شاته

قرغزستان له تاجیکستان سره د شخړې حل کې له پوتین څخه مرسته وغوښته

د قرغزستان ولسمشر سدیر جباروف تاجیکستان سره له شخړې یوه میاشت وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین څخه غوښتي چې د شخړې په حل کې یې له هېواد سره مرسته وکړي.

د قرغزستان د ملي امنیت د کمېټې مرستیال مارات ایمانقلوف نن دوشنبه اکتوبر ۱۷ (تله۲۵) وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ توافق ستونزمن دی او له همدې کبله ولسمشر جباروف له مسکو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تاجیکستان او قرغزستان د سرحد په ۹۷۰ کیلو مېتر سیمې باندې د مالکیت دعوه لري او دا مسئله له پخواني شوروي اتحاد څخه د دغو هېوادونو د استقلال له اخیستلو وروسته پې حله پاتې ده.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې وروستیو شخړو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

دا دواړه هېوادونه د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت تړون غړي دي.

ښاغلي ایمانقلوف وویل چې د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کېدو په مهال د دغو هېوادونو ترمنځ د سرحدي بریدونو لپاره نښې ونه ټاکل شوې او همدا کار وخت ناوخت شخړه پاروي.

نوموړي وویل چې روسیه د پخواني شوروي اتحاد ځای ناستې ده او د دغو سیمو مخکنۍ نقشې هم د دوی په ارشیفونو کې دي.

د دغو دریو هېوادونو مشرانو د اکتوبر په ۱۳ نېټه سره ولیدل. ښاغلي پوتین هغه وخت ویلي وو چې روسیې داسې ونه ښودل چې د هغوی ترمنځ به منځګړتوب کوي خو ویې ویل چې په ارشیف کې به د اسنادو او نقشو په اړه د حل لاره لټوي.