ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان پوځ ډېورنډکرښې ته څېرمه نور ځواکونه ځای پر ځای کوي

د پاکستان پوځ یوه خبر پاڼه کې ویل شوي د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه په یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې به د پاکستاني ملېشه ځواک ۲۹ نوې ډلې جوړوي او دغه ډلې به پر ډېورنډکرښه او شاوخوا سیمه کې فعالیت کوي.

16.08.2016 BBC

روسیې له ایراني اډو پر سوريې بمبارۍ کړي

ایران وايي په سوریه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې له روسیې سره ستراتیژیکه همکاري لري او له یو بل سر پوځي امکانات شریکوي.

16.08.2016 امریکا غږ

روسیې خپلې الوتکې د ایران یوه هوايي‌ ډګر کې ځای پرځای کړي

سوریه کې د داعش پر ضد علمیاتو په موخه ایران روسي پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې له همدان هوايي اډې نه الوتنې وکړي. په سیمه کې ایران او روسیه د بشار اسد کلک ملاتړي ګڼل کېږي.

16.08.2016 BBC

د اولمپیک سیالیو لسمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر لسمه ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانیا په دويم نمبر او چين په درېيم نمبر و.

16.08.2016 BBC

فراه کې طالبانو پنځه دولتي سرتېري اعدام کړي

د افغانستان د لویدیځ ولایت فراه د پولیسو قومندانۍ د امنیت امر محمد غوث ملیار وایي، طالبانو په بکوا ولسوالۍ کې شپږ کسان اعدام کړي. ملیار بي بي سي ته وویل، دا کسان د فراه بېلابېلو سیمو کې طالبانو نیولي و، خو دغې ډلې تراوسه په دې څه نه دي ویلي.

16.08.2016 BBC

د مېرمنو لپاره د نجونې یوه ډله رادیويي چارې مخته وړي

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د نجونو یوې ۱۱ کسیزې ډلې د مېرمنو لپاره ځانکړې راډیو جوړه کړې. دا مهال په شپه او ورځ کې دغه راډیو ۱۸ ساعته خبري، سیاسي، ورزشي او ټولنیزې خپرونې لري، خو لویه برخه ېې موسیقي ته بېله شوې ده.

16.08.2016 BBC

د پاکستان پر پوځ نیوکه؛ د ټاکنو کمیسیون اڅکزی وربللی

د پاکستان پارلمان کې پر پوځ او استخباراتو د پښتون ملتپال محمود خان اڅکزي تر انتقادي څرګندونو وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پارلمان دغه غړی وربللی دی. یوه پاکستاني د هغه څرګندونو له امله دغه کمیسیون ته شکایت کړی او د اڅکزي د غړیتوب لغوه کېدل یې غوښتي.

16.08.2016 BBC

د یوه زده کوونکي ضیاءالحق ستونزې

د انصاف په لټه کې ازادي راډیو د دې اوونۍ خپرونه د لغمان ولایت د روښان د لېسې د یوه زده کوونکي ضیاءالحق ستونزو ته ځانګړې شوې ده.

16.08.2016 ازادي راډیو

انډونیزیايي الوتکې له ۹ کلن بندیز وروسته امریکا ته الوځي

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي، په انډونیزیايي الوتکو کې د خوندیتوب په ارزونه پسې اوس د دغه هیواد هوايي کرښه له نهو کلونو بندیز وروسته بیا امریکا ته الوتنې پیلولی شي.

16.08.2016 BBC

بریښنا شرکت: ځینو ناامنو سیمو کې طالبان د بریښنا محصول ټولوي

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي‌ چې په ځینو ناامنه سیمو کې طالبانو په خپله د بریښنا بیلونه جوړ کړي او د بریښنا د لګښت پیسې یا محصول له خلکو ټولوي.

16.08.2016 امریکا غږ

ډان: د آی اېس آی په اړه څرګندونې، د اڅکزي پرضد قضیه

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د وتلي پښتون ملتپال مشر محمود خان اڅکزي پرضد ثبتې شوې يوې قضيې ته کتنه کړې. اڅکزي ویلي و د پاکستان استخبارات يا څارگرې ادارې د سياستوالو په تړاو په مالومات غونډولو بوخت دي او ترهگر آزاد گرځي.

16.08.2016 BBC

حیات: د هلمند جګړه کې ۵زره کورني او بهرني وسله وال برخه لري

د هلمند والي وايي د دغه ولایت په جګړو کې له څلور تر پنځو زرو کورني او بهرني وسله وال برخه لري. حیات الله حیات که څه هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هلمند کې د داعش موجودیت تایید نه کړ، خو په ټینګار سره یې وویل چې د دغه ولایت په جګړه کې له افغان طالبان سره د بېلابېلو هېوادونو وسله وال همکاري کوي: "هغه اسناد چې موږ ته په لاس راغلي په دغو جنګیالیو کې پاکستانیان، لشکرې طیبه، د غربي ګاونډیانو تاجکستانۍ او ازبکستانۍ ډلې په کې شته دي." هغه له پاکستان او ایران سره د افغانستان خلاصې پولې ته په کتو اندېښنه وښوده چې د بهرنیو وسله والو فعالیت به هلمند کې د اعش فعالیت ته زمینه برابره کړې. د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په یوشمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړې روانې دي.

16.08.2016 ازادي راډیو

بریتانیایۍ دوجاردین د اولمپیک درې مډالونه وګټل

د برازیل ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو کې بریتانیایۍ شارلوټ دجاردین د اس ځغلولو په سیالۍ کې درې مډالونه ګټلي دي. په دې سره شارلوټ د ۲۴ کلنې بریتانیایۍ لورا توټ چې د بایسکل ځغلونې لوبغاړې ده، بریا تکرار کړه.

16.08.2016 BBC

ولې جوماتونو کې زده کوونکي ماشومان وهل کېږي؟

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر په جوماتونو کې د ملا امامانو له خوا د ماشومانو د وهلو په اړه اندېښنه ښودلې او د ماشومانو د زده کړو پرمهال یې د هغوی د وهلو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

16.08.2016 BBC

یمن کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید ۱۱ کسان وژلي

بې پولې ډاکټران وایي، د یمن شمال کې ددې سازمان تر مدیریت لاندې روغتون باندې هوایي برید کې لږ ترلږه ۱۱ کسان وژل شوي. د حجه ولایت په عبس کې په دغه برید کې چې انګېرل کېږي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف الوتکو کړی وي، ۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

16.08.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more