د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګل پاچا الفت ترخه طنزونه

پوهنمل محمود نظری 28.10.2008 16:43

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چې په (۱۲۸۸ هجري ش). كال، دافغانستان د لغمان ولايت كې زيږېدلى دى. الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړل، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحوی، فقې، منطق، فلسفې، احاديثو او تفسير ونوكتابونه ولوستل
الفت صاحب د ملي شورا په اوومه ، اتمه او دولسمه دورو كې د د خلکو استازی وو.
که الفت ولاړ یوازی په میدان دی
بیکسی ده هسی نه چې ناکسی ده

د الفت صاحب د نظم، نثر تالیفات او ژباړې پنځويشت كتابونو ته رسيږي.
هغه په كال( ۱۳۳۰ هجري ش.) كې د ولس ملي جريده تاسيس کړه اود ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندوو
هغه په کال (۱۳۵۶) د (۶۷) عمر وفات شوی دی.
د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم
که د تورو ګذارونه دم په دم خورم
دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو
د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

ارواښاد استاد گل پاچا ((الفت)) زموږ دهيواد دپښتو ادب دپنځو ستورو له جملې څخه يو ځلانده او تل پاته ستوری دی .

پســـــــرلــــــــی یــــــا دبـــــــــورا یـــــــــا دبلبــــل دی
اوښـــــــان کله کــــــــړي دځوز او ګل فـــــــرقــــــونه
دړنــــــدو کڼو بهــــــار څــــــــــه بهـــــــــار نـــــــه دی
اوس پــــکار دي بینا سترګې زور غـــــــوږونـــــــه
طنز له محتوا او ددید د زاویې له مخي په دوو برخو ویشل کیږی یو سپین یا خواږ ه طنزونه دي، چې د خندا او ملنډو اړخ يې دروند اوچاغ وي او بل تور یا ترخه طنزونه دي چې د نیوکو اړخ یې تر ملنډو دروند او غوښن وي
وژل یوازی د تیغ کار نه دی
مارهم قاتل دی خو خونخوار نه دی
چې بشری کرامتونه وژنی
هغه ګڼلی چا خونکار نه دی
د الفت صاحب شعرونه لږ خواږه او ډیر دترخو طنزونو توکې لري، چې بېله کومې ویرې سیا سي، ټولنیزو بدو کړو ته ګوته نیولې اوهغه یې رسوا کړی اوله هغه نه یې کرکه ښوولې ده
هغه په ظاهر کې چوپ دی شعرونه يې ساده او روان دي خو په شعرونه کې يې سکروټې پرتې دي لکه پر انګار چې ایرې پرتې وي او په پو کولو سره سره غورځکه ترې پورته کیږی چې د کږو خلکو ږیرې ا و مخونه سوځي
هغه له ډول ډول غلامیو څخه پرده پورته کوي او وايي دا ټوله یو دی یوازې يې وخت او زمان یې نوم بدل کړی دی او بیا د بیان د آزادي ګټو ته ګوته نیسي اوولس د هغه په ارزښت پوهوي
زه پټی سترګی نه يمه په هرڅه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندی ماجهان ليدل دی
له دامه که دی خلاص کړم په قفس کښی دی ايسار کړم
صياده ؟ ماخو څو رنګه زندان ليدلی دی
عمل چی وی ازاد او انتقاد په کی بندی وی
ماهلته د ظلمو نو سخت طوفان ليدلی دی
که هريورانه وژنی خيال او فکر مومه وژنه
په دی کی می وطن ته لوی تاوان ليدلی دی

تور یا تریخ طنز لکه د جراحي چاړه تیزه او پاکه ده اولکه د واښو شیره ترخه ده چې یوازې د نا علاجو ناروغیو لپاره په کاریږی چې په عادی وخت کې هیڅ څوک په خپله خوښه عملیاتو ته زړه نه ښه کوي او ترخه شربت نه خوري
دغنا د تن جامه که مفلسی ده
د تقوای لباس کښې پته ابلیسی ده
الفت صاحب د ټولنیزو بدو پدیدو لکه درواغ، ریا، تظاهر، بدبیني، بدخویي، ظلم،خیانت، بد اخلاقي، او لسګونو نورو بدو پدیدو پلټنه کوي او تر ټولو په خطرناکه او ځورونکي يې برید کوي او جنګ ورسره پیلوی هغه د دوکې یاغي، د ریا یاغی، د مکاري یاغی دی
تملق په اخلاقی بڼه کښې وینم
اوس يې نوم قدردانی حق شناسی ده
هغه د طنز جوړولو اوزارو لکه لڅونې ، د راز سپړلو غندلو،ملامتولو، کم ښوولو، او ملنډو څخه ښه کار اخلي او د ترخه لحن په ګذار بد کوونکو ته جتکه ورکوي او ټولنه پرې خبروي .
خدای دې نه کا علم و پوهه دومره خـــــــواره
چې نا پوهه بډای کیــږدي ورتــــــه غـــــــاړه
پــــــه مـــــدحــــه په ستایلو په بوټونـــو پاکــــولــــو
داخــــلق نن سبا په ولا شــــــان لــــــوبـــــې کــــــوي
شپانه غرو کې وي ښارو کې قصا بان وي
هلته نه وي بند او قید دلتـــه زنـــــدان وي
رښتیــــا رښتــــیـا به وایــم زه که هر څه پيښ شــي راتــــه
اخر بــــه کړم دټـــولـــو خلـــکو درتــه پــــام غـــــونـــــدې
څـــه چــــې مرغان وو ټول ازاد شوه قفسونه شـــوه مــات
ستـــا ببـــر سر او څڼې ښـــکاري راتـــــه دام غـــــونـــــدې
دپڼو غــــل خلـکو دمخه کـړ چـــــې غـــــلا ونــــــکــــــړي
اودس ئې نه ؤ پـــــه لمـانځه کې شو امــــام غــــــونـــــدې

هغه په خپلو شعرونوکې داسې حقایق بیانوی او ولس ورته ځیر وي چې مخکې چا ورته پام نه وو یا يې له ویرې نه شوای ویلای
خو هغه بېله ویرې هرڅه پر ځان منلې سر يې په لاس کې نیولی د ظالېمانو، ریاکارو د جنګ دې جبعې ته ډانګي ځکه هغه ډاډه وو چې بېله دی جنګه بل لار نشته که دا د ټولنې کاږه سم نشي د ټولنې چمن به سمسور او هیواد به ګل او ګلزارنشي
له همدې کبله د الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، ټولنیزي او سياسي نیوکې دي چې د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په پار یې ویلي دي .
یو بیکاره او ناکاره به کاردار کړی
یو بی واکه او بېوسه به واکدار کړی
د یابو زین او افسار به کړی دزرو
ګمان نه کړم چه بدل به یې رفتار کړی

نیوکه د طنزاصلي جرړه ده او لغاز يې بیا مالګه ده چې پام هغې خوا ته کوی خو دالفت صاحب دلغاز برخه لږ سپکه ده نو ځکه هغه ته مو تریخ طنز ووایه او د نیوکې برخه يې ډیره درنه ده چې دا بیا د ړونداندو د ژر پوهیدو او ژر په غوسه کیدو لامل ګرځي او هغوی غچ ته اړ باسی ځګه ړونداندی ډیر په خوږو طنز نو نه پوهیږی .نو ځکه الفت صاحب هغو ته هر څه سپين، بېله لفافې اوپردې وايي چې د هغه د شعر یوه غټه ښېګڼه همدا ده
هغه د ظالمانو سخت دوښمن او د خوارو او مظلومو ډیر خواخوږی دی نو ځکه تیریکونکو ته نیغ په نیغ ګوته نیسي

زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
هغه بې رحم انسان د صحرا د تور کاڼي سره تشبه کوي
نه ومه خبر چې مې ناڅاپه پرده جګه کړه
نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي

هغه وایې زه له څه خبر نه وم په ختا مې پرده پورته کړه هغه په ډیرظرافت سره وایي د ویلو وړ نه دی دلته هغه د طنز له یو بل اوزار نقیصې څخه کار اخلې او موضوع دومره لویوي چې د اوریدونکی پام ورته وشي اوریدونکی په هېښتیا غواړي پوه شي چې د پردې شا ته څه خبره وه؟ هغه په طنز ورته وايي هغه چې مالیدلی د ویلو نه دی

هغه د ټولنې په ناروا کړو ښه پوه دی او دهغو کړونکو ته وایي موږ پوه یوتاسو پوه شئ او بیا غوړه مالی، پیسو او رشوت ته ګوته نیسي


لوبې کوي
په ږیره دبابا چې ماشـــومــــــان لـــــوبــــــې کــــــوي
خپــــــه یـــــم په مشرانو چې کشران لوبـــــې کـــــوي
پــــــه مـــــدحــــه په ستایلو په بوټونـــو پاکــــولــــو
داخــــلق نن سبا په ولا شــــــان لــــــوبـــــې کــــــوي
چې هر طرف یې بیایي په هماغه طـــرف درومــــــي
په ځینو کاردارانو دربــــاریان لــــــــوبــــــې کــــــوي
سپاره یې په اوږو شوه چې په دې فن کـــــې استادؤ
واړه په لویو باندې دغــــه شــــــان لوبــــــې کــــــوي
حاکــــمه خبر نه یـــــې تاته څوک نه شــــي ویلـــــــــې
په تا باندې څــــــو تنـــــه مـــــلکان لوبــــــې کـــــوي
چې ساتي بیزو ګان او ټوله ورځ شادي بـــــازي کا
ډیر ښه دي تر هغو چې په انسان لــــو بـــــې کــــــوي
که هر څه دې زړه غواړي هغه کیږي چې پیسې وي
رشوت په رشوت خور باندې هر شان لوبې کـــــوي
ما ولید مردار خور دی جګ مقام ته رسیـــــدلــــــې
د ستور نشان یې واخیست په ډیر ان لوبې کـــــوي
دغلو ملګري کیږي هغه وخــت کې تمـــــام خلــــــق
دشاه په رعیت چې حــــاکمـــــان لــــــوبــــې کــــوي
هرڅه هلته بل شان وي حقیقت نـــه معلـــــومیـــــږي
په سترګو او نظر چې مـــداریان لـــــو بـــــې کـــــوي
دمچ میږي کار نه دی چې به سره اور ځان ستــــي کا
په بلو لمبـــو بانــــدې پتـــــنــــــګان لو بــــې کــــوي
په دې شعر کې هغه په سیاست ملنډی وهي هغه د نقیضې څخه کا راخلی غټ شان کوشنی ښيي په ږیره د کشرانو لوبې کول په غوړه مالې پر حاکمانو لوبو کولو ته ګوته نیسي
هغه په دولت کښې داداري فساد ، دټولنییز ناانډولي اوخرافاتو ضد وو هغه په دې ټولو برخو کې په خپلو روښانو شعرونو سره غبرګون ښوولی دی
ستــــا ټـــــول کارونــــه خــدایږو دي برای نــام غــونـــدې
رامـــعلــــومیـــــږي ستــا فکرونه راتـــه خـــــام غونــــدې
هغــــه کارکــــړې چــــــې ساده ګان ورباندې ژر غولیږي
دقـــام خـــــادم نـــــه یـــې دنــورویـــې غــــلام غـــونــــدې
ریـــــا او ظــــلم ارتجـــاع ســــــــــره دښـــمــــن یـــــمــــه زه
له ډیــــر نـــــاکامــه درته کــړمـــــه احتـــــرام غــــونــــدې
رښتیــــا رښتــــیـا به وایــم زه که هر څه پيښ شــي راتــــه
اخر بــــه کړم دټـــولـــو خلـــکو درتــه پــــام غـــــونـــــدې
زمــــانــــه ډیــــــره شـــــوه هـــوښــــیاره تــــه لا ئې هغـسې
تر څـــو به موږ تــــه پرتـــې وائې دسـرســـام غــــونـــــدې
پــــه ټــــول عالم دسپین سبــــا شپــــه شــــوه دټولو سحر
پــه تــــا راځي نوی تیاره اوســـدمـــــاښــــام غــــونــــدې
څـــه چــــې مرغان وو ټول ازاد شوه قفسونه شـــوه مــات
ستـــا ببـــر سر او څڼې ښـــکاري راتـــــه دام غـــــونـــــدې
دپڼو غــــل خلـکو دمخه کـړ چـــــې غـــــلا ونــــــکــــــړي
اودس ئې نه ؤ پـــــه لمـانځه کې شو امــــام غــــــونـــــدې
داسې لمـــونځونــه دې ډیرکړي دي دخلــــکو مخ کـــــې
نیسې روژې خــــو روژه ماتې وي حـــــــرام غـــونـــــــدې
څــــادر دې سپین لکه سبا دی په خپل سر خــــورکـــــړی
مــــخ دې چې ګورم راته ښکاري تور ماښام غـــــونــــدې
ډیر دې غلط کړه تـــوره شپــه دې لــــکــــه ورځ وښــــوده
په نیمــه پــوه شه دابیــــــان دی نــــــاتمـــــام غـــــونــــدې
دلته په ملنډو وایي: زه ستا په ریا پوه یم ، ته ځان پوه کړه. بیا هغه ته اخطار ورکوي هغه ویروي چې ځان اصلاح کړه ؛کنه ټوله په تا خبروم .
په بل شعر کې هغه د شتمنو د سوچ او اند په هکله کیسه کوی ، عبرت ترې اخلی او په ظرافت وايي چې داسې شتمن دي ړانده شي.

هوښیار او دنیا دار
اوریدلې مــــې قصـــــه لـــــه راویـــــانـــــو
که یې اورئ ای دعقــــل خـــــــونـــــدانــــــو
په کوم وخت کې چیرته لرې یو مالـــدار و
شوم بخیل او ډیر بې عـقلــــه دنیــــا دار و
هوښیاري پوهه خدای هیڅ نه وه ورکړی
انساني برخه یــــې ډیــــــره وه نیمـــــګړی
یوه ورځ یې په خپل اوښ له کومې خوا
څــــه غــــــلـــــه راوړلــــه کـــــورتــه دربار
ورسره یو سړی مــــــل شو دیـــــو نـــــان
چې حکیم ؤ دخپـــل عصــــــر او زمـــــان
هغه وویـــــل دادومــــــره درونــــــد وری
په او ښ باندی دی ظلـــــم او تــــــیـــــری
راته ووایه چې څـــــومـــــــره دی دا بـــــار
دابار کړي دې غنــــم دي او کـــــه جــــــــوار
ســــــړي وویـــــل له پنځوســو منو تیر دی
داوری خو په رښتیا چې په اوښ ډیر دی
مګــــر څه وکړم چې نـــــه وه چــــــاره بــــــله
ضرورت اوښ تـــه دارنـــــــګه پېښـــــــوله
یو انډی ډک شو ترخولې دسود په جوارو
له ناکامه مې بل ډک کړلو لـــــه خــــــاورو
دې دپاره چــې انـــــــډول شـــــــي بــــــرابـــــر
اوښ ته جوړ شو دروند وری لکه یـــــو غر
حکیم ووې بـــــــار او پــــــیټـــــی دنــــــادان
یو په دوه دي په رښتیا پـــــــه دې جهـــــــان
خاورې مه وړه خوشې مه درنه وه بار خپـــل
واچوه دواړه انډیو کې د جـــــــوار خــــپـــــل
چې سړی دده وینا ته لږ څــــــه ځیـــــر شــــــو
ډیر خوشحاله دحکیم دښه تــــدبیـــــر شــــــو
خپل ملګري تــــه یې ووې ای لقـــــمـــــانـــــه
په تدبیر او عقل زیات له ټول جـــــهــــانــــــه
ته چې دومره ډیر ښاغلی او هوښیـــــاریـــــې
راته ووایه چــې څومــــــــره دنیــــــا دار یـــــې
سره او سپین څومره لرې او ځمکه څومره
چې خدای تا لره درکړی عقـــــل هـــــومـــــره
حکیم ووې هیڅ شی نه لرم فـــــقیـــــــــر یـــــم
خو خاوند دعقل وفکر او تـــــد بـــیـــــر یـــــــم
مال مې څه کړې مشوره مې کړه قبـــــــولــــــه
سره او سپین نشته نه ځمکه یــــوه پـــــولـــــه
سړي وویـــــــل ستـــــــــا نـــــــه منــــــم خـــــبره
ګڼم خپله نا پوهي لـــــــه تــــــا نـــــه غـــــــوره
څوک چې مال او دولت نه لـــري هر ګــــــــــوره
دهغو مخـــــونــــه هیڅ کلـــــه مـــــــه ګـــــــوره
نا پو هي دبډا یانـــــو یـــــــو پــــــه ســـــلــــــه
ده بهتره ستا له عقـــــــل بـــــې حا صـــــلــــــه
د هوښیار او دنیا دار قصه شــوه خلاصـــــــه
اوس دخدای دربارته جګ کړه دواړه لاســـــه
پروا نشته که قصه رانـــــــه دعــــــا شــــــوه
ځکه ماته اوس پیدا دا تـــــمنــــــا شــــــــوه
خدای دې نه کا علم و پوهه دومره خـــــــواره
چې نا پوهه بډای کیــږدي ورتــــــه غـــــــاړه
له دې ملک اودې وطن نه دې وي لــــــــرې
دغه رنګه بې قــ دري دارنـــــــــګ خبـــــــرې
ړوند دې شــــــي هغــــــــه بــــــډای او معتبر
چې به ګوري فضیلت ته په سپـ ــک نظـــــر
داهیواد دې خدای ساتي له داسې حـــــاله
چې معنا به څوک نه ویني بې له مـــــــــالــه
مال دولت دبـــــــډایانــــــو دې مـــــــدام وي
خو دعلم لوړ بیـــــرغ تــــــه دې ســــــلام وي

 

اخځلیکونه:
۱-پښتونخوا وب پاڼه
۲- طنزونه وب پاڼه
۳-سمسور وب پاڼه
۴- سپرغی وب پاڼه
-۵زموږ افغانستان وب پاڼه
۶-شعرانه وب پاڼه