ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان سره په پوله نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع  کې د افغانستان سره په پوله د ترهګرو سره په نښته کې درې پوځيان وژل شوي او ترهګرو ته هم تاوان اړول شوی دی.

14.09.2022 ډیوه

ګوتیریش: نړۍ خطر کې ده او په وړاندې یې مبارزه یووالی غواړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ملګرو ملتونو د ۷۷ سرمشریزې په پیل کې "په خطر کې نړۍ" سره مقابلې لپاره د یووالي او همکارۍ غوښتنه وکړه.

14.09.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

14.09.2022 امریکا غږ

طالبان او د مقاومت جبهه پنجشیر کې یو بل ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي

د طالبانو اسلامي امارات او د ملي مقاومت جبهې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) ادعا وکړه چې په پنجشیر ولایت کې یې د جګړو پرمهال یو بل ته درنه مرګژوبله اړولې ده. 

14.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

13.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

13.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

13.09.2022 امریکا غږ

کاناډا ته د یو نوي تللي افغان مهاجر ټپي کیدل؛ پولیسو تورن بریدګر نیولی 

وروسته له هغې چې کاناډایي رسنیو د چاقو په برید کې هغه هیواد ته د یو نوی ورغلي افغان کډوال د ټپي کیدو خبر ورکړ، د کاناډا د وینکوور پولیسو د دې قضیې په تړاو د یو کس د نیولو خبر ورکړ.

13.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

13.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.09.2022 امریکا غږ

د ارمينیا او ازربایجان د ځواکونو جګړه کې مرګ ژوبله شوې

په کال 2020 کې نزدې يوه نيمه مياشت جګړه شوې وه چې پکې د 6,600 نه زيات خلک وژل شوي وو او ازربايجان خوا و شا علاقې بيرته د ارمينيا نه نيولې وې

13.09.2022 ډیوه

په سوات کې بم چاودنې د امن لښکر د مشر په شمول پېنځه کسان وژلي

په سوات کې د بم چاودنه په داسې حال کې شوې چې په تېرو څو هفتو کې د سوات په مختلفو غرنۍ سیمو کې د وسله والو د لیدل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو او په سوات کې په لاریونونو کې ځايي خلکو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې سیمه کې د امن قایم کړي

13.09.2022 ډیوه

رپورټ: د امریکې انصاف وزارت د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د پلویانو په اړه تحقیقات پراخ کړي

د رپورټ ترمخه ځیني احکامات دې دپاره هم جاري کړی شوي دي چې سېو امریکا یا امریکا د بچ کولو دپاره د ټرمپ د سیاسي هلو ځلو دپاره د چندې جمع کولو په باره کې معلومات ترلاسه کړی شي. نیویارک ټایمز وايي په دغه لړ کې معلومات اخیستل د انصاف وزارت د نویو تحقیقاتو برخه ده

13.09.2022 ډیوه

اوکرين وايي روسي ځواکونه يې په شا تمبولي او علاقه يې ترې بيرته نيولې ده

د څو مياشتو نه د جګړې په اوږدو کې روسي او اوکريني ځواکونو د يو بل نه د سيمو نيولو او بيرته اخستلو دعوې کړي دي خو په دې ورستيو ورځو کې اوکريني ځواکونو ناڅاپه په مخ تګ پيل کړی چې په سيپټمبر کې د کيف د سيمې نه شروع شوی و

13.09.2022 ډیوه

د تحریک انصاف حکومت پښتونخوا صوبه وسله والو ته سپارلې ده: صوبایي اسمبلۍ کې د اپوزیشن نیوکې

خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو صوبه کې په روان امنیتي وضعیت انديښني څرګندي کړي اويلي یې دي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت کې صوبه عملاً وسلوالو ته سپارل شوي ده. اپوزيشن ګوندونو د حکومت څخه غوښتنه کړي ده چې صوبه کې روان دناامنۍ د وضعیت اؤ امنیتي تګلارې په هکله دي دوي ته د تړلو دروازو ترشا (ان کيمره) بريفنګ ورکړل شي۔ بل پلو ته صوبه کې واکمن ګوند پې ټي ایي د اپوزيشن تورونه رد کړي اؤ وایي  چرته ،چرته چې وسلوال فعاليتونه رامخې ته کيږي پوليس او نور امنیتي ځواکونه يې پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي۔ د خيبر په پښتونخوا اسمبلۍ دغونډي پرمهال اپوزيشن ګوندونو صوبه کې دناامنۍ په روان صورتحال سختي نيوکې کړي دي او ويلي یې دي چې ورځ تر بلي د امن وضعه دخرابيدو په لوري روانه ده۔ خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامې نيشنل پارټۍ پارليماني ليډر سردار حسين بابک وایي حکومت دومره جرات نه لري چې په نا امنۍ خبره قدره وکړي. دګل په ورځ داسمبلۍ غونډې ته وینا کې هغه وویل د حکومت له کړو وړو داسي څرګنديږي چې صوبه د يوې پاليسۍ لاندي ترهه ګرو ته سپارل شوې ده۔ ‘‘يو وزير په دې خبره نه کوي،  خاموش دي ، غير اعلانيه پي ټي ایي زمونږ صوبه طالبانو ته حواله کړې ده‘‘ د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ايجنډا کې په صوبه کې د دامنیت د صورتحال نکته تر ټولو وروستۍ ايښودل شوې وه، چې کله مخالفو ګوندونو په خراب امنيت خبره شورو کړه نو ايوان کې د حکومتي ګوند غړي د نشت برابر پاتي وو، او د اپوزيشن پوښتنو ته يې جوابونه ونه ویل۔ خيبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف دامنیت دخرابې وضعې په اړه د اپوزیشن تورونه ردوي اؤ د وزيراعلا د اطلاعاتو مشير برسټر محمد علي سيف وي او ای ډیوه ته وایي صوبه کې چې چرته هم د قانون سرغړونه کيږي پوليس او اړونده اداري د هغې پرضد چټک ګامونه پورته کوي۔ ‘‘د پاکستان تحريک انصاف دحکومت مکمل پاليسي ده ،مونږ په سيکورټي باندې هيڅ قسمه کمپرومايز نه کوؤ، زمونږ په صوبه کې چې د قانون خلاف معمولي  خلاف ورزي کيږې پوليس هم ايکشن اخلي پوځ هم ايکشن اخلي لا قانون پځائ کوونکې چې سومره اداري دي، ټولې باقاعدګۍ سره  ايکشن اخلي‘‘ څرګنده دي وې چې روانه مياشت د ستمبر د دويمې نيټي نه راپديخوا لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان نزدې د ديارلسو وسلوالو بريدونو ذمه واري په خپل سر اخستي ده۔ پارليمان کې د جماعت اسلامي پارليماني ليډر عنايت الله خان د بحث په پيل کې وويل امن ددي رياست بنيادي مسله ده. نوموړي وويل سږکال د ترهه ګرۍ 434 بريدونه شوي دي چې پکې 323 ځوانان وژل شوي او دغه ډول په پخوانۍ فاټا کې 254 هدفي بريدونه شوي دي او سږکال په دهشت ګرۍ کې ډيره تندي راغلي ده۔ عنايت الله خان وويل د صوبایي اسمبلۍ په غړي  لياقت خان له بريد وروسته ټوله صوبه کې د ويري فضا جوړه شوي ده، او دا چې په سوات، دير، باجوړ، خيبر، او وزيرستان کې خلک د امن دپاره راوتلي خو انتظاميه د هغوي پرضد مقدمي درج کوي۔ پېښور کې دیو شخصي ټي وي خبريال طارق وحيد وایي د پاکستان تحريک انصاف د پاليسو نه دا خبره څرګنده ده چې ترهه ګرو او بيا په ځانګړي توګه دټي ټي پي لوري ته یې مدام نرمه پاليسي ساتلې نو ځکه دلته صوبایي حکومت هم د امنيت په اړه ښکاره پاليسي ورکولو نه ډډه کوي۔ "دا ويل کيږي بلکي د هغوي د بياناتو نه،د هغوي د پاليسو نه، اقداماتو نه دا ثابت دي چې هغوي د ترهه ګرۍ او بيا په خصوصي توګه  د ټي ټي پي په حواله لږه نرمه ګوشه لري په زړه کې، ډاګیزه خبره نه کوي، هم دغه وجه ده چې کومه د جماعت پالېسي ده لازمي خبره ده په دې وخت کې پې ټي ایي په حکومت کې ده په خېبر پښتونخوا کې نو هغه د پارټي پالېسي یې د حکومت پاليسي ده" څيړونکي وایي په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې وسلوالو بريدونو کې ډيره چټکتیا راغلې او وسلوال يو واري بيا پياوړي شوي دي، وایي که حکومت د وسلوالو پرضد جدي ګامونه وانه خستل  نو یو واري بيا به  د صوبي امنيت د پخوا شان خراب شې۔

13.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more