د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((پيمان )) د عيسويت د تبليغ ټريبيون

شريف الله ځدراڼ 12.01.2009 10:24


له كابل نه خپرېدونكې پيمان ورځپاڼې، د مرغومي په ۲۱ مه ګڼه كې د (پيشگويي جنګ سوم جهاني – ۲۰۱۰) تر سرليك لاندې يوه جنجالي اوپه همدغه ترڅ كې د اسلام او اسلامي ارزښتونو پر سپكاوي ولاړه ليكنه خپره كړې، چې د افغان ولس كركه او غوسه يې را پارولې ده. 
 دغه ليكنه په غالب ګومان له يوې بهرنۍ سرچينې دري ته د حسن يعقوب زاد په نامه يو تن را ژباړلې ده، چې د يوه لادينه ليكوال او ژباړن د ذهن زېږنده بريښي.  د پيمان په دې ليكنه كې، د قيامت، مرګ، غيب ويلو او وړاندوينې په اړه يوه تبصره شوې او بيا د بلغاريا د يوې مشهورې وړاندويونكې (وانګا ابۍ) وړاندوينې يې راخستې دي. په دې ليكنه كې د نړۍ د پيل، پاى او قيامت په اړه د اسلام په ګډون د ټولو مذاهبو او پيغمبرانو روايتونه او د اسماني كتابونو څرګندونې له ثبوت پرته (غلطې) ګڼل شوې دي او د  ملنډو په  بڼه يې ويلي ، چې د غو پيغمبرانو نه يوازې دا، چې د قيامت او نړۍ د پاى او پيل په اړه څه ويلي، بلكې د جنت او دوزخ په نامه يې خلكو ته د مكافاتو او مجازاتو ژمنې وركړې دي.
راځئ د اڅو پاراګرافونه سره ولولو: (( بشريت همواره دو پرسش را از خود ، از مذاهب ، فلاسفه و يا ديگران نموده اند: اول- اغاز و انتهاى جهان چه وقت و در كجاست؟ دوم- چه وقت قيامت مىشود. با ان كه علوم و فلاسفه تلاش نموده اند به آن پاسخ بدهند، ولى تا حال كسى پاسخ قناعت بخش ارائه داده نتوانسته است. اما مذاهب و پيغمبران گوناگون بخصوص يهودى، عيسوى و اسلام به بسيار اسانى و بدون كدام اثبات از نام خدا و كتب آسمانى حرف زده اند. آنها نه تنها در مورد خلقت انسان پاسخ ارائۀ نموده اند، بلكه روز قيامت و پديده هايى به نام دوزخ و بهشت به عنوان مجازات و مكافات محصول اعمال انسان ها در روز آخرت ، را وعده داده اند.اما با شناخت بيشتر ماهيت انسان، طبعيت و جامعه در پرتو دانش ، علوم و تخنيك، اعتماد انسان ها به اين وعده هاى آسمانى ميان تهى كه بيشتر زاده خيال خود انسان هاست، روز تا روز كاهش مى يابد و در عوض بسيارى انسانها بجاى اعتقاد و تسليمى به حوادث، خود در تلاش تغير سرنوشت وقسمت شان هستند)).
په دغو پاراګرافونو كې د قيامت او دوزخ او جنت له حقيقتونو په ډاګه انكار شوى او انسان د خداى له واكه بهر د خپل برخليك څښتن بلل شوى دى.دغلته په برخليك ټاكنه كې دانسان د مستقيم رول كليمه د تقدير او قضا او قدر له مسايلو نه د چورلټ انكار مانا وركوي. (( وعده هاى آسمانى ميان تهى)) له دې پرته بله څه مانا وركولاى شي، چې د خداى ج او د هغه د سپېڅلو پيغمبرانو ويناوې او ژمنې يوازې خيالي او پوچې دي. دا د حضرت محمد ص پر وړاندې د مكې د مشركانو، د موسى ع پر وړاندې د فرعون او د هغه د پلويانو او د عيسى ع پر وړاندې د هغه مهال ددين د منكرانو له خبرو او ذهنيتونو سره بشپړ ورته والى لري.
دغه راز ددې ليكنې په يوه برخه كې راغلي: (( پيشگويى و غيب گويى در مورد مسايل مختلف بخصوص روزمرگ و يا قيامت يكى از داستان هاى سابقه داريست كه به ويژه در هنگام دشوارى ها در طول تاريخ بشريت توسط پيغمبران ومذاهب به عنوان كلام خداوند مطرح شده است. اما برخى پيشگويى ها يا روى تصادف رخ داده و يا واقعيت پيدا نكرده است. به گونه مثال در انجيل گفته شده بود كه سال ۲۰۰۰ پايان جهان و روز قيامت است، اما هر گز چنين اتفاق نيفتيد، نه طوفان نوح رخ داد ونه اجوج و ماجوج از چين بيرون بر آمد و نه امام زمان و يا حضرت عيسى بچه خدا دوباره زنده شد. درنتيجه اين پيشگويى هاى خرافاتى و ميان تهى كلام خداوند و پيغمبران آن و معجزه هاى آنان نزد بسيارى مردم جهان وزن و اعتبآر شان كم رنگ شد)).
ليكوال ، ژباړن او د پيمان چلوونكي په دې برخه كې قيامت او مرګ يوازې داستانونه ګڼي، چې پيغمبرانو او مذهبونو د سختو ورځو او ستونزو پرمهال كارولي دي. يانې نه قيامت شته او نه دوزخ او جنت. دا له خدايي كلام سره په بشپړ ټكر كې ده، چې د قرآن كريم هر ايت يې په اثبات رسوي.
ليكوال د ځينو وړاندوينو د نه پېښېدا په اړه د انجيل بيلګه را اخلي، چې په ۲۰۰۰ ز كال كې به نړۍ له منځه ځي او قيامت به راځي، خو رانغى. ده دا نه دي ويلي، چې دغه موضوع د انجيل په كومه برخه كې او څه ډول راغلې ده؟ ايا تحريف شوى انجيل اوس هم دومره د باور وړ دى، چې موږ يې د خدايي كلام د يوې ارې سرچينې په توګه وكاروو؟ نه، ځكه له سپېڅلي قرآن پرته نور ټول اسماني كتابونه منسوخ او په همدغه ترڅ كې د هرپاپ او يهودي- عيسوي واكمن له خوا تحريف شوي دي، چې په هيڅ توګه هم اوس د هغه انجيل استازولي نشي كولاى، چې پر هغه موږ د خداى ج د كلام او د يوه اسماني كتاب باور لرو. د پيمان ورځپاڼې په دې خپره شوې ليكنه كې د (( قل هو الله احد........لم يلد و لم يولد....الاخر)) خدايي وينا برعكس توبه نعوذ بالله عيسى ع د خداى د زوى په توګه ياد شوى، چې شرك او كفر دى. دغه راز د عيسى ع په اړه مسلمانان دا عقيده لري، چې هغه ژوندى دى او اسمان ته ختلى، خو په دې ليكنه كې هغه مړ ګڼل شوى دى.
په دې ليكنه كې پر دې سربېره ګڼ نور كفري ټكي هم شته، چې نه تېروتنه كېداى شي او نه هم تخنيكي او ټايپي ستونزې. ددوى په وينا، دغه تېروتنې يو مورد نه دي ، بلكې په مكرر ډول له كمزورو استدلالونو سره راغلې، چې د ليكوال، ژباړن او د پيمان ورځپاڼې د چلوونكو او تمويلي سرچينو د بد نيت او كفري تمايلاتو ښكارندويي كوي.
د افغانستان د علماوو شورا، ستره محكمه او نورې اسلامي ډلې او كړۍ بايد دغه موضوع جدي ونيسي او له عاملانو سره يې د شريعت او اسلام په چوكاټ كې چلن وكړي، چې د نورو لپاره د عبرت وړ وګرځي.