د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بګرام کې دنوي زندان جوړول دافغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته يو ستر ګواښ؟

جويباري 25.05.2008 13:24

 

 

څه موده وړاندې دامریکا دمتحده ایالاتو یوې نامتوورځپاڼې نیویارک ټایمز اعلان وکړ چې امریکا غواړي دبګرام په پوځي اډه کې پېتومیلیونوامریکايي ډالروپه لګښت یوستر زندان جوړ کړي.نیویارک ټایمز دامریکاددفاع وزارت دچاروواکوله خولې لیکلي چې دغه زندان به په  ۲۴۰۰۰ هکتاره ځمکه کې ورغول شي اودژوند کولوهرډول آسانتیاوې به ولري.ددفاع وزارت دمقاماتوپه وېنا دغه زندان چې ویل کیږي  ۱۱۰۰ تنه زندانیان به پکې ساتل کیږي شپېته میلیونه ډالره لګښت پرې  راځي اود سروې لومړني کارونه ېې بشپړ شوي دي .داپداسې حال کې ده چې د بګرام په پوځي اډه کې د متحده ایالاتو اوسنی زندان یواځې د ۶۳۰کسانو لپاره ځای لري.
که څه هم امریکايي مقاماتوپخوا ویلي وه چې دوی به په راتلونکي کې خپل ټول بندیان افغان دولت ته وسپاري اوپدې لړ کې ېوشمېر زندانیان له ګوانتاناموڅخه لومړی بګرام اوبیا دڅرخي پله ېوه ځانګړي زندان ته هم ولېږدول شول خوداسې ښکاري چې اوس یې خپل نظر بدل کړی اودېوه نوي زندان دجوړولوهڅې یې پېل کړي.لدې څخه داسې ښکاري چې امریکایان اوس پخپله پخوانۍ ژمنه پښېمانه دي اونه غواړي افغان زندانیان  د افغان دولت په واک کې ورکړې بلکه هڅه کوي چې پخپله یې له ځان سره وساتي. ددغه نوي زندان جوړول کېداشي څو موخې ولري، لومړی داچې ددغه زندان جوړول ښايي دامریکادمتحده ایالاتو لخوادسیمې هېوادونوته ېوډول خبرداری وي چې ګواکې پدې سیمه کې امریکایانوشتون داوږدې مودې لپاره دی اودوی غواړي چې دلته خپل دواږدې مودې پلانونه عملي کړي.څه موده وړاندې دناټوېوه پوځي جنرال ویلي وه: دوی داسې ګومان نکاوه چې دناټوعسکر دې دهندوکش دغرونوترلمنوهم ورسیږي لیکن اوس دازمینه مساعده شوې اوس دغه چاره ددوی لپاره ډېره آسانه شوې ده.نولدې څخه داخبره روښانه کیږي چې امریکا اوملاتړي یې افغانستان ته داوږدې مودې لپاره راغلي اوهڅه کوي چې پدې توګه دسیمې هېوادونه ترخپل اغېز لاندې راولي.بل پلودتېرې اوږدې مودې راپدېخوادبشري حقونوېوشمېر ټولنې له امریکاڅخه دګوانتاموزندان دتړل کېدوغوښتنه کوي نواوس ښايي امریکا ددې لپاره چې له ېوه پلوه دنړېوالوپام له ګوانتاناموځخه افغانستان ته راواړوي اوله بلې خواځان دکورني اوبهرني فشار څخه وژغوري ددغه ډول زندان په جوړولولاس پورې کړی.دغه رازپه تېروڅه باندې شپږوکلونوکې امریکا تل داهڅه کړې چې مخالفین دجګړې له لارې وځپي اوپه افغانستان کې دجګړې امکانات نور هم زیات کړي ترڅوپدې توګه وکولای شي په افغانستان کې دترهګرۍ پرضد جګړې ته دوام ورکړي اوپدې توګه ېوشمېرکسان دغه ډول زندانونوته ولېږي اوترشکنجې لاندې یې راولي.که ځه هم پداسې ېوهېواد کې چې هلته دترورېزم پرضد جګړه روانه وي ددې ډول زندانونوجوړول حتمي خبره ده خوپوښتنه داده چې آیا  ددغه زندان په جوړولوکې چې له حقوقي پلوه دځمکنۍ بشپړتیا مسئله ډېره مطرح کیږي دافغانستان دحکومت نظرهم اخیستل شوی اوکنه؟په هرحال اوس چې دامریکامتحده ایالاتوددغه زندان په جوړولولاس پورې کړی پکارده چې پدغه ډول زندانونوکې هغه کسان وساتل شي کوم چې دمحکمې لخوا مجرم پېژندل شوي وي اوبې ګناه نه وي یعنې ترهغوچې محکمې ېوڅوک دمجرم په توګه نوي پېژندلی نوباید انساني حقوقوته په کتوسره په بندکې ونه ساتل شي.
خوله بده مرغه چې دامهال ېوزیات شمېر بندیان دامریکا ترولکې لاندې دبګرام اوګوانتانامو په زندانونوکې له محکمې پرته ساتل کیږي اوډېری یې بی ګنا ثابت شوي دي.ویل کیږي چې پدغو زندانیانوکې ډېری هغه کسان دي چې په بېلابېلو نومونو تورن شوي اوکلونه کلونه دزندان دتوروتمبو ترشاه شپې سبا کوي.