ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په لورالايي کې د 17 کلن ځوان د مرموزې وژنې ضد سياسي ګوندونو احتجاجاً ښار تړلی

د پاکستان د بلوچستان صوبې د لورالايي ضلعې د پوليس چارواکو  په خبره د تېر اتوار/ يکشنبې په ورځ د بوري د سېلګرۍ په کوهار ډيم سيمه کې په يوه پېښه کې 17 کلن ځوان اسرار خان وژل شوی او د هغه درې نور ملګري ټپي کړل شوي دي. د پېښې په ضد نن سياسي ګوندونو او پي ټي اېم احتجاج کړی او ښار یې احتجاجاً تړلی دی.

18.10.2022 ډیوه

امریکا د پاکستان په ژمنه او توان باوري ده چې خپلې ايټمې اثاثې به خوندي وساتي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، امریکې تل خوندي او سوکاله پاکستان د امریکې د ګټو دپاره مهم بللی او امریکا د پاکستان سره د اوږدې مودې همکارۍ ته ارزښت ورکوي.

18.10.2022 ډیوه

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځينه کارکوونکې له دندو ځواب کړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن د دې وزارت ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته، دې ادارې ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي. يو شمېر ښځينه کار کوونکې چې د دې ادارې چارواکو نن په یاد وزارت کې د کار کولو منع کړي دي وايي، د طالبانو په رژیم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي نن ورته ویلي، له دې وروسته، دغه وزارت ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي. د دغو ښځو له قوله، دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي او بې له دې چې کار وکړي، بله هیڅ لار نه‌‌لري. د دې وزارت یوې کارکوونکې چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دوی ته یې ویلي باید ولاړې شي او په کور کېني. دا کارکوونکې وايي: "وايي، هیڅ کار مه کوئ، دروازه درته پرانيستې ده، ولاړې شئ او په کور کېنئ. زموږ غږ باید نړیوالو ته ورسېږي. موږ څه وخورو. موږ به یا نن دوی وژني او یا هم به هم خپل کار ته ځو." معترضو مېرمنو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم را استولي چې په‌کې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت نه د لسګونو ښځو د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي. هاخوا ازادي راډیو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو د رئیس مدیر احمدي هغه وینا هم تر لاسه کړې ده چې د دې وزارت د ښځینه کارکوونکو د شړلو پر مهال یې کړې. هغه په خپلو خبرو کې وايي، د دوی د قانون له مخې، نارینه او ښځینه په یوه اداره کې ګډ کار نه‌شي کولای. نوموړی وايي: "که تاسې په دې فکر کوئ چې موږ راځو، کار مو کوو، ستاسې دا کار کول په هغه تېر نظام چې د جمهوریت نظام و، په هغې کې یې تاسې ته جواز در کاوه چې ښځې کولای شي کار وکړي. دا یو اسلامي نظام دی، اساس بدل شوی، قانون هم بدل شوی او نظام هم بدل شوی. د دې نظام د قانون په مادو کې داسې لیکل شوي چې ښځې نه‌شي کولای له سړو سره یوه اداره کې یو ځای کار وکړي." مدیر احمدي د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غواړي چې د ځان پر ځای یو بل څوک ور معرفي کړي، څو د دوی پر ځای دې اداره کې کار وکړي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي په خپلو خبرو کې ښځو ته د ناقص‌العقل او ناقص دین خطاب هم کوي او وايي، که دوی یې د پرېکړې په خلاف اعتراض وکړي، دا به د دې وزارت لپاره بدنامي وي. اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې نوموړي له یوې غرفې خبرې کولې او دوی ته مخامخ نه و. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مو د دې پرېکړې په اړه وپوښت، خو هیڅ مسؤل چارواکی یې خبرو ته حاضر نه‌شو. له دې وړاندې د طالبانو رژیم د مالیې وزارت هم ښځینه کارکوونکې په کور کړې وې او ترې یې غوښتي وو چې د ځان پر ځای کوم نارینه ور معرفي کړي. طالبان داسې مهال ورځ تر بلې په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه زیاتوي چې تېره اوونۍ متحده‌ایالاتو د دوی په یو شمېر چارواکو د ښځو د حقونو د نقض له امله د ویزې بندیز ولګاوه. تر څنګ یې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوو نورو طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله د سفرونو بندیز لګولی و.

18.10.2022 ازادي راډیو

د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د ښځینه محصلینو ایستلو په غبرګون کې د ښځو لاریون

د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو د ایستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، په کابل ښار کې یو شمېر معترضو مېرمنو لاریون کړی او وايي چې «تحصیل د افغانستان د نجونو سره کرښه» ده.

18.10.2022 امریکا غږ

فايق: امنيت شورا د افغان مېرمنو پر وضعيت او د بشري حقونو په اړه بحث کوي

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، افغانستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې برخه وي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه جوړېږي. دا غونډه چې د اکټوبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا جوړېږي، بنسټیز موضوعات يې ښځې، سوله او امنیت دی. افغانستان چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په برخه کې د خبرونو سرټکی وي، د دې غونډې د ګډون‌والو د بحث یوه خورا مهمه موضوع ده. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق نن ازادي راډیو ته وویل، د غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د نجونو او ښځو اوسنی وضعیت وڅېړي او د دوی پر وړاندې به د اوسنیو ستونزو د حل په لارو چارو بحثونه وکړي. نوموړی وايي: "دې غونډې ته به د ښځو، امنیت او سولې په اړه د عمومي منشي کلنی راپور وړاندې شي. په دې راپور کې به چې په لومړي ځل وړاندې کېږي، عمومي منشي به په خپلو سپارښتنو چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ځانګړي ډول د هغو چې د نورو ښځو د حقونو ملاتړي دي، تمرکز وشي." د امنیت شورا دې مهمه غونډه کې، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د دې سازمان د ښځو چارو اجرايوي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د بحثونو اصلي ویناوالې دي. واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، دې درې واړو مېرمنو په ځلونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت جدي اندېښنې ښودلې او ان له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض له امله په طالبانو فشار راولي او بندیزونه پرې ولګوي. د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا داسې مهال د ښځو، سولې او امنیت په اړه ګډه غونډه را غواړي چې په سیمه کې د افغانستان په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو او غوښتنې هم ورځ تر بلې جدي کېږي. تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره "د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو تر کنټرول لاندې" د پخلاینې د بهیر پر دریځ ټینګار کړی. ښاغلي شنکر د دوشنبې په ورځ سورات کې یوې غونډې ته وویل: "افغانستان کې غمجنې پېښې کېږي، خو هند دا نه‌شي ټاکلی چې په افغانستان کې څه کېږي، افغانان باید وټاکي چې په افغانستان کې څه کېږي." د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان په اړه هغه څه چې د هند حکومت کولای شي دا دي چې په سخت وخت کې له افغانانو سره مرسته وکړي. جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو حقونو ته په اشارې د سیاسي ډګر پر ټولو برخو غږ کړی چې د یوه سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د لږکیو په ګډون، د افغانستان د ټولو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

18.10.2022 ازادي راډیو

د تخلیې پروګرام؛ جرمني هره میاشت له خطر سره 'مخامخ ۱۰۰۰ افغانان راوباسي'

د جرمني حکومت له افغانستان څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د ایستلو په برخه کې د نوي پروګرام پیلېدو خبر ورکړی دی.

18.10.2022 امریکا غږ

څيړونکي: بايد پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې فعاله وساتل شي او کوټلي ګامونه پورته شي

څيړونکي وايي په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد نظام (نېکټا) بيا فعالولو پريکړه به عام ولس ته د بد امنۍ  دمخنيوي په اړه ډاډ ورکړي خو د سيمي خلک وايي نېکټا وړاندې هم موجود وه، ترهګري کيده او د امنيتي ادارو لخوا خلک هم ځورول کېدل، بايد حکومت د بدامنۍ ضد کلک ګامونه پورته کړي.

18.10.2022 ډیوه

د جمهوریت د وروستي قاضي القضات مړینې ته غبرګونونه

د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام وروستی قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانون پوه سید یوسف حلیم د هیواد څخه بهر مړ شوی.

18.10.2022 امریکا غږ

پي ډي اېم: انتخابات به کله کيږي دا فېصله به حکومتي اتحاد کوي

پاکستان کې واکمنه حکومتي اتحاد [پاکستان ډېموکرېټک مومنټ] ويلي، اتحاد د عمران خان دغه غوښتنه په کلکه رد کړې چې په ملک کې دې زر تر زره انتخابات وشي.

18.10.2022 ډیوه

امریکا کې یو کاناډایي داعش سره د مرستې له کبله په ۲۰ کاله بند محکوم شو

یو کاناډایي په متحده ایالاتو کې دوشنبه اکټوبر ۱۷ (تلې۲۵) په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د مرستې کولو له کبله په شلو کالونو بند تیرولو محکوم شو.

18.10.2022 امریکا غږ

روسیه کې د جنګي الوتکې د لویدو په پیښې کې ۴ تنه وژل شوي

د روسیې یوه جنګي الوتکه دوشنبه اکټوبر ۱۷ (تلې۲۵) د ییسک په بندري ښار کې چې اوکراین سره نږدې پروت دی، د خلکو د اوسیدو په سیمې لویدلې او لږ تر لږه ۴تنه پکې وژل شویدي.

18.10.2022 امریکا غږ

قرغزستان له تاجیکستان سره د شخړې حل کې له پوتین څخه مرسته وغوښته

د قزاقستان ولسمشر سدیر جباروف تاجیکستان سره له شخړې یوه میاشت وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین څخه غوښتي چې د شخړې په حل کې یې له هېواد سره مرسته وکړي.

17.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

17.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

17.10.2022 امریکا غږ

روېټرز: د افغانانو د ورتګ دپاره جرمني نوی پروګرام شروع کړی

د پروګرام دلاندې به جرمني هره میاشت ۱۰۰۰ افغانانو او د دوی کورنیو ته د ورتګ اجازت ورکوي چې پکې به زیاتره هغه کسان شامل وي چې د ښځو او انساني حقونو، د عدليي، سیاست، مطبوعاتو، تعلیم، ثقافت، لوبو او د ساینس په برخه کې کارکوي

17.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more