BBC
 شاته

پولنډ: د نازیانو له 'سرو زرو ډک' ریل ګاډي لټون پیل شوی

Image copyright
Image caption دغه کېندنه د والبرزیچ ښار ته نژدې کېږي او ښايي ۱۰ ورځې وخت ونیسي

د خزانې لټونکونکو سویل لوېدیځ پولنډ په هغه سیمه کې کېندنې پیل کړې، چې دوی فکر کوي د نازي جرمني په غلا شویو وسلو او ګاڼو بار اورګاډی په کې خښ دی.

ماهرین وايي داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې ګواکې دغه افسانوي ګاډی دغه سیمه کې تر خاورو لاندې دی. د کېندونکو ډلې مشري د پولنډ پیوتر کوپیر او د جرمني اندریاس ریچتر کوي او دوی وايي د ځمکې ارزونې راډار پایلې 'خورا هیله مند ' کړي دي.

دوی په دې باور دي، چې دغه ګاډی ۱۹۴۵ کال کې په یوه تونل کې پټ ساتل کېده.

دغه کېندنه د والبرزیچ ښار ته نژدې کېږي او ښايي ۱۰ ورځې وخت ونیسي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې له لوټ شویو ګاڼو او وسلو بار یو اور ګاډی د تونلونو یوې لړۍ کې پناه شوی و.

ویل کېږي دا د نازیانو یوه پټه پوځي پروژه وه، چې سر ته و نه رسېده. دا هغه مهال و، چې د پخواني شوروي اتحاد سره پوځونه د جرمني منځ ته د پرمختګ په حال کې وو.

د نړیوالې جګړې پر مهال نازي ځواکونو د والبرزیچ ښار په شاوخوا کې څو کیلومتره اوږده تونولونه رغولي وو.

بل لور ته دسمبر کې د کاراکاس ساینس او تکنالوژي پوهنتون پروفیسور جانوز مادیج وویل، د جیولوجیکل سروې پایله کې جوته شوې، چې دغو تونلونو کې د اور ګاډي شتوالي کوم ثبوت نه شته.

Image copyright
Image caption ویل کېږي دا د نازیانو یوه پټه پوځي پروژه وه، چې سر ته و نه رسېده

والبرزیچ کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې نوموړي وویل:

'' کېدای شي دغه سیمه کې تونل وي، خو هېڅ یو خښ اورګاډی دلته نه شته ''

د کېندونکو ډلې یوه ویاند اندرزیج ګایک ویلي:

'' موږ باید د ریل ګاډي پټلي پسې لټون وکړو، ښايي د ریل تونل ته یوه غځېدلې لاره ومومو او که تونل شته نو معانا یې دا ده، چې اور ګاډی هم په کې شته. ''

ځايي خلکو کې داسې نکل مشهور دی، چې کله چې شوروي پوځونه نژدې شوو د پولنډ له راکلا ښاره له سرو زرو یو ډک اور ګاډی ووت. ویل کېږي، چې له والبرزیچ نه درې کیلومتره لرې کسیاز نومي کلا ته نژدې دغه ګاډی تري تم شو.