ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ياسمين:په نړيوال ډگرکې د افغانستان بيرغ اوچتول مې لويه هيله ده

١٩ کلنی ياسمين حسن د لمړي ځل لپاره په افغانستان کې د غره ختونکو نجونو د ملي ټيم غړيتوب تر لاسه کړې .    دا لمړی ځل دی چې په افغانستان کې د غره ختونکو نجونو ډله جوړيږي او اوه تنه يی د ملي ټيم غړيتوب ترلاسه کوي .    ياسمين حسن اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل ، ارمان يي وو چې د نورو ورزشونو تر څنگ د غره ختونکو نجونو يوه ډله هم په افغانستان کې جوړه شي چې اوس خپلې هيلې ته رسيدلی ده .   نوموړی د ننگرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې ده، هغه وايي د سیمې د خلکو ، خپلوانو اوکورني ممانعتونو سره سره يی بياهم د افغانستان بيرغ په خپلو اوږو د پنجشير او باميان د غرونو تر لوړو څوکو ورساوه.    پيغله حسن وايی ددوئ ډله د روان نړيوال المپيک سياليو کې د گډون لپاره تياره وه خو نه پوهيږي چې ولې ددوۍ ډله دغو سياليو ته انتخاب نشوه .     آغلې حسن وايی يواځنۍ هيله يې راتلونکې المپيک سیالیو کې گډون او په نړيوال ډگر کې د افغانستان بيرغ اوچتول دي .   د ياسمين حسن بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :  

16.08.2016 امریکا غږ

پر سیاسي او ټولنیز ډګر د ترکیې ناکامې کودتا اغېزې

د بي بي سي خبریال مارک لوون په تېرو څو اونیو کې په ترکیه کې بدلونونو ته کتنه کړې او لیکي، یوه میاشت مخکې د ترکیې په پلازمېنه انقرې کې پوځیانو د جهنم په څیر یوه صحنه جوړه کړه.

16.08.2016 BBC

حکمتیار: موافقه "د افغانستان له اسلامي جمهوریت" سره کوو

د څو اونیو د ځنډ نه وروسته د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکراتو هیئت یو ځل بیا کابل ته تللی او د حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې د سولې پر مادو باندې موافقه شوې ده او ډېر ژر به لاسلیک شي. د حزب اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې خبرې اترې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې او یو ځل داسي اعلان وشو چې د پنځویشتو مادو پر مسوده باندې هوکړه شوې ده. حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې د ځنډیدلو علت یې د هغه پلار یعنې مشر حکمتیار ته د مسودې د کاپي لیږل او د هغه نظر اخیستل وو. هغه زیاتوي چې اوس موافقه شوې ده او پلار به یې ډېر ژر کابل ته راشي. حبیب الرحمان وایي هغوی له یو شمېر غوښتنو تیر شوې دي او حکومت هم په موافقتنامه کې د ځینو اصطلاحاتو بدلول منلي دي. کشر حکمتیار وایي "د څلورمې، اتمې او دیارلسمې مادې په اړه موږ باید سره وغږیږو. د هرې مادې په پای کې موږ دا ور اضافه کړې دي چې په دې موضوع به دواړه مشران گډ تصمیم نیسي او حکومت اطمینان راکړی چې دا غوښتنه یې منلي ده." ملي وحدت حکومت که د افغانستان اسلامي جمهوریت په مسوده کې دوه اړخونه داسي معرفي شوې دي "دا موافقه د ملي وحدت د حکومت او د اسلامي حزب تر منځ کیږي" خو اوس اسلامي حزب غواړې چې د ملي وحدت د اصطلاح پر ځای باید "د افغانستان اسلامي جمهوریت" ولیکل شي. د حکمتیار زوی حبیب الرحمان وایي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم ټولو خلکو ته د منلو وړ دی، د ملي وحدت حکومت هم یو حقیقت دی خو ښایي عمر یې دوه کاله وي. هغه زیاتوي "موږ هیڅ کومه نامشروع غوښتنه نه ده کړې چې مذاکرات ختم شي، او نه هم کومه نامشروع غوښتنه تحمیلوو، موږ نه نیم حکومت غوښتی دی، نه مو وزارت غوښتی دی او نه ولایت غواړو." په همدې ترڅ کې د افغانستان حکومت هم د موافقتنامې لاسلیک کیدلو ته خوشبیني ښکاروي او په دې لاره کې کومه شتونزه نه ویني. د سولې د عالي شورا غړی مولوي عطاالرحمان سلیم وایي چې د حزب د هیئت مشر کابل ته راغلی دی او ډېر ژر به یې نور غړي هم کابل ته ورسیږي چې خبرې اترې نتیجې ته ورسوي.

16.08.2016 امریکا غږ

پولنډ: د نازیانو له 'سرو زرو ډک' ریل ګاډي لټون پیل شوی

د خزانې لټونکونکو سویل لوېدیځ پولنډ په هغه سیمه کې کېندنې پیل کړې، چې دوی فکر کوي د نازي جرمني په غلا شویو وسلو او ګاڼو بار اورګاډی په کې خښ دی.

16.08.2016 BBC

امریکا: د افغانستان سیاسي جنجالونه د اندیښنې ندي

پر جمهوررئیس غنی باندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر نیوکو پنځه ورځې وروسته، متحده ایالات وایي چې د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو سره په اړیکو کې دي او ملاتړ يې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو د دفتر مشرې الیزابیت تراډو د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي جنجالونه د اندېښنې وړ نه بولي او زیاتوي چې دوی د افغانستان له مشرانو سره په تماس کې دي. هغې وویل "موږ د جمهور رئیس غني او د ملي يووالي حکومت په اړه د اجرائیه رئیس عبدالله له څرگندونو څخه خبر یو. موږ د ملي يووالي د حکومت ملاتړ کوو او دواړه جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د گډو اهدافو پر لور مشترک کار کولو ته هڅوو". تیره پنجشنبې ډاکټر عبدالله د ګډ حکومت د کړنو او په ځانګړې ډول د ولسمشر غني پر چال چلند کلکې نیوکې وکړې او خبرداری يې ورکړ چې لدې وروسته به مصلحت ونکړي. ارګ بیا په ځواب کې ویلي وه چې د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په هکله به "جدي بحثونه" وشی. پداسې حال کې چې ځيني د ملي يووالي د حکومت د راتلونکي په اړه اندیښمن دي، د امریکا د باندنیو چارو وزارت دغې چارواکې وویل چې واشنګتن ورته اندیښنه نلري. الیزابیت تراډو وویل "نه اندېښنه نه لرو، موږ فکر کوو چې په افغاسنتان کې لا هم ډېر کارونه پاته دي او د ملي وحدت د جوړیدو راهیسي ډېر بنسټیز او مهم پرمختگونه شوې دي. موږ د افغان حکومت سره په تماس کې یو او حالات له نژدې څارو". د افغانستان د ملي وحدت حکومت د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو تر جنجالي کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځگړتوب رامینځته شوی وو او د هغه یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

16.08.2016 امریکا غږ

شپږیزه: د آمو نهنګانو او بست ساتونکو لوبډلو مخامختیا

د کریکیټ شل اوریزو ' شپږیزو ' سیالیو په لړ کې نن د سې شنبې په ورځ د آمو نهنګانو او بست ساتونکو لوبډلې سره مخ شوې.

16.08.2016 BBC

کرزی وايي د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه وشي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي چې عنعنوي لویه جرګه د اوسني نظام د مشروعیت او تاکید یوازینۍ لار ده.

16.08.2016 امریکا غږ

خوست هوايي ډګر به ۱۴ میاشتو کې ورغول شي

د خوست هوايي ډګر د ځغاستلیکې رغونې چارې پیل شوې دي او چارواکي وايي راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به دغه چارې بشپړې شي.

16.08.2016 BBC

افغانستان زیاتو پیلوټانو او الوتکو ته اړتیا لري

افغان هوایي ځواک اوس ١٣٠ الوتکې لري خو دا په داسې حال کې دي چې ددغو الوتکو لپاره پوره پیلوټان نه شته. دا هغه نیمگړتیا ده چې د سخت دریځو پر وړاندې په جگړه کې د افغان سرتیرو په وړتیا سخت اثر لري. افغان ځمکني ځواکونه د هوایي ځواکونو څخه د زیات هوایي ملاتړ تمه لري چې د جگړې په ترڅ کې پر دښمن بریدونه وکړي او د جگړې د میدان ټپیان روغتون ته ولیږدي.  د کونړ ولایت د سرحدي پولیسو یو قوماندان چې رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو اجازه یې نه درلودله د نوم د نه ذکر کولو په شرط وویل "درې اونۍ دمخه زمونږ دوه تنه پولیس د طالبانو سره په جگړه کې ټپیان شول، مونږ پنځه ورځې انتظار وویست چې هغوی یو روغتون ته واستوو. ځنې وخت د ټپیانو د لیږدولو لپاره یوه اونۍ انتظار باسو". په کابل کې د امریکا د هوایي ځواک د مشورتي ډلې قوماندان ډگروال تروی هیندرسن وایي اوس چې په افغانستان کې د ناتو سازمان عمده جنگي ماموریت پای ته رسیدلی دوی هڅه کوي چې پوره تجربه لرونکي افغان پیلوټان او عمله استخدام کړي، او دا کار د دوی پر وړاندې لوی چلنج دی. ډگروال هیندرسن زیاتوي چې دا تر یوه حده اسانه ده چې الوتکی واخیستل شي خو مشکل دادی چې روزل شوي پیلوټان وموندل شي. د افغان هوایي ځواکونو د قوماندان ډگر جنرال عبدالوهاب وردک په وینا دغه ١٣٠ الوتکې کفایت نه کوي او اوس لویه ستونزه د موجودو الوتکو لپاره د روزل شوي فني پرسونل او پیلوټانو کمبود دی. د امریکا د پوځ په وینا د افغان هوایي ځواک په لیکو کې له وظیفې د تیښتې کچه ټیټه ده او نوي فیصده یې په خپلو دندو پاته کیږي او د هوایي ځواک په لیکو کې د شاملیدو لپاره تقاضا هم لوړه ده. د مثال په توگه په دې وروستیو کې د هوایي قواو د یو ټولگي لپاره ١١٠ محصلین په کار وو خو ٢٠٠٠ شاگردانو په کې د شمولیت لپاره نومونه ثبت کړي وو. خو د تکړه شاگردانو موندل سخت کار دی ځکه پیلوټان، عمله او فني کارکوونکي باید باسواده او په انگلیسي ژبه پوه اوسي. د رویترز اژانس د جنرال هیندرسن له خولی لیکلي دي چې ځنې وخت د ایتلافي ځواکونو د روزونکو څخه د C-208 الوتکو د الوزولو لپاره استفاده شوی ده، خو د ایتلافي ځواکونو او بهرنیو قراردادیانو پیلوټان یواځې نړیوالو اډو ته د پروازونو اجازه لري. د افغان هوایي ځواک قوماندان جنرال وردک وایي د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټان او نوره عمله د چک جمهوریت، متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو په گډون په بهر کې روزل کیږي. خو د امریکا د پوځ بریدجنرال دیوید هیکس چې د ایتلافي ځواکونو د هوایي قواو روزنیز ماموریت پرمخ بیایي وایي حتا که پیلوټان وروزل هم شي، کلونه وخت نیسي چې تجربه ترلاسه کړي. د هغه په وینا راتلونکي افغان پیلوټان ځوانان دي او د تجربو ترلاسه کول وخت نیسي.

16.08.2016 امریکا غږ

له لندنه تر واخانه او د کرکټ یوه لوبه

جون بیډ مور،چې په اصل کې د نیوزیلنډ دی او د کرکټ د لوبې سره بېحده مینه لري،هغه د افغانستان د کرکټ سره د خپلې مینې ښودولو دپاره او منځنۍ اسیا کې د پخوانۍ سترې جگړې د خاطرو د تازه کولو دپاره یو نادره سفر کړیدی. هغه قریب دیرش زره میله د سړک دلارې سفر کړیدی، چې نهه میاشتې مزل ېې د لندن نه تر افغانستانه او بیرته لندن ته وهلی ،هغه قریب د نهه ویشت ملکونو نه تېر شوی او د خپل ټول سفر په اړه ېې یو مستند فلم تیار کړیدی . چې نوم ېې دی  ستره لوبه. د منځنۍ اسیا د دیرش زرو میلو مزل ښاغلي جون بېډمور امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې ده  په لومړي ځل کال ٢٠٠٦ کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سره اشنايي پیدا شوه،هغه وخت دی لندن کې سسکس د ټیم سره و او دوي د افغانستان د کرکټ ټیم سره یوه سیالي کړې وه. بیا په کابل ٢٠٠٩ کې دی کابل ته لاړ او هلته مو د بیا د افغانستان د کرکټ او د انگلستان د پوځیانو په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته . هغه وايي چې ما دپاره دا ډیره جالبه وه چې د افغانستان خلک ډیر میلمه پاله دي ،نو فیصله مې وکړه چې د دوي د میلمه پالنې قرض به خلاصوم او دوي ته به یو ځل بیا د یوې بلې لارې نه راځم. هغه بیا په کال ٢٠١٣ کې د یوه اوږد او ستړیا نه ډک سفر کولو فیصله وکړه او  له لندنه را روان شو،د فرانسې، بیلجیم،.هالینډ،المان،پولینډ،یوکراین،روسېې ،جارجیا،ازربایجان،ترکمنستان ،ازبکستان او تاجکستان نه راتېر شو او د افغانستان واخان سیمې ته ورسید.  واخان ته په رسیدو ېې د بروغیل د پولې خلکو هرکلی وکړ او ده اته ویشت ماشومان او ځوانان راغونډ کړ او د کرکټ یوه لوبه ېې هم ورسره وکړه ،چې د همده ټیم وگټله. هغه دې سفر کې د بورس په نوم یو جیپ درلودو ،او بیرته هم هغې کې  د پاکستان ایران ترکېې دلارې انگلستان ته ستون شو. جون بېډمور وايي چې ده دپاره دا یوه تاریخي ورځ وه چې د هغه ځایونه بیا ولیدل چې یوازې د تاریخ په کتابونو کې ېې لوستلي وو. چرته چې قریب سل کاله مخکې د غرب او شرق یا د انگلستان او روسېې  ترمنځ ستره لوبه روانه وه. نن هم هغه ځای کې ده د افغان ماشومانو سره د کرکټ لوبه وکړه او اوس داسې ورته ښکاري چې د هغې سترې لوبې ځای کرکټ نیولی دی. د دې ټول سفر هره صحنه د کامرې په سترگه کې خوندي شویده او د یو مستند فلم په توگه به د اکتوبر په میاشت کې لندن کې نندارې ته وړاندې کیږي او د افغان کنکشن په نوم موسیسه چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم او کرکټ د ودې دپاره کار کوي، دې فلم د نمایش بندوبست کوي او د نندارې د لارې د لارې ترلاسه شوې پیسه به ېې افغانستان کې د نجونو په مکتبونو او کرکټ په میدانونو مصرفیږي. جون بېډ مور وايی زه ځان د افغانستان پوره وړی بولم او غواړم د دې مستند فلم د نندارې دلارې هرڅومره پیسې چې لاس ته راځي هغه بیرته افغانستان او کرکټ ته ورکړم. ځکه چې افغانستان مې خوښ او کرکټ مې عشق دی. د ښاغلي جون  بېډ مور د فلم گریټ گیم تهرټي تاوزنډ مایل اکراس سنټرل ایشیا باره کې نور معلومات دې لینک د لارې ترلاسه کول شئ. http://www.thegreatgamemovie.com/ که غواړئ د بېډ مور د فلم په اړه د فیسبوک د لارې نور معلومات هم ولرئ نو د فیسبوک پاڼه ېې هم تعقبولی شئ. https://www.facebook.com/TheGreatGameMovie/videos/1716077265321048/?pnref=story د ښاغلي جون بېډ مور د فلم ننداره به د لندن نه علاوه نورو هیوادونو کې زر کتونکو ته وړاندې شي .

16.08.2016 امریکا غږ

پاکستان پوځ ډېورنډکرښې ته څېرمه نور ځواکونه ځای پر ځای کوي

د پاکستان پوځ یوه خبر پاڼه کې ویل شوي د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه په یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې به د پاکستاني ملېشه ځواک ۲۹ نوې ډلې جوړوي او دغه ډلې به پر ډېورنډکرښه او شاوخوا سیمه کې فعالیت کوي.

16.08.2016 BBC

روسیې له ایراني اډو پر سوريې بمبارۍ کړي

ایران وايي په سوریه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې له روسیې سره ستراتیژیکه همکاري لري او له یو بل سر پوځي امکانات شریکوي.

16.08.2016 امریکا غږ

روسیې خپلې الوتکې د ایران یوه هوايي‌ ډګر کې ځای پرځای کړي

سوریه کې د داعش پر ضد علمیاتو په موخه ایران روسي پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې له همدان هوايي اډې نه الوتنې وکړي. په سیمه کې ایران او روسیه د بشار اسد کلک ملاتړي ګڼل کېږي.

16.08.2016 BBC

د اولمپیک سیالیو لسمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر لسمه ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانیا په دويم نمبر او چين په درېيم نمبر و.

16.08.2016 BBC

فراه کې طالبانو پنځه دولتي سرتېري اعدام کړي

د افغانستان د لویدیځ ولایت فراه د پولیسو قومندانۍ د امنیت امر محمد غوث ملیار وایي، طالبانو په بکوا ولسوالۍ کې شپږ کسان اعدام کړي. ملیار بي بي سي ته وویل، دا کسان د فراه بېلابېلو سیمو کې طالبانو نیولي و، خو دغې ډلې تراوسه په دې څه نه دي ویلي.

16.08.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more