د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن-اووم کښت

پوهنمل محمود نظری 07.10.2008 20:46

سلطان محمود غزنوي د تلخک پر زنګانه سر ایښی وو او د هغه څخه يې وپوښتل:
ته ديوثان(د بدې(زانیه )ښځې د میړه) څه کیږې ؟
هغه سمدستي ځواب ورکړ:
بالښت!


***
سعدي وايي :هغه شپه مې نه هیریږی چې نا ببره ښکلی معشوقه مې له وره راننوته له ډیري خوشالۍ داسې بې خوده له ځایه پورته شوم چې لستوڼي مې شمع مړه کړه
سرى طیف من یجلو بطلعته الدجى
شگفت آمد از بختم که این دولت از کجا
« ماچې ویل خوب وینم چې زما د دنیاګۍ رڼا راغله هېښ پاته شوم چې دا شته له کومه خوا راغله»
هغه کښیناسته او په شخړې، غوسې او ګیلې يې ویل : زما په لیدو دي ولې رڼا مړه کړه؟!
ما ورته وویل: په دو ه دلیله مې شمع مړه کړه :
یو دا چې ما فکر وکړ چې لمر راوخوت اوبل دا بیت
چون گرانی به پیش شمع آید
خیزش اندر میان جمع بکش
«چې د بد مخې څنګ ته شمع راشی پورته شه هغه مړه کړه»

***

پاچا د یو بندي د وژلو امر وکړ. هغه، چې له ژونده نااومیدشو نو د زړه له درده يې پاچا ته ښکنځل وکړه
وقت ضرورت چو نماند گریز
دست بگیرد سر شمشیر تیز
اذا یئسَ الانسانُ طالَ لِسانُهُ
کَسنّورِ مغلوب یَصولُ عَلی الکلبِ
که د اړتیا په وخت کې تېښته ناممکنه شی لاس د تیرې تورې مخه نیسي
د ناامیده ژبه اوږدیږی، پشی چې ماته شي پر سپي برید کوي»

پاچا وپوښتل :هغه څه وایي؟
یو وزیر وویل :هغه وایي :
خدای (ج) وایي:
: وَ الْکاظِمینَ الغَیْظَ وَ الْعافِینَ عَنِ النّاسِ
دی آیت شریف دپاچا زړه نرم کړ او هغه يې وبښئ.
بل وزیر وویل :هغه تا ته ښکنځل وکړه .
پاچا ورته وویل: د هغه درواغ مې ستا له رښتیا نه خوښ شوه.
هر که شاه آن کند که او گو ید
حیف باشد ګر جز نکو گو ید
«هرڅه چې هغه وایي پاچا هغه کوي ،دا به ظلم وي چې څوک بېله ښو څه ووایي»
***

د ملک یو زوی ټیټه ونه لرله او نور وړونه يې لوړ او ډنګ ځوانان وه پلار يې هغه ته په ټیټ نظر کاته هغه پلار ته وویل:
اې پلاره! پوه ټیټ تر جګ احمق ښه دی
له لوی مردارپيل(فیل) څخه کوشنی حلال پسه ښه دی

آن شنیدی که لاغری دانا
گفت باری به ابلهی فربه
اسب تازی و گر ضعیف بود
همچنان از طویله خر به
«اوریدلي دي دي چې پوه ډنګر چاغ ناپوه ته ویل
عربي آس که څه هم خوار وي بیا هم د غوجلې له خره ښه دی
پلار يې وخندل او په خپله ګناه پوه شو»
وايې په هغه ملک کې جنګ پيل شو لومړې سړِِي چې د جنګ میدان ته دانګل هغه همدا ټیټ ځوان وو ډیردوښمنان یې مړه کړل بیا پلا ر ته راغلی او ویي ویل:
ای که شخص منت حقیر نمود
تا درشتی هنر نپنداری
اسب لاغر میان به کار آید
روز میدان نه گاو پرواری
«افسوس خلک ښه خوار ګڼی تر هغه چې یې هنر ونه ویني
دجنګ په میدان کې نرۍ ملآاس د پنډې غو ا ښه دی»
داچې ددښمن لښکر ډیر ووهغه ناری کړل:
اې سپاهیانو! یا جنګ وکړئ یا پوړنې په سر کړئ
هغوی يې وهڅول؛دوښمن ماته وخوړل او پلار يې هغه خپل ولیعهد وټاکۍ
وړونو یې هغه ته زهر ورکول خو خور یې هغوی ولیدل او هغه يې خبر کړ هغه وویل:
د ناممکنه دی هنرمندان مړه شی او بې هنره د هغو ځای ونیسي

کس نیاید به زیر سایه بوم
ور همای از جهان شو دمعدوم
«چې په نړۍ کې هما( مرغی) وي څوک د کونګ (بوم) تر سیور ي لاندې نه کښیني»

پلار يې نور زامن راوغوښتل هغو ته يې جزا ورکړه او هم ددی لپاره چې دا فتنه ورکه شی هغوی يې د یوې یوې سیمې حکمرانان وټاکل

څوګدایان پر یو ټغر ویدېدای شی خو دوه پاچاهان په یو ملک کې نه ځايږي.

***


دضحاک پاچا څخه دهغه وزیر وپوښتل:
فریدون چې خز انه، ملک او دبډبه نه لرل څرنګه پاچا شو؟
هغه ورته وویل: خلکو پاچا کړ
وزیر ورته وویل: چې خلک څوک پاچا کولي شي نو ته ولې خلک ځوروئ مګر پاچاهی نه کوئ!؟
پاچا وویل: خلک څرنګه راټولیږی؟
هغه ورته وویل: پاچا باید کرم ولري، چې خلک په راټول شی او رحمت ولري، چې خلک يې د سیوري لاندی په امن کې ژوند وکړي. هغه چې ته دواړه نه لرې!
نکند جور پیشه سلطانی
که نیاید ز گرگ چوپانی
پادشاهی که طرح ظلم افکند
پای دیوار ملک خویش بکند
«پاچا باید ظالېم نه وي ځکه شرمښ شپون کیدای نشي .ظلم د پاچاهی تاداو نړوي»
پاچا دا خبرها خوښه نه شوه نو وزیر یې بندی کړ ډیر عمر لا نه وو تیر شوی، چې د پاچا تربورانو بغاوت وکړ ولس چې د پاچا له ظلم څخه پزې ته رسیدلي وه د هغو سره یو ځای او پاچاهي یې ونیوله
پادشاهی کو روا دارد ستم بر زیر دست
دوستدارش روز سختی دشمن زور آورست
با رعیت صلح کن وز جنگ خصم ایمن نشین
زان که شاهنشاه عادل را رعیت لشکرست
«هغه پاچا چې پر ولس ستم کوی په سخته ورځ یې دوست زورور دوښمن وي. د ولس سره سوله وکړه چې د دوښمنه په امان اوسې ځکه د عادل پاچا ولس لښکر دی»
***

یو پاچا چې ټوله شپه يې په عیش او عشرت تیره کړی وه سهار يې ویل:

ما را به جهان خوش تر از این یک دم نیست
کز نیک و بد اندیشه و از کس غم نیست
«له دې ګړی بل ښه ګړی نشته چې د بدو اوښو ویره ا ود چاغم نه لرم»

یو فقر چې بهر په سړه هوا کې پروت وو د هغه په ځواب کې وویل:

ای آنکه به اقبال تو در عالم نیست
گیرم که غمت نیست، غم ما هم نیست
«داچی ستا بل بختور په نړۍ کې نشته دابه و منم چی غم نه لرې زموږ هم غم نشته»

د پاچا دا ځواب خوښ شو د زرو دینارو چرمی کڅوڼه يې واخیستل له کړکۍ يې هغه ته ږغ کړل:
لمن دی ونیسّ!
هغه ورته وویل: چې کالي نه لرم لمن د کومه کړم
پاچا د یو جوړه کالو سره زر دیناره هغه ته واستول

هغه ددې پیسو لګولو وروسته بیا پاچا ته راغی
قرار بر کف آزادگان نگیرد مال
نه صبر در دل عاشق نه آب درغربال
«د ازادګانو په لاس کې مال، د عاشق په زره صبر، لکه په غربیل کې اوبه نه دریږي»
پاچا مخ ځینې واړوی.:
حرامش بود نعمت پادشاه
که هنگام فرصت ندارد نگاه
مجال سخن تا نبینی ز پیش
به بیهوده گفتن مبر قدر خویش
« د پاچا نعمت دی پر هغه حرام وی چې د فرصت په وخت کې نه شرمیږی چې د خبرو اجازه نه وی په بیځایه خبرو خپل قدر مه لږوه»

پاچا ورته وویل: ای بیحیا او لوی خرڅه په دا څو ورځو دی دا دومره پیسې خرڅي کړې دا بیت المال د مسکینانو دی نه د اصرافکونکو

ابلهی کور روز روشن شمع کافوری نهد
زود بینی کش به شب روغن نباشد در چراغ
«ساده ړانده په سپينه ورځ کافوری شمع لګوي سږمې کش که دشپې به په چراغ کې تیل نه وي »
یو وزیر پاچا ته وویل: داسو کسانو ته باید د هغو د کفایت د اندازې زیاتي پیسې ورنه کړل شي او دا هم تا ته ښه نه ده چې هغه له خپله دره ناامیده کړې.
بروی خود در طماع باز نتوان کرد
چو باز شد به درشتی فراز نتوا ن کرد
کس نبیند که تشنگان حجاز
به سر آب شور گرد آیند
هر کجا چشمه ای بود شیرین
مردم و مرغ و مور گر دآیند
«د طمعی ور مه خلاصوه که خلاص شو په بدی یې مه تړه
چا لیدلي نه دي چې د حجاز تږي په تروو اوبو را غونډ شي
د خوږو اوبو په چینه خلک، مرغان او میږیان راټویږی»
***


یو درواغجن د حجاز د قابلی سره له حج څخه راغی او یوه بولله یې پاچا ته وړاندی کړه او هغه ته يې ویل:
دا ما لیکلی ده.
پاچا هغه ته ډیر بخشش ورکړ
یو ندیم پاچا ته وویل:
ما هغه په لوی اختر کې په بصره کې ولید هغه حاجي نه دی.
بل ویل: زه هغه پيژنم د هغه پلار نصراني وو
اوبل د هغه شعر د انوري په دیوان کې پيدا کړ.
پاچا امر وکړ چې هغه ووهي چې ولې یې دا درواغ ویلی دی
هغه وویل:
ای د مځکې خدایه! زه یوه خبره رښتیا درته کوم که درواغ وه بیا هرڅه سزا چې را کوې رايې کړه.
پاچا ورته وویل : ووایه
هغه وویل: کفګیر
پاچا وخندل اوويې ویل: هغه په خپل عمر کې بل داسې رښتیا خبره نه ده ویلې اوویي ویل:
هغه ته یې ټول شیان ورکړی او په خوشالی يې رخصت کړی

اخځلیکونه
۱-ګلستان ، سعدی باب پنجم
۲-ویکی ګفتګو وب
andishaenau.com ۳-
sarapoem.persiangig,com ۴-