د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اختر ورځې او تلویزیوني خپرونې

ګل آغا احمدي وردګ 24.09.2008 19:10

د کافورو بڼ/ نهه ویشتمه برخه

د رمضان د مبارکې میاشتې د تیریدو څخه وروسته اختر د مسلمان په ژوند کې د خوښیو تر ټولو ستر جشن ګڼل کیږي چې د یوه لوی عبادت د سرته رسولو وروسته په لومړي ځل ورته د لوی خدای (ج) له خوا او د ورځې له لوري د روا نعمتونو څخه د استفادې اجازه حاصلیږي. البته داسې اجازه چې د رمضان په میاشت کې له ټاکلي مهال ویش پرته چې د شپې لومړۍ او وروستۍ برخې دي د ورځې پر مهال په نوموړو تعمتونو باندې د استفادې شرعي بندیز لګول شوی وي.
د اختر په ورځو کې روا خوښۍ، مناسبه تفریح او د ټاکلو حدودو په چوکاټ کې ساعت تیري ښه کار دی چې د اسلامي ټولنو وګړي له دې فرصت څخه مناسبه ګټه پورته کړي او خپلې خوښۍ له یو بل سره شریکې کړي. خو دا خبره حقیقت لري چې یو شمیر وګړي د اختر د ورځې خوښي یوه داسې حد ته رسوي چې له روا سرحدونو څخه تیریږي او د ثواب پر ځای شاید د ګناه لور ته ور نږدې شي چې دغه کار تبعا د ټولنې د وګړو د سالمې روزنې پر بهیر باندې منفي اغیزې کوي. د ساري په توګه د افغانستان په حاضر وخت کې زیاتره شخصي تلویزیوني چینلونه د اختر په ورځو کې محدود شمیر ښه پروګرامونه خپروي خو او د خپلو خپرونو زیاتره برخه یې داسې څیزونو ته ځانګړې کړې وي چې په هیڅ راز زموږ د ټولنې د وګړو د کلتور، دیني او ټولنیزو عنعناتو او د اختر له آدابو سره سمون نه لري بلکي شاید چې زیاتې منفي اغیزې به په خپل ځای پریږدي. موږ د دې ډول پروګرامونو ځینې نمونې د خپلې لیکنې په دې برخه کې را اخلو.

لومړی: جګړه ایز سریالونه
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د افغانستان زیاتره شخصي تلویزیوني چینلونه د اختر په ورځو کې داسې بهرني جګړه ایز سریالونه خپروي چې د تلویزیون پر مخ یوازې د سرو وینو رنګ، د وهلو، بدماشۍ، جګړې، یرغل او غچ اخیستنې ناوړه صحنې ښکاري چې د ټوپک، چاړې، تورې او حتې د لویو وسلو د استعمال په وسیله یې حرکات اجرا کیږي. د دغه راز فلمونو زیاتره برخه هندي او ایراني وي خو کله کله کوم یو انګلیسي، امریکايي، پولندي او د نورو هیوادونو سریالونه هم پکې پبدا کیږي چې له ځینو سره پښتو او یا دري ژباړې هم وي.
په داسې حال کې چې افغاني ټولنه، خلک او ځوان کهول د یوې سترې غمیزې د اغیزو، جګړو، ناخوالو، یرغلونو، غچ اخیستنو، مرګونو او وژنو زرګونه صحنې او نقلونه په خپلو ذهنونو کې له ځان سره لري او له دې بدمرغې مرحلې څخه د سولې، ثبات او هراړخیز ټیکاو په لوري د ګام ایښودلو له کشمکش سره مخامخ دي نو آیا د تلویزیوني چلینونو له لارې د داسې مبتذلو، دواغجنو، انحرافي او له تاوتریخوالي څخه د ډکو صحنو خپرول به د دې ټولنې په یوه حساسه مرحله کې د روانې غمیزې د پای سره مرسته وکړي؟ آیا زموږ د خلکو او ځوان نسل په ذهنونو کې د جګړو، تاوتریخوالي، یرغل او انتقام هغو ناولو پدیدو ته نوره هم پراختیا ورکول په کار دي چې همدا اوس یې متاسفانه په دې جګړه ځپلي هیواد کې زرګونه نمونې ښکاري؟ آیا دغه راز خپرونې هغو کسانو ته د جګړه ایز فعالیت زمینه نه پراخوي چې د دین تر نامه لاندې هر شي د ټوپک په شپیلۍ کې ویني؟ متاسفانه چې همدا اوس په هیواد کې په سلګونو داسې غم لړلې پیښې تکراریږي چې تلویزیوني چینلونه یې د سریالونو په وسیله درواغجنې صحنې وړاندې کوي عبرت په کار دی.
دویم: دواغجنه مینه او بربنډې صحنې
د زیاتره تلویزیوني چینلونو له لارې د اختر پر مهال داسې پروګرامونه خپریږي چې د ځوان هلک او ځوانې نجلۍ د درواغجنې مینې لړۍ پکې روانه او د لسګونو بربنډو صحنو درلودونکې وي. په دې توګه چې یو هندي هلک او یوه هندي نجلۍ تر ډیرو ستونزو وروسته په ناروا توګه خپلو هیلو ته رسیږي، یو ځای رقص کوي او داسې صحنې وړاندې کوي چې د افغاني ټولنې له اسلامي بنسټونو سره په تضاد کې دي او زموږ په اصیله افغاني ټولنه کې دغه راز صحنې او د هغه لیدل هیڅ راز مقبولیت نه لري. باید وویل شي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ټول اړوند اړخونه په دې هکله دروند مسوولیت لري څو دغه د پردیو په خدمت کې ګومارل شوي تلویزیوني چینلونه مهار کړي او له دې پرته دغه د زهرو ګړوت د ټولنې د وګړو د زوال او انحراف اسباب برابرولی شي.
د دې ډول انحرافي پروګرامونو بله نمونه هغه هندي ویدیويي سندرې دي چې د اختر پر مهال تقریبا په ټولو تلویزیوني چینلونو کې په داسې درز سره روانې وي چې په نوي ډهلې کې هم په دومره شور او شوق سره نه خپریږي. البته دغه ډول زیاتره سندرې د هندي نغمو او ساز سره یو ځای د ځوان هلک او ځوانې نجلۍ په وسیله په نیمه بربنډ شکل او داسې حرکاتو سره اجرا کیږي چې زموږ د ټولنې له آرونو سره هیڅ راز اړخ نه لګوي. خلک فکر کوي چې آیا دا لیونتوب دی او که څنګه چې موږ په یوه پردي ناروا کلتور باندې داسې زړونه بایلو چې حد او اندازه نه لري.
د حل لاره:
د خوښۍ په مناسبتونو او اختر کې ساعت تیري، تفریح او ذهني آرامتیا دا مانا نه لري چې ګواکي په هر ډول روا او ناروا کړنو دې لاس پورې شي او داسې څیزونه دې د ټولنې د وګړو په منځ کې خپاره شي چې د شاتو په منځ کې د زهرو حیثت لري بلکي د اختر په مناسبت باید چې د ټولو تلویزیوني چینلونو له لارې داسې پروګرامونه خپاره شي چې له محدودې ساعت تیرۍ سره یو ځای د خلکو تر منځ د ورورګلوۍ، سولې، یووالي او پرمختګ بنسټونه ځواکمن کړي. ښه به دا وي چې د اختر د ورځې اهمیت او په مختلفو افغاني ولایتونو کې د هغه د نمانځلو په هکله معلومات دودنو او عنعناتو ته ځانګړي شي. همدارنګه ذهني سیالۍ، علمي پراختیا، کلتوري وده، د ټولنیزو دودونو معرفي، کلی او ښار، ادبي ناستې، مشاعرې، د ماشومانو لوبې او داسې ګټور پروګرامونه پکې شامل وي چې افغاني کلتور ته وده ورکړي.
په همدې توګه افغاني تلویزیوني چینلونو ته ښايي چې د اختر په مناسبت داسې ډرامې خپرې کړي چې د لازمې ساعت تیرۍ سره یو ځای د هراړخیزو عبرونو څخه ډکې وي او د هیواد خلک د سولې، ورورګلوۍ، مدني ټولنې پراختیا او سالمې روزنې خواته را وبولي.

د دې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی...........