د شمال غوره فرهنګيال د سروزرو په مډال ونازول شو
26.10.2008 14:52له شمال څخه د خپرېدونكو لومړنيو پښتو خپرونو (پرخه او پسرلى) مرستيال مجيب الرحمن لحاظ ته د افغان كلتوري ټولنو لخوا د شمال د غوره فرهنګيال په توګه دغازي عجب خان اپريدي په نوم د سروزرو مډال وركړل شو.
نوموړي ته دغه مډال په مزارشريف كې د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) سيمينار په ترڅ كې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د غوره فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په وياړ د لا هڅونې په موخه ډالۍ شو.
مجيب الرحمن لحاظ له نن څخه څلور كاله مخكې له لغمان څخه بلخ ته د لوړو زده كړو د ترسره كولو په موخه راغلى و چې په مزارشريف كې د خپل فرهنګ سره د مينې له امله د شمال د ادبي او ټولنيز خوځښت يوه برخه شوه.
نوموړى په بلخ كې د همدې خوځښت له ځوانانو سره په ګډه سړې او تودې وګاللې او وتوانېدل چې د هېواد لومړۍ پښتو خپرونې پرخه اوپسرلى تر دې ژوندى وساتي.
لحاظ صيب د مومند بابا ادبي بهير له سر لارو څخه يو دى چې په مزارشريف كې اوونيزې ادبي ناستې د همده په ګډون په دوه درې كسانو پيل شوې وې او اوس مهال يې شمېر له نېكه مرغه نږدې شپيته اويا كسانو ته رسېدلى دى.
نوموړى په بلخ كې شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې له غړو څخه يو دى چې په د همدې جرګې په فرهنګي څانګه كې كار كوي.
د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په درېيمه ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار چې د هېواد د ځينو نامتو ليكوالو او څيېړونكو سربېره پكې په سلګونو مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، جوړ شوى و.
د همدې سمينار په اوږدو كې د لرغونپوهنې په اړه د غوره خدمتونو په وياړ د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا ښاغلي استاد رسول باوري ته د احمد علي كهزاد په نوم د سروزرو مډال ډالۍ شو.
دغه سيمنار چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړ شوى و، د هېواد بېلا بېلو ولايتونو لسګونو نامتو ليكوالو او څيړونكو، استاد حبيب الله رفېع، استاد محمد اصف صميم، استاد برزين مهر، استاد رسول باوري او ... د بلخ په افغاني مدنيت باندې رڼا واچوله.