د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تخار د مهاجرينو انځوريز راپور

امين سالارزى 03.09.2008 14:12

د خواجه بهاوالدين بيرته راستانه شوي مهاجر عاجلو مرستو ته اړتيا لري، خو تر اوسه ورسره هيڅ مرسته نه ده شوې، دغه دوه اتيا كورنۍ چې تقريبا پنځلس ورځې مخكې له پاكستان څخه خپلو سيمې لاله ګوزر ته راستانه شوي  دسيمې د ازبك قوم له خوا نه پريښودل كيږي چې خپلې كډې له موټرو راكوزې كړي او پر پخوانيو مېنو واړوي.
دسيمې اوزبك اوسيدونكي وايي چې دوې دغو راستنو شوو مهاجرينو ته اجازه نه وركوي چې د خواجه بهاوالدين او حتې د ماوراء كوكچې په ولسواليو كې و اوسيږي، اوزبكانو له هغې ورځې را په ديخوا چې دغه مهاجرين بيرته راستانه شوي پروسله والو مظاهرو يې پيل كړې او تر ننه يې مظاهرې روانې دي، دو وايي چې پښتانه بايد له دغې سيمې كډې وكړي، خو د سيمې پښتانه له كال ديارلس سوه پنځه ديرش څخه راپه ديخواپه دغه سيمه كې ميشت دي.
 مخالفين وايي چې دغه راستانه شوي مهاجرين په خواجه بهاوالدين كې ځمكې نه لري دا په داسې حال كې ده چې دغه راستانه شوي خلك د خپلو ځمكو شرعي اسناد له لاس لري خو ځايي اوزبك ګواښونه كوي چې كه دوي له سيمې ونه ويستل شي وسله وال اقدام به وكړي، دغو راستنو شوو مهاجرينو ته د مظاهره كوونكو له خوا اجازه نه وركول كيږي چې له هغې لوې كلا نه چې د زندان په نامه جوړه شوې بهر راووځي، له تيرو دوه اونيو راهيسې دغه خلك له ولږې او تندې سره مخ دي، د ناپاكه اوبو د څښاك له امله په ډول، ډول ناروغيو اخته شوي دي.
مخالفو اوزبكو پريكړه كې چې په دغو كورنيو به ډوډۍ، دوايي او د ضرورت وړ نور شيان نه پلوري او هغه پښتانه چې دوي ته له  نورو ځايونو د خوراك مواد راوړي نه پريښودل كيږي.
دسيمې د اوزبكانو او خپلو سيمو ته د راستنو شوو مهاجرينو ستونزه په سيمه كې د ځمكو په سر رامينځ  ته شوې ده، د سيمې اوزبكانو د جګړو پر وخت ددغو خلكو زراعتي ځمكې غصب كړي او دعوه كوي چې ددوې ملكيت دې په داسې حال كې چې راستانه شوي پښتانه د خپلو ځمكو بشپړ اسناد په لاس لري، تيره ورځ له كابل څخه راغلي هيت كوشش كاوه چې دستونزې د حل لپاره لاره ولټوي خو اوزبكان فشار اچوي چې بايد پريكړه ددوې په ګټه وشي.

د راستنو شوو مهاجرينو يوه ټپي ماشومه نجلۍ

د زندان په انګړ كې ماشومان او لويان