د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رمضان د ترحم، صدقې او انفاق میاشت ده

ګل آغا احمدي وردګ 11.09.2008 20:55

د کافورو بڼ/ دولسمه برخه

نفقه، خیرات، صدقه، ترحم او داسې نور هغه غوره القاب دي چې خاوند یې د لوی خدای (ج) حضور ته د نږدیوالي او جنت ته د داخلیدو لاره پیدا کوي او پرته له دې چې د خرڅ کوونکي له مال څخه څه کم شي د زیاتو ثوابونو د حصول هم سبب کیږي. له بلې خوا نفقه یا خیرات د صدقه ورکوونکي په هغه مال کې زیاتوالی راولي چې د خدای (ج) په لاره کې یې یوه برخه په مصرف لګولې وي.

له ابو هریره (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( صدقه د خیرات ورکوونکي له مال څخه څه نه کموي، د عفوی په وسیله خدای (ج) بنده ته عزت بخښي او هغه څوک چې تواضع کوي خدای (ج) یې د لوړو مرتبو خاوند ګرزوي). رواه مسلم
د روژې په میاشت کې صدقه ورکول هغه لوی فرصت ګڼل کیږي چې مومن بنده د خپل خدای (ج) له لوري عزت پرې حاصلوي، په مال کې یې کموالی نه راځي بلکي د صدقې د ورکولو له امله زیاتوالی او برکت مومي.

د نفقې او خیرات په هکله ډیر زیات احادیث وارد شوي او دا خبره جوتوي چې نفقه یا خیرات د جنت د داخلیدو یوه لویه دروازه ګڼل کیږي چې په دې ځای کې ځینو احادیثو ته په لنډه توګه اشاره کیږي.

د ابي کبشه الانصاري (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ( یو حدیث شریف درته وایم هغه یاد کړی بیا یې وویل: چې دنیا د څلورو کسانو ده یو هغه شخص چې خدای (ج) علم او مال ورکړی وي هغه له خدای (ج) څخه ویریږي، صله رحمي کوي او د خدای لپاره په خپل مال کې حق معلوموي نو دا ډیره لویه منزله ده.

بل هغه کس چې خدای (ج) ورته علم ورکړی وي خو مال نه لري او هغه د صادق نیت خاوند وي او وايی چې که چیرې ماته خدای مال راکړي نو د فلاني په څیر به یې خیرات کوم نو د دې سړي اجر له هغه شخص سره برابر دی چې خپل مال د خدای په لاره کې خرڅوي.
بل هغه کس دی چې خدای مال ورته ورکړی وي خو علم نه لري نو هغه له علم پرته په خپل مال بخل کوي، د خدای څخه ویره نه لري، صله رحمي نه کوي او په خپل مال کې د الله تعالی حق نه معلوموي نو دا د خبیث ترینو منازلو څخه دی.

بل هغه کس دی چې خدای نه ورته علم ورکړی وي او نه مال او دی وايي: که چیرې ما مال درلودلای نو ما به د فلاني سړي په څیر د خیر ښیګڼې عمل کړی وای او هغه د ده ریښتنی نیت وي نو د خپل نیت مطابق به بریالیتوب ورکړی شي) رواه الترمذي.
په دې حدیث شریف کې هغه نیت څرګندیږي چې صادق مومن یې لري او د خپل نیت له مخې به هغه درجې تر لاسه کړي چې د ښه عمل درلودونکی یې تر لاسه کولای شي خو شرط دا دی چې نیت به یې صادق وي نه دا چې یوه داسې دواغجنه هیله ولري لکه د خراب نیت ځینې خاوندان یې چې په خپلو زړونو کې لري خو کله چې مال پیدا کړي بخل پرې کوي، په هغه کې د مظلوم او بیوزله انسان حق نه معلوموي او د خدای په لاره کې یې نه مصرفوي.
همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( صدقه دلیل دی) یعنې صدقه د یوه مومن د شخصیت او ښه نیت درلودلو دلیل دی.

صدقه ورکول بیا په رمضان کې ځانګړی اهمیت او مقام لري څو مومن انسان د خپلو مسلمانو وروڼو لاسنیوی وکړي چې ناداره، بیوزله، غریب، مسکین، فقیر او له اقتصادي کمزورتیا سره مخ دي. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) به د رمضان په میاشت کې د دریو سببونو له کبله د صدقې په ورکولو ټینګار کاوه او دغه کار به یې مهم ګڼلو:
۱. د رمضان د مناسبت له کبله ځکه چې په دې میاشت کې نیکۍ په زیاتو درجو حسابیږي، د مومن درجې لوړیږي او د مومن انسان خپل خدای ته د عبادت په وسیله زیات نږدیوالی حاصلوي. بل دا چې په دې میاشت کې د هغو خلکو لاسنیوی له بل هر وخت څخه ضروري دی چې بیوزله او غریب دي.
۲. د قرآن کریم د تلاوت له کبله ځکه چې په دې میاشت کې روژتی د قرآن کریم زیات تلاوت کوي او هغه آیتونه یې په پرله پسې توګه مخې ته راځي چې د خیرات، صدقې او د هغه د اجر په اړه په قرآن کریم کې نازل شوي دي نو د قرآن کریم تلاوت د دې سبب کیږي بډای مومن د خدای په لاره کې خیرات ورکولو ته له بل وخت څخه زیات تشویق شي او په زړه کې له نورو مسلمانانو سره د مرستې کولو ځانګړې جذبه را ژوندی شي.
۳. د جبراییل د راتګ او د خدای پیغمبر ته د قرآن کریم وړاندې کول او تدریس، لکه چې مخکې یادونه وشوه چې د رمضان په میاشت کې به هره شپه جبراییل (ع) تشریف راوړو او د قران تدریس به یې ورته کاوه او هغه تلاوت به ټول اوریدل کیده او مراجعه به یې کیده چې د یوه کال په جریان کې به نازل شوی وو.
غوره خبره به دا وي چې بډای مومنان خپل خیراتونه او صدقې په رمضان کې لاندې اصنافو ته ورکړي:

لومړی: زده کوونکي او محصلین
زده کوونکي او محصلین د راتلونکي ژوند او د هغه د بنسټونو جوړونکي دي او اوس مهال بیا په ځانګړې توګه د افغاني ټولنې محصلین او زده کوونکي د راز راز ستونزو سره لاس په ګریوان دي چې فکر کوم ګرانو لوستونکو ته به واضح وي او زیات تفصیل ته به په دې اړه ضرورت نه وي.
خو په لنډه توګه ویلای شو چې زیاتره محصلین او زده کوونکي لیلیه نه لري، مناسبې جامې، هستوګنځی، درسي وسایل، د درس ویلو مناسبې خونې او هغه راز آسانتیاوې نه لري چې د نورې نړۍ محصلین ځینې برخمن دي. زیاتره محصلین او متعلمین د ډیرو ناوړه شرایطو په درلودلو سره خپل تعلیمي پروګرامونه مخته بیایي. له بلې خوا د همدغه محصلینو زیاتره برخه بیا د خپلو خپلو کورنیو د اقتصاد جوړوونکي دندې هم په غاړه لري نو دغه طبقې ته د خپلو صدقاتو ورکول او هغوی ته د درس د مناسب ماحول او فرصت برابرول د یوې روښانه افغاني ټولنې د جوړولو په لاره کې به د بډایو افغانانو صدقات یو پر ځای کار وي. له بلې خوا زموږ د هیواد ښوونځۍ، پوهنتونونونه او علمي موسسات د سختو ستونزو سره لاس په ګریوان دي چې د اقتصادي حالت څخه را نیولې تر درسي پروګرامونو، ودانیو، کریکولم او داسې نورو اړخونو کې ستونزې لري او هغه معیار نشته چې د نړۍ پوهنیز موسسات یې لري نو په دې هکله د خپلو مالونو لګول د دې هیواد راتلونکی نسل جوړوي او خورا ارزښت لري چې انشاالله د خدای (ج) په دربار کې به هم خپل مقام لري.

دوهم: لیکوالان او فرهنګیان
د افغان ټولنې زیاتره لیکوالان او فرهنګیان د ټولنې د غریبې او متوسطې پرګنې له وګړو څخه دي او دوی داسې یو ستر خدمت په ټولنه کې سر ته رسوي چې د هر ډول ناخوالو، جهل او تورتم په مقابل کې د ټولنې آواز پورته کوي او هغو ناخوالو ته د چارواکو او خلکو پام اړوي چې څوک یې په لکهاوو زره لګښت هم د سپړلو وس نه لري خو لیکوال، شاعر او کلتوري شخصیت یې د خپلو مینه ناکو او خوږو الفاظو په ترڅ کې په وړیا توګه د ټولنې د افرادو او چارواکو په مخکې راسپړي، ښکاره کوي او حل لاره ورته لټوي.
د افغاني ټولنې زیاتره لیکوالانو په درجنو درجنو کتابونه یا خو لیکلي او یا ژباړلي دي خو د مالي توان د کمزورتیا له کبله یې چاپ یوازې د خوب په هنداره کې لیدلی شي نو څومره به ښه وي چې زموږ د ټولنې د بډایې طبقې وګړي د صدقاتو یوه برخه دغه ښکلې موخې ته ځانګړې شي. هغه صدقه چې د کتاب په چاپ لګیږي د داسې یوې جاریه صدقې حیثیت لري چې له نوموړي اثر څخه په ژوند کې نور انسانان څومره ګټه اخلي نو لیکونکی او چاپ کوونکی یې دواړه له ثوابونو څخه برخمن کیږي او دغه صدقه تر څو چې کتاب د انسانانو په لاس کې وي خلاصون نه لري.

دریم: فقرا او محتاجین
فقرا او محتاجین په زیاتو اصنافو ویشل کیدای شي او د دې اصنافو اړتیاوې زښته ډیرې دي چې نن ورځ یې موږ د خپلې افغاني ټولنې په هر اړخ او د هیواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو شکلونو سره لیدلای شو. خو که چیرې بډای افغانان خپلې مالي مرستې او صدقې په دې هکله داسې سره تنظیم کړي چې ریښتنې، واقعي او عملي بڼه ولري او محتاجو پرګنو ته د ژوند په مختلفو چارو کې د کار کول زمینه برابره کړي نو د ټولنې د افرادو په مقابل کې به یې ډیره ستره ونډه ادا کړې وي. همدارنګه د وران هیواد د زیربناوو یوې برخې ته به یې د بیا رغونې فرصت موندلی وي.

د رمضان د سلسلې بله برخه هم شته له موږ سره اوسی.......