د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څرخي پله زندان د مظلومو اسيرانو غوښتنې

23.05.2008 20:52
دديموکراسۍ چغې وهونکيو،دبشردحقوقود تحفظ دعويدارانو او د انساني حقونو د ساتنې ټولنوته دې څرګنده وي چې دوی ډير  زورول   شوی ټکول شوی اومظلوم انسانيت په پوره بې پروايۍ سره له پامه غورزولی دی .
هغه هم هغه کسان دي چې قاطع اکثريت يې د مغرضو افرادواو جهتونود ناولو اهدافواوخواهشاتود پوره کيدوپه لاره کې د خنډواقع کيدوله وهمه مجرم بلل شوی او ياهم د هغوی د ظلم د اشباع ښکارشوي اوپه ډيره ناحقۍ سره ترمودومودوپورې په تورو وسپنيزوپنجروکې بند ساتل کيږي .
دهمدې دردول شوي ملت رواغوښتنې دې واوريدل شي ، غور دې ورباندې وشي او ودې منل شي چې يوه اړخ ته د آزادۍ او ديموکراسۍ د ناروسورودرښتين ولۍ يوه بيلګه شي اوبل لوري ته به ددې مظلوم ملت يوه لويه برخه  له عذابه خلاصه شي .
(۱) ټول هغه اسيران چې په کيوبا ،بګرام او د څرخي پله او يادافغانستان  په نورو بيلابيلو زندانونو کې له برخليک  پرته د مظلوميت شپې سباکوي د مسؤلينو له خواورته د تحقيق ،قيد ،خلاصيدو، له کورنۍ سره داړيکواو دژوند د نورو روا اسانتياوو دبرابرولوپه باره کې هيڅ ډول تابيا هم نشته اونه يې هم کومه روښانه آينده په نظرکې نيولې ده .دانسانيت اوبشريت د حقوقودتقاضې پراساس يې بايد غور وشي .
(۲) د افغانستان اوسني حکومت  دنړۍ د متمدينوهيوادونواودبشري حقوقودنړيوالو اداروپه ډول پرديموکراسۍ ولاړ او دملګروملتونودټولو تعهداتواومیثاقونوپابنداودپرمختللې نړۍ ټولوقوانینوته ژمن حکومت دی، خوله بلې خوا داروپايي ټولنې ، دانساني اوبشري حقوقوداداروپرخلاف پراسيرانوپه ناروا او غير قانوني ډول داعدام حکم عملي کوي چې دارډبډدمروجه قوانينومخالفت  بايدبندشي اوداعدام ناحقه غير شرعي اوغيرمنصفانه حکمونه لغواوپه قيدتبديل کړای شي .
(۳) دټولوبنديانودوسيې چې پرهغوی داعدام او يادقيدحکم شوی دی بايدنقض اوله سره نوې حکم پري وشي ځکه چې ټولې دوسيې په غيرقانوني ډول او دوکيلانوپه نه شتون کې تړلې شوې دي .
(۴) په تيروشپږوکلونوکې عموما او په ۱۳۸۶- او ۱۳۸۷ کلونوکې خصوصا دافغانستان په ډيروبرخوکې اوخاصتاپه جنوب لويديځو ولايتونوکې امریکايان ،دناټو قواوې او دافغانستان داخلي عسکر د خلکوکورونه تلاشي  کوي اودشک پر بناملکي خلک ياشهيدانوي يايې بندیانوي اوهيڅ ډول تحقيقات هم دداډول پيښونه دي  شوي ،دبشريت د تقاضاوو پر بنابايد ددې کار مخنيوی وشي اودتيرووحشي جنايتونوبايدخپلواکې پلټنې ترسره شي .
(۵)  سورصليب او دبشري حقوقونړيوالې ټولنې بايدپه دوامداره توګه سره ټولې توقيف خانې ، محابس اوتعذيب خانې ولټوي ،تفتيش يې وکړي او دبنديانو حال معلوم کړي ترڅوچې د ظالمانه شکنجومخنيوی وشي اوهم دارازټول هغه چې حبس کيږي اوهغه چې خوشې کيږي راجسترکړي ترڅودوژل کيدواوبيرته نيول کيدويې مخنيوی وشي .
(۶) په افغانستان کې دبنديانو د قيد مودې ډيرې زياتې دي اوپر معمولي جرائموباندې کلونه کلونه قيد ورکول کيږي اوهمداراز دکال ۱۲ مياشتې ۱۲ شميرل کيږي ، د نورو هيوادونوپه څېرشپه اوورځ بيل بيل نه حسابيږي، بايدددې اصلاح وشي .
(۷) دکال د نوي کيدو ، اخترونو،ميلادالنبي صلي الله علیه وسلم او دهيواد دآزادۍ دورځې په وياړ دولت ځينې بندیان خوشې کوي يايې ورته د قيدموده کموي چې دا یوه ښه قدم دی خوله بده مرغه په دې وروستيو کې دسياسي بنديانولپاره  استثناء ليکل کيږي ، د انساني عاطفې له مخې بايدسياسي بنديان له دې لورينونه محروم نه شي .
(۸)  مستنطقين دتحقيق پر وخت له بندي سره ډير بداوظالمانه چلند کوي اوهم داراز له خپله ځانه په بندي پسې خبرې غوټه کوي اوقاضي صاحبان پرته له دې  چې له بندي نه کومه خبره واوري دڅارنوال په خوښه پرمحبوسينودقيدحکم کوي ،ددې بايد مخنيوی وشي.
( ۹) په محابسوکې دتعليم اوتربيې له پلوه ډيرمشکلات شته په مجموع کې داکار په ټپه ولاړدی بايد مسؤول مقامات راوغږول شي ،ترڅوچې ځای ،قرطاسيه اوکتابونه او نور درسي مواد تهيه کړي ،ترڅوچې دامحکوم انسانان دعلم له رڼاڼه بې برخې پاتې نه شي .
(۱۰) په محابسو کې صنائع فلج دي بايد بيرته احياشي چې بنديان له مصروفيت سره سره ښه کمالات زده کړي لکه : قالين بافي ،نجاري ، کالي ګنډل اونوري پروژې او ددولت هم ورکې ګټه ده .
(۱۱) دبنديانواعاشته اواباته بايدسم معياري شي دتداوۍ صحي اوبو اوصحي غذا کار يې سم شي اوداهم د ژوند تر ټولو ضروري شيان دي خصوصا دتداوي اومعالجې هيڅ پروګرام هم نشته بايددهيواد په محابسوکې پردې ښه غوروشي .
(۱۲) سالم احتجاج اوسوله يز اعتصاب دبنديانوحق دی،په تيروکلونو کې څوځله بنديان داحتجاج پروخت زورول شوي ،وهل شوي اوحتی شهيدان شوي دي او تل مسوولين دټوپک پرشپېلۍ خبرې کوي ،ددې ناروازور زياتي بايد مخنيوی او دتيرو وحشتونوخپلواکې پلټنې ترسره شي .
(۱۳) له بنديانو سره د سمت ،ژبې ، مفکورې قوم او دټبرپربنيادد توپیراو مورميرې چلند کيږي ،بايد نړيوال دې تکي ته پام وکړي ځکه چې ددې په پايله کې ډير ترخه عواقب راځي .
(۱۴) سياسي بنديان بايد له خپلو حقوقونه برخمن شي چې هيڅ قسم توجه تراوسه پورې دي ټکي ته شوې نه ده ،حتی اوسنی دولت دانه مني چې سياسي بندیان هم شته خوداخبره دهرزندان په يوه ځل ليدلوسره ټولوته جوتيږي چې د سياسي بنديانو ټول شرايط په دې انسانانوکې موجود  دي.
(۱۵) هغسې بنديان چې په لاعلاجه ناروغۍ اخته شي دنړۍ د ټولو مروجو قوانينوپر بنسټ بايد خوشې کړای شي ، خو اوسني دولت لاعلاجه ناروغي بالکل ترهغوپورې مني لاهم نه ترڅو چې بندي ورځنې مړنه شي ،دې ټکي ته بايد پام وشي .
(۱۶) بندي ته بايد دلومړنۍ محکمې د حکم نه هم وړاندې دوکيل د نيولو حق ورکړل  شي .
(۱۷) کله چې دبندي تحقيقات بشپړ شي نوحق لري چې خپلوان يې ملاقات ته و رشي ،خودافغانستان په توقيف خانو ،تعذيب خانو او محابسو کې تر ډير و مياشتوپورې بندي ته داحق نه ورکول کيږي بياکه ورته اجازه وشي نوملاقاتيان د مسؤلينوله خوا زورول کيږي ډيرځله ورځ په انتظار کې ورباندې تيره خوملاقات ونه کړي .
(۱۸)په محاکمو څارنوالیواو محابسو کې اداري فساد اوج ته رسيدلی دی که کوم بندي پيسې ونه لري نوکه يې هيڅ جرم نه وي کړی هم تر ټولو غټ مجرم شميرل کيږي او ډير غټ قيد ورته ليکل کيږي ددې ناوړه فساد بايد بيخ راوکښل شي .
(۱۹) بنديانو ته په اوړي کې دګرمۍ اوپه ژمې کې د يخنۍ د دفع کولو لپاره په محابسو کې هيڅ قسم وسائل نشته ،ددې بايد چاره وشي .
والسلام