د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې د خواخوږۍ پېغام
12.06.2008 00:31كندوز ميشتي فرهنګي ځوانان ليكوالان، شاعران او ژوناليستان د ارواښاد عبدالصمد روحاني په مړينه خواشيني دي او ځانونه د هغوي له كورنۍ سره په دغه درانده غم كې شريك ګڼي، دپسرلي ادبي او كلتوري ټولنې غړي د ارواښاد روحاني مړينه يوازې د هغه د كورنۍ لپاره نه بلكه د ټولو پښتنو ليكوالانو شاعرانو او ژورنالستانو لپاره يو ضايعه ګڼي كندوز ميشتي فرهنګيان د هيواد دښمنانو ددغه كار چې له يو سپېڅلي ځوان يې د هغه ژوند واخيسته غندنه كوي، هغه ژوند چې دوې نه بلكه خالق يې وركړې و او دوې ترې ولوټه، د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې غړي او د كندوز ژورناليستان د ارواښاد كورنۍ ته له څښتن تعالى څخه د جميل صبر غوښتنه كوي.
انا لله وانا اليه راجعون