د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((افغانستان)) ورځپاڼه څه خپروي؟

شريف الله ځدراڼ 04.06.2008 13:55

دوه مياشتې مخکې له کابل نه د خپرېدونکې ورځپاڼې ((افغانستان)) مسوول مدير له دې امله خپله دنده پرېښوده، چې په وينا يې، دغه ورځپاڼه د پاکستان د استخباراتو په چوپړ کې ده. هغه د ورځپاڼې پر امتياز څښتن (( ډاکټر حسين ياسا)) تور ولګاوه، چې د آى اېس لپاره کار کوي او هغه څه خپرول غواړي، چې د پاکستان د ملي ګټو پر محور راڅرخي. د هغه دغه څرګندونې بېځايه نه دي، ځکه د افغانستان ورځپاڼې په تېر يوه کلن خپرنيز بهير کې موږ ګڼې داسې بېلګې ترلاسه کولاى شو، چې د پاکستان د ګټو د خونديتوب نغوته کوي. د ياسا په اړه ويل کيږي، چې د کډوالۍ پرمهال يې په کوټه کې له پوځي استخباراتو سره ژور اړيکي وو او د نوموړي هېواد تذکره يې هم اخستې ده. په ستره کچه او په اتو مخونو کې د دوو ( دري او انګليسي) ورځپاڼو خپراوى د ياسا له توان نه وتلې خبره ده، ځکه نه هغه سوداګر تېر شوى او نه له پلار او نيکه نه شتمن او بډاى.
د کوچيانو پر وړاندې د افغانستان ورځپاڼې تعصبانه دريځ د کابل په مطبوعاتو کې تر ټولو  بدبينانه دريځ  دى. د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ د راپورته شويو لانجو او ستونزو تر ټولو ستر عامل همدا ورځپاڼه ده، چې هره ورځ د کوچيانو پر ضد يوه ليکنه ددوى خبري مالګه جوړوي.
همدا نن (د جوزا ١٥مه ) ددې ورځپاڼې د ٥١٧مې ګڼې سرمقاله د بلوچستان پر ازادي غوښتونکي ګوند ( بي اېل اې) ده. ايا دا موضوع د پاريس ترغونډې، د افغانستان د امنيتي ستونزو تر موضوع او ... مهمه ده ، چې دوى خپله سرمقاله ورته ځانګړې کړې ده؟
سرمقاله سرترپايه د بلوچستان ازادۍ بښونکى ګوند او د دغه ګوند وژل شوى مشر اکبر بګټي ترهګر ګڼي او بيا ددغه ګوند تېر تاريخ او (( جنايتونه)) راسپړي. دلته نه پر بيت الله مسعود خبره کيږي او نه پر بل ورته بهير، خو بي اېل اې د سيمې لپاره ګواښناکه ډله ګڼي. د سرمقالې په يوه برخه کې راغلي: ((برای اولین بار نیست که BLA چنین تراژيدی را خلق می کند، تروریستهای وابسته به این گروه در کشتن افراد بی گناه از چند سال پیش دست داشتند. جنگجویان به اصطلاح آزادی بخش اکنون افراد بی گناه را جهت آزاد ساختن بلوچستان از پاکستان، به قتل می رسانند. ارتش آزادی بخش بلوچستان، در اواسط سال 2002 به صحنه آمد. هرچند شواهد کافی در خصوص رهبری این گروه شبه نظامی وجود ندارد، اما گفته شده است که پس از کشته شدن بلوچ مری، فرزند خیربخش مری، یکی دیگر از رهبران بلوچ، در حال حاضر بارام داغ بگتی این گروه را رهبری می کند. بلوچ مری در یک عملیات نظامی در هلمند، ایالتی در جنوب افغانستان (يانې هلمند چاته مالوم نه دى، چې چېرې دى، سرمقاله لکه يوه پاکستاني ليکلې وي او دوى ژباړلې وي) به قتل رسید. نوعیت قتل او نیز روشن نشده است. اما بعضی ها بر این باوراند که مری یا توسط بمباران هوایی کشته شده است یا از سوی بارام باغ بگتی، احتمالاً به علت دشمنی ها و خصومت های قدیمی میان قبیله مری و بگتی به قتل رسیده است.))
افغانستان ورځپاڼه دا ثابتوي، چې د بلوڅانو يو تن ياغي مشر د افغانستان په هلمند ولايت کې وژل شوى او په دې توګه د ياغي بلوڅانو ګڼې کورنۍ په افغانستان کې اوسيږي.  دغه ورځپاڼه بل ځاى ليکي: ((هرچند بارام داغ بگتی اخیرا حزب سیاسی خودش را موسوم به حزب جمهوری بلوچ ساخته است اما تردیدی نیست که وی چهره رهبری کننده ای است که همه فعالیتهای تروریستی را در ایالت بلوچستان که به لحاظ جغرافیایی بزرگترین ایالت پاکستان محسوب می شود در دست دارد. مناطق ایالت بلوچستان 43% خاک پاکستان را تشکیل می دهد. ارتش آزادی بخش بلوچستان به عنوان یک گروه تروریستی نه تنها از سوی دولت پاکستان بلکه از سوی انگلیس نیز شناخته شده است. این گروه در تاریخ 17 جولای سال 2006 به عنوان یک گروه تروریستی شناخته شد. انستیتوت جلوگیری از تروریزم، که یک سازمان غیر انتفاعی است از سوی وزارت امور خارجه ایالات متحده در امور امنیت کشور تاسیس شده، نیز در اطلاعات خویش بر روی انترنت حاوی اطلاعاتی در مورد حوادث تروریستی رهبران و پرونده(دوسيه) های قضایی مربوطه است و این سازمان BLA را به عنوان گروه تروریستی شناخته است. احتمالاً برخی اکبرخان بگتی را به عنوان یکی از قهرمانهای بلوچها پس از مرگش از سوی ارتش پاکستان قلمداد می کنند اما نباید فراموش کرد که وی همان کسی است که از عملیات نظامی علیه گروه شورشی دیگر بلوچ حمایت نموده او به جامعه بلوچ خودش با قرارگرفتن در کنار دولت پاکستان خیانت نمود که در این مبارزه حدود 4000 بلوچ کشته شدند. او عمدتاً علیه دولت منتخب ایالتی (؟)سردار عطاءالله منگل و ذوالفقار علی بوتو را متقاعد ساخت که دولت ایالتی را منحل نماید. در نهایت در 14 فبروری 1973 دولت ایالتی منحل اعلام گردید و اکبرخان به عنوان(؟) دولت ایالتی منصوب گردید. به سرعت پس از اینکه وی به عنوان حکمران ایالت بلوچستان منصوب شد، ارتش پاکستان در این ایالت مستقر گردید تا شورش بلوچها را بخواباند.)) په دغو کرښو کې تاسې پر دې پوهېداى شئ، چې د ورځپاڼې د ادارې موخه څه ده؟ ورځپاڼه په ډاګه د پاکستان له ملي ګټو دفاع کوي او د افغانستان ملي ګټې ناديده شمېري. افغان چارواکو په وار وار دا ټينګار کړى، چې بلوڅ ياغي مشران په افغانستان کې نه اوسيږي او يوازې هغه کورنۍ په کندهار کې ميشتې دي، چې په بلوڅستان کې له بمباريو نه افغانستان ته کډوالې شوې، خو افغانستان ورځپاڼه په لوى لاس په دې پېښه کې افغانستان راښکيلوي: ((گفته شده است که بارام باغ بگتی پس از نجات از عملیات در اگست سال 2006 همراه با بلوچ مری و بعضی از افرادش، به افغانستان رفته اند. دولت افغانستان هیچگاه گزارشها را تایید نکرد اما کشته شدن بلوچ مری در داخل افغانستان این ادعا را که ممکن است هنوز بارام باغ در افغانستان باشد، تقویت می کند)).
دا او دې ته ورته ډېرې نورې بېلګې دا جوتوي ، چې ((افغانستان)) او ((اوټ لوک  افغانستان)) ورځپاڼې نه يوازې دا، چې د پاکستان د څارګرو ادارو له خوا حمايه کيږي، بلکې په افغانستان کې د هغوى پاليسۍ منعکسوي. په دې ورځپاڼه کې داسې خبر يا مقاله تراوسه نه ده خپره شوې، چې هغه دې د پاکستان خلاف وي. موږ نه وايو، چې د پاکستان په اړه دې منفي تبليغ وشي، خو پر حقايقو سترګې پټول هم د ژورناليزم اصول نه مني.