په بلخ كې،((سپوږميه! كړنګ وهه راخېژه)) مشاعره
26.10.2008 14:43د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په دويمه د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار په وياړ سپوږميه كړنګ وهه راخېژه – مشاعره وشوه چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه په سلګونو شاعرانو د ادب نامتو استادانو او د ادب مينه والو سربېره پكې يو شمېر دولتي چارواكو برخه اخيستې وه.
دغه مشاعره چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړه شوې وه، د سمپالښت چارې يې د مومند بابا ادبي بهير ځوانانو سرته رسولې.
مشاعره ماښام پيل او تر نيمې شپې پورې د د شاعرانو په شعرونو رڼه وه چې په اوږدو كې يې ځوانانو څو څو ځله د اتڼ ډول ته څڼې او دسمالونه تاو كړل چې د ګډونكونكو لخوا خورا بدرګه شول.
په دغه مشاعره كې د بلخ اړوند ولسواليو سربېره د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو، بغلان، كندوز، كابل، جوزجان، سمنګان او ... شاعرانو خپل شعرونه واورول.
په شمال كې د څو كلونو ادبي او فرهنګي هڅو څخه وروسته دا دويم ځل و چې د پښتنو ځوانانو پر مټ د هېواد په كچه داسې ستره مشاعره جوړېږي.
په لومړي ځل، د روان كال په پيل كې د افغان كلتوري ټولنو جرګې په مرسته د پسرلى ادبي او كلتوري ټولنې لخوا په كندوز كې د ريدي ګل په نوم دويديزه كلنۍ مشاعره تر سره شوه چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه پكې په سلګونو شاعرانو او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه.
پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه د كندوز ميشتو ځوانانو په زيار او هڅو له نن څخه درې څلور كاله مخكې په د دغه ولايت په مركز كې منځ ته راغله، چې د په هېواد كې د ادب او فرهنګ د لاپياوړتيا لپاره كار كوي.
((سپوږميه! كړنګ وهه راخېژه)) مشاعره د همدې لړۍ دويمه كړۍ وه چې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا د افغان كلتوري ټولنو جرګې په هر اړخيزو مرستو د د بلخ ولايت په مركز مزاشريف كې د سلګونو شاعرانو په ګډون چې شمېر يې نږدې پنځه سوو تنو ته رسېد، د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) سيمنار په وياړ تر سره شوه.
افغان كلتوري ټولنو جرګه له تېرو درې كلونو را په دې خوا په هېواد كې د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په برخه كې كار كوي او همداراز دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه له تېرو څلورو كلونو را په دې خوا د هېواد په شمال كې يو شمېر ټولنيز او فرهنګي هڅې كوي.
د شمال ټول ولس د افغان كلتوري ټولنو جرګې څخه د زړه له كومې مننه او كور ودانى ورته وايي چې له دوى سره يې د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په برخه كې هر اړخيزې مرستې وكړې.