شپږیزه: د آمو نهنګانو او بست ساتونکو لوبډلو مخامختیا
د کریکیټ شل اوریزو ' شپږیزو ' سیالیو په لړ کې نن د سې شنبې په ورځ د آمو نهنګانو او بست ساتونکو لوبډلې سره مخ شوې.
بست ساتونکو لوبډلې خپله د منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۸ منډې جوړې کړې.
د آمو نهنګانو لوبډلې ته دا هدف دومره لوړ نه وو او د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې په پنځلسم اوور کې پوره کړ.
آمو نهنګانو لوبډله تر دې دمه ددغو سیالیو په سر کې او کابل بازان دویم ځای لري.
سبا به کابل بازان او آمو او په بله لوبه کې بند امیر او مس عینک لوبډلې سره مخ کیږي.