دې را نسکور کړي چې ٥٠٠٠٠تنه بيګناه از بيکان يې په جيلو نو کې اچولي دي، که ايغوران را ته دلته جها دکوي نو چين ته دې ولاړشي او کا شغر او شينجيان دې د چينا يې کمو نستا نو له ظلمو نو نه وژ غوري.

نو بس کړه ای د دنيا نه بې خبر طالبه دا بې عقله لو بې دې بس کړه٠ نور پر ېږده چې دا خلک ژ وند وکړي٠تر

څو پورې به خلک په يوه او بل نا مه وژنې٠ لږ دنيا ته وګوره چې په کو م ځای کې ژ وند کوي او ته پر ته له دې چې و طن دې وران کړې بل څه نه کوي٠ که فر ضا دا سبا کا ميا به هم شي ستاسو رژيم به د ځمکې پر مخ يو منزوي ر ژيم وي، نه به مو څو ک په رسميت پيژني او نه به در سره همکاري کوي ، بيله هغه هم دا سي پيا وړی اقتصاد نه لري چې وطن پرې ودا ن کړې، نو ته خو ضرور با يد له نورو هيو ادونو نه مر سته و غواړې او که عملو نه دې همد اسي وي نو څوک اقتصا دي کمک هم در سره نه کوي ٠ نوبهتره به داوي چې په سد شئ او عقل مو په کا ر وا چوئ٠ دغه دير ش تنه لغماني هيوادوال مو چې نن شهيدان کړل دوی ميندې، وروڼه،خويندي، پلرو نه او خپل او خپلوان در لودل ٠ په يوه څپيړه سل مخه خو ږيږي تا سو دغه ټول ځا نته دښمنان کړل٠ که بالفر ض دغه کسان ستا سو زا من وای او بل چا ور سره داسي کړي وای نو څه به مو ورسر ه کول٠ په پای کې د الهي کلام دغه مبارک ايات تکر اروم\\\" چې هر هغه څوک چې په عمدي او قصدي ډول بل مسلمان و ژني ځا ی يې جهنم دی\\\"