BBC
 شاته

خوست هوايي ډګر به ۱۴ میاشتو کې ورغول شي

Image copyright
Image caption دغه هوايي ډګر په تڼیو ولسوالۍ کې په ۳ زره جریبه ځمکه رغول کېږي، چې ټول لګښت به پرې ۸ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وشي

د خوست هوايي ډګر د ځغاستلیکې رغونې چارې پیل شوې دي او چارواکي وايي راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به دغه چارې بشپړې شي.

خوست والي حکم خان حبیبي بي بي سي ته وویل: "یو تخنیکي ټیم چې مسلکي او د سکتوري ادارو ریسان او انجینران په کې دي، ګومارل شوی چې د خوست د هوایي ډګر رغاونې د چارو کیفیت څارنه وکړي او هره ورځ ما ته راپور راکړي."

دغه هوايي ډګر په تڼیو ولسوالۍ کې په ۳ زره جریبه ځمکه رغول کېږي، چې ټول لګښت به پرې ۸ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وشي.

د والي په خبره "ځغاستلیکه به ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ متره په پلنوالي سره په اساسي ډول پخه شې.

نوموړی وايي د دې تر څنګ به ۴ زره متره اوږده او ۳۰۰ متره پلنه هواره خامه ځمکه هم د هوايي ډګر برخه وي، چې د الوتکو کښېناستو پر مهال د بېړنیز حالت لپاره ورته اړتیا ده.

چارواکي وایي، د خوست له نړیوال ملکي او هوایي ډګر نه به نړۍ او د افغانستان بېلو سیمو ته الوتنې کېږي.

Image copyright
Image caption د خوست والي په خبره "ځغاستلیکه به ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ متره په پلنوالي سره په اساسي ډول پخه شې.

د خوست سوداګرۍ خونې چارواکي هم د دغه ولایت د نوي هوایي ډګر د جوړولو چارو هیلمند کړي دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزي بي بي سي ته وویل: " له دغه ځایه هر کال نژدې ۱۰ زره ټنه ځنغوزي پاکستان یا نورو هېوادونو ته په قاچاقي ډول ځي او هلته بیا پرې د هماغو هېوادونو نښې لګول کېږي، که هوایي ډګر ورغول شي زموږ د ځنغوزو سوداګري به مخامخ له بهرنیو هېوادونو سره وتړله شي."

خوست د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو پرتله نسبتاً ارام دی او په تېره یوه لیسزه کې دلته له عربي هېوادونو راستنو شویو افغانانو د پراختیا په برخه کې پام وړ پانګونه کړې.

د خوست د هوایي ډګر چارې څلور میاشتې مخکې له هغه وروسته پيل شوې، چې ولسمشر غني خوست والي ته امر وکړ، چې د هوایي ډګر رغونې او اړوند قرار داد کې شته ستونزې هوارې او بیا یې له سره چارې پیل کړې.