د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خوست ادبي بهير

قادرشاه _ خوست 24.05.2008 15:17
خوست ادبي بهير پرانستنه د يوې درنې غونډې په ترڅ كې ترسره شوه : قادرشاه - خوست
د خوست د علمي او فرهنګي مركز ميديوتيك انګر نن سهار د يوې درنې راټوليدنې شاهد و، په دې غونډه كې د خوست څۀ ناڅه 150 تنه ليكوال او شاعران راټول شوي ول.پر ليكوالو او شاعرانو سربيره د خوست د فرهنګيانو خپلواكې ټولنې مشر محقق بسم الله حقمل ، د خوست علمي او فرهنګي مركز مشر زاهدشاه انګار، د ځوان غږ راډيو رئيس او د خوست شيخ زايد پوهنتون رئيس ډاكټر واحدي، د حق پالنې علمي او فرهنګي ټولنې ، ځوان مدني او كلتوري خوځښت ، شيګۍ ادبي ټولنې ، عبدالباري جهاني فرهنګي ټولنې ، ستورو اميل ادبي ټولنې ، تورغر ادبي ټولنې ، څړبن ادبي ټولنې ، متون بابا فرهنګي ټولنې ، حيدرخيل ادبي بهير او يوشمير نورو ټولنو استازي هم د دغې غونډې برخه وال ول.

د خوست د راډيو تلويزيون رئيس الحاج سخي سرور مياخيل د غونډې مشر ميلمه او د سولې پيغام راډيو مرستيال او د مستربل جريدې مدير مسوول نجيب الله الوخيل او ميرعلي ملنګ د غونډې كوربانه ول.
د غونډې كار د قاري حيات لخوا د پاك قران د مباركو ايتونو په تلاوت سره منور شو ،ورپسې په وار سره الحاج سخي سرور مياخيل ، محقق بسم الله حقمل ، زاهدشاه انګار او نجيب الله الوخيل په خوست كې د خوست ادبي بهير د جوړيدا پر اهميت ، اغيزمنتيا او اړتيا هر اړخيزې خبرې وكړې . د وى ټول په خپلو خبرو كې د خوست ليكوال او شاعران ګډو او هم غږو ادبي فرهنګي هڅو ته را وبلل همداشان يې ځوان ليكوال او شاعرانو ته لارښونه او سپارښتنه وكړه چې د خوست ادبي بهير ليكې غښتلې او پياوړې كړي . وروسته ښاغلي نجيب الله الوخيل د خوست ادبي بهير د موجوديت اعلان وكړ ويې ويل:  (( ښاغلى زاهدشاه انګار چې د هيواد په كچه ادبي او فرهنګي شخصيت دى د موقت وخت لپاره د خوست د ادبي بهير د مشر په توګه د خوست ادبي بهير د غړو لخوا ټاكل شوى دى .
وروسته د محقق بسم الله حقمل ، الحاج سخي سرور مياخيل ، ډاكټر واحدي، زاهدشاه انګار ، ميرعلي ملنګ ، پروانه، ناراض، څپاند، بريالي وردګ، او زرولي خوشنود لخوا د خوست ادبي بهير رسماً د پټۍ په پريكولو سره پرانستل شو.
د خوست ادبي بهير تر پرانيستنې وروسته ښاغلي انګار د غونډې برخوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل : (( زه د خوست ادبي بهير موقت مشر نه ، بلكې موقت خدمتګار ټاكل شوى يم ، ښاغلي انګار زياته كړه : زه بۀ د خوست ادبي بهير د نورو هڅاندو غړو په ملتيا او لاس نيوي په هڅو او منډو ترړو تكيه وكړم . ترڅو په ګډه دا زمينه برابره كړو چې د خوست زيات شمير ليكوال او شاعران سره راټول او وروسته عادلانه ، د موكراتيك او سراسري انتخابات ترسره شي. د ټاكنو پايلې به  موږ ټول ته د منلو وړ وي، د خوست ليكوالو او شاعرانو چې هرڅوك د مشرتوب لارښودې شورا او د خوست ادبي بهير د نورو چارو د تنظيم او سمبالښت لپاره و ټاكه موږ به يې هركل وكړو.
د خوست د ادبي بهير تر رسمي پرانستې وروسته له پلازمينې كابل څخه د افغان ادبي بهير مخكښانو هر يو پيرمحمد كاروان ، نورالحبيب نثار، انجينرستانه مير زهير، او بازمحمد عابد د ټلفون پر كرښه د غونډې له برخه والو سره نيغ په نيغه خبرې وكړې ، د خوست ادبي بهير پرانسته يې د غونډې برخوالو ، ټولو خوست ميشتو فرهنګيانو،ليكوالو، شاعرانو اوپه ټوله كې ټول خوستوالو ته مباركي وويله او له خوست ادبي بهير سره يې د هر راز مرستو او ملاتړ ټټرونه ووهل.
د خوست ادبي بهير موقت مشرتابه هڅه كوي هرڅومره ژر چې كيږي د خوست ليكوال او شاعران سره راټول كړي او د دغه بهير د مشرتابه لپاره ازدې ، عادلانه او سيرې انتخابات وكړي.