د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوې په کومه خوشالۍ کې زموږ خوښي په غم اړوي

جويباري 08.07.2008 16:28

 


دروانې میاشتې په ۱۶ نېټه دیکشنبې په ورځ په افغانستان کې میشتوایتلافي ځواکونودننګرهار ولایت دهسکې مېنې په ېوې لرې پرته سیمه کې دواده په ورا باندې داسې بمونه وغورځول چې حتاځینو کورنیو خپل مړي هم نشوپېژندلی.
دالومړی ځل ندی چې پدغه هیوادکې سوله غوښتونکوځواکونودبې ګنا اومظلوموانسانانو په وژلو لاس پورې کړی بلکه له تېرو اوو کلونو راهيسې یې هڅه کړې چې په ودونو، د مړي دخښولوپه مراسمو، د قومي مشرانو په غونډو او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په ښوونځيو ،جوماتونو اوداسې نوروځایونو بمباري وکړي او بيا د بې ګناه افغانانو وژلو ته د جنګياليو نوم ورکړي .
لومړی به راشو دې چې دولت اونړیوالومرستندویه هیوادونو دغې ولسوالۍ ته څومره پاملرنه کړې؟
هسکه مېنه د ننګرهار ولایت دلرې پرتو سيمو په ډله کې ده، چې  لاتراوسه ورته سړک هم نه دى غځېدلى او خلک يې پلي تګ راتګ کوي .
پدې سیمه کې نه دڅکلو پاکې اوبه شته اونه هم دښونځي کومه نوې جوړه شوې ودانۍ.
دهسکې مینې اوسیدونکی پدې هم نه پوهیږي چې دنړیوالو هغه په میلیاردونو ډالر چې افغانستان ته دمرستې په توګه ورکول کیږي په کوم لورځي.
ددغې ولسوالۍ شډل اوخوارپښتانه لاهم پدې تمه دي چې ګوندې یوه ورځ به دناټوځواکونه لدوی سره دسړکونواولارو به پخولو کې مرسته وکړي .
خودوی پدې نه وه خبر چې دا په اصل کې دافغانانو دوینو تږي دي نه داچې پرچا لورینه وکړي .
دوی پدې هم نه وه پوه چې دا دبشر دوستان نه بلکه دبشر دښمنان دي،دوی دافغانانو ددفاع لپاره نه بلکه دخپل ځان ددفاع لپاره راغلي او دوی دافغانانوګټې نه بلکه ترډېره ځایه دخپل ځان ګټې په پام کې نیسي.
که ریښتیاخبره دا وي چې دغو ځواکونودواده په ورا باندې دترهګرو فکر کړی وي نو څنګه کیدلای شي چې دعربو له سمندرګی نه دې په افغانستان کې ددښمن مورچل په نښه شي خو له چورلکې نه څو متره لاندې دې دترهګرو اوعام ولس ترمنځ توپیر ونشي کولای.
ځینې وخت ددغو ړندو بمباریو په نتیجه کې چې کله عام اوبې ګناه انسانان ووژل شی نودسولې اولسواکۍ غوښتونکي ځواکونه یا پرې دترهګرو نوم  ږدی اویاهم دا خپله تېروتنه بولي.
ترټولودردونکې خو لاداده چې ولسمشر حامد کرزی  یوازې دیوه کمیسون په ګمارلو اویاهم دشهیدانو وارثینو ته دیولک افغانیو په ورکولو خپله دغه دروند مسؤولیت ترسره کړي .
خودابه کوم منطق ومني چې دواده ډولۍ دې له باروتو ډکه وي او دورا کسان دې ټول په وسلو سمبال وي.
آیا دیو لک افغانیو په بدل کې هغه میندې اوپلرونه چې دزړه ټوټې یې له لاسه ورکړي قانع کیدای شي.
زه دامنم چې دغه پیسې به دیو څو ورځو لپاره دهغوی اقتصادي ستونزې یو څه راکمې کړی خو څومره به ښه وه چې دافغانانو بنسټیزه ستونزوته پام شوی وای اودهغوی ژوند خوندي شوی وای.
دکمیسون ټاکل خو یو ښه کار دی خوکاشکې چې ددغه ډول کمیسونونوپایلې دافغانانو په ګټه وای ،له بدغه مرغه چې نه خو ددغو پلټونو پایلې بې پرې وي اونه دغه پایلی په افغانستان کې دپلي کیدو جوګه دي.
لنډه داچې که نړیوال په افغانستان کې له خلکو سره مرستې نشي کولای نو دهغوی مېرمنې دې هم په سپیو نه خوري.
که دوی په رڼا ورځ دافغانانو مرستې ته نشی وردانګلی نودشپې په تیاره کې دې هم دچاکورونو ته نه وردانګي اودکورونودروازې دې په بمونو نه آلوزوي.
که دوی دسولې اوټیکاو په راوستوکې له افغانانو سره مرسته نشی کولای نو دجګړې اورته دې لمن هم نه وهی .
که دغه ځواکونه افغانانو ته خوښي نشي راوړلای نو دهغوی دخوښۍ مراسم دې هم په غم نه اړوي.
خوکه چېرته له افغان مظلوم اوبېچاره ولس سره  دغه ډول غیر انساني اوغیراسلامي چلند دوام ومومي نو لرې نده چې دغه خوار اومظلوم ولس به ېوه ورځ په مخالف لوری کې دریږي  او له لکه دپخواني شوري اتحاد په څېر به دغو ځواکونوته هم غاښ ماتونکی ځواب ورکوي. پای
جویباری