BBC
 شاته

پاکستان پوځ ډېورنډکرښې ته څېرمه نور ځواکونه ځای پر ځای کوي

Image caption ددغې ایجنسۍ همدې سیمو ته لاهم خبریالان نه شي ورتلی، چې معلومه کړي، د پاکستان پوځ مخکیني عملیات څومره بریالي شوي دي

د پاکستان پوځ وايي، له ډېورنډکرښې سره په خیبرایجنسۍ سیمه کې يې نوي عمليات پېل کړي. د دوی په خبره د دغو عملیاتو هدف سیمه کې د وسله والو سخت دریځو د تګ راتګ مخه نیول دي.

د پوځ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه عمليات د خیبرایجنسۍ په راج ګل سیمه کې پيل شوي او موخه يې ددغې سیمې په لرو پرتو غرنیو سیمو کې د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول او ددوی له منځه وړل دي.

Image copyright
Image caption تردې وړاندې په یاده سیمه کې د ۲۰۱۵م عیسوي کال په فبرورۍ مياشت کې د پاکستان پوځ د ( خېبر دوه ) په نامه عمليات پېل کړي و

پرون دوشنبه د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي و، چې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې په لړ کې یوه کمېټه جوړه شوې او هدف يې ددغې تګلارې پلي کول دي.

خبر پاڼه کې ویل شوي په دغه غونډه کې چې د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه په کې ګډون درلود، پرېکړه شوې چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې به د پاکستاني ملېشه ځواک ۲۹ نوې ډلې جوړوي او دغه ډلې به پر ډېورنډکرښه او شاوخوا سیمه کې فعالیت کوي.

دې وروستیو کې پاکستان د ډېورنډکرښې اوږدو کې پر تورخم یوه دروازه جوړه کړې، چې د یادې دروازې جوړولو له کبله د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

Image copyright BBC Urdu
Image caption تېرا پر ګڼو ځنګلونو پوښلې لرې پرته سیمه ده

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د اګست پراتمه نېټه تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان پوځ ځينې غونډې وکړې او په دغو غونډو کې يې د هېواد پر امنيتي وضعیت بحث کړی دی. تردغه برید وروسته د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په ټول هېواد کې د ( ږمنځولو ) په نامه چاڼیز عمليات پېل کړل. دغو عملياتو کې د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۲مه نېټه ادعا وکړه چې د خیبرایجنسۍ په شاه کڅ سیمه کې يې څلور ځانمرګي بریدګر او له چاودیدونکو توکيو ډک موټر هغه مهال ونیو، چې ددوی په خبره د ډېورنډکرښې له هاغاړې را اوښتي و.

تردې وړاندې په یاده سیمه کې د ۲۰۱۵م عیسوي کال په فبرورۍ مياشت کې د پاکستان پوځ د ( خېبر دوه ) په نامه عمليات پېل کړي و، چې د یاد کال په جولای میاشت کې يې پای ته ورسول او د بریا ادعا يې وکړه. خو ددغې ایجنسۍ همدې سیمو ته لاهم خبریالان نه شي ورتلی، چې معلومه کړي، د پاکستان پوځ څومره بریالی شوی دی.