ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شاهین شاه افریدی: د باز پرواز

د تاترې د څوکې په سیوري کې د زیږېدلي زلمي شاهین شاه افریدي دواړه لاسونه لکه د باز د وزرو په هوا کې خپاره دي, د هغه د لاسونو لاندې د باز وزرې هم ښکاري; په یو خیالي عکس کې دا طلسماتي منظر د کرکټ د مشهورې انلاین رسنۍ “کریک اینفو.کام” د مخ پاڼی دی. “کریک اینفو.کام” په وتلي بالر شاهین شاه افریدي څه د پاسه اتلس مینټه ځانګړې ډاکو مینټري کړېده. د ډاکیو مینټري نوم دی: “شاهین شاه افریدی: د باز پرواز” شاهین هر ځل چې په میدان خپل مقابل پرېباسي هم داسې کوي؛ په ځای ولاړ، هڅک سر ، راوتې سینه او لاسونه، لکه باز چې الوت ته تېاریږي. د خیبر نه د کرکټ یو بل ستوري شاهد خان افریدي به هم د خوشالۍ جشن دغه شان کولو. د شاهد او شاهین د خېبر د خاورې سره یوه رشته وس په خپلوۍ کې هم بدله شوې، شاهین وس د شاهد د مشرې لور اقصیٰ چنغول دی. په کال 2018 کې چې شاهین لا نړیوال کرکټ نه ؤ شورو کړی, په کرکټ کې بیخي نوی ؤ او لا نوم یې نه ؤ خپور شوی، وي او ای ډیوه په یو مضمون کې لیکلي وو: “ ګورو چې د خېبر شاهین له د کرکټ پنډتان څه خطاب ورکوي، خو شاهین خو شاهین وي که د غرونو په سرونو الووځي، او که د کرکټ په میدانونو کې لوبې کوي” هغه وخت ډیوه ته د کرکټ پوهانو ویلي وو: “د شاهین قد، رفتار، او انداز د سوپر سټار لو بغاړي دی” کریک اینفو ته د شاهین ورور ریاض افریدی چې پخپله هم د پاکستان لپاره لوبیدلی وايي, شاهین په وړوکوالي کې د کرکټ سره بې کچه مینه وه : “کله کله به زما د بیټینګ پیډز او هیلمټ سره اوده کیدلو” په ډاکومینټري کې د پاکستان یو پخواني بالر عاقب جاوید انکشاف وکړو چې شاهین کله په لومړیو دوه لوبو کې ښه ونه ځلیدلو نو ډېر خفه ؤ او مونږ ته یې وویل چې لوبې لپاره معاوضه نه اخستل غواړي. د شاهین عمر، قد، رفتار او لوبو ریکارډ شاهین افریدی دا وخت 22 کلن دی. شپږ فوټه او شپږ اینچې دنګ دی. په ګس مټ د 90 میل په رفتار بالینګ کوي. د پاکستان د پاره یې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په اپریل 2018 کې د نیوزيلېنډ خلاف کړې وه. په دغه لوبه کې یې یو لوبغاړی سوزولی ؤ. یو ورځنۍ لومړۍ لوبه یې د افغانستان خلاف 21سپټمبر 2018 کې وکړه، دوه لوبغاړي یې وسوزول. لومړی شل اووریزه یې په 3 اپریل 2018 کې د ویسټ انډیز خلاف وکړه، په څلورو اوورنو کې یې 27 رنزونه ورکړل خو وکټ یې وانخستلو. 25 ټېسټ لوبو کې یې 99 وکټونه اخستي. په 32 یو ورځنۍ (ونډی) لوبو کې 62 وکټونه اخستي. په ټي ټونټي نړیوالو شل (اوریزو) کې په 40 لوبو کې 47 په نورو 119 ټي ټوینټي کې یې 165 لوبغاړي سوزولي دي شاهین د 2019 کرکټ نړیوالو سیالیو کې په پینځمه جولای د لارډز په میدان کې د بنګله دېش شپږ لوبغاړي سوزولي وو. شاهین د ژوبلیدلو له وجې د څو میاشتو راهسې د پاکستان لپاره کرکټ نه کولو خو وس د ټي ټونټي نړیوالو سیالیو کې د لوبډلې برخه دی. د کرکټ په روان شل اووریزو سیالیو کې د پاکستان د شاهین شاه افریدي د لوبې نه ډېرې تمې دي.          

18.10.2022 ډیوه

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

18.10.2022 امریکا غږ

طالبانو تیره میاشت په پنجشیر کې ۲۷ بندیان په ډزو وژلي دي – راپور 

طالبانړ تیره میاشت د پنجشیر په ولایت کې د مقاومت د جبهې د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ نیولي وو چې بیا یې په مختلفو وختونو کې په مرمیو وژلي وو.

18.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

18.10.2022 امریکا غږ

د روسیې په بریدونو کې د اوکراین د برېښنا ۳۰فیصده تاسیسات ړنګ شوي

اوکراین د سه شنبې په ورځ اکتړبر ۱۸ (تلې ۲۶) وروسته له هغې ددې هیواد د برېښنا شبکې ته د "جدي" خطر خبرداری ورکړ چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، د روسیې پرله پسې بمباریو د ژمي په رارسیدو سره د اړکراین د برېښنا تاسیساتو دریمه برخه ویجاړه کړې ده. 

18.10.2022 امریکا غږ

کرکټ نړیوال جام درېیمه ورځ؛ سري لانکا اماراتو او هالنډ نمیبیا ته ماتې ورکړې 

په استرالیا کې د کرکټ د شل اوریز جام په روانو سیالیو کې نن سه شنبه اکتوبر ۱۸ (تله ۲۶) دوې لوبې وشوې چې سري لانکا او هالنډ وګټلې.

18.10.2022 امریکا غږ

رپورټ: طالبانو په پنجشير کې ګڼ شمېر مخالفین وژلي

افغان وېټنس وايي ادارې په درځنونو ويډيوګانې او عکسونه کتلي او په حتمي توګه ويلی شي د طالبانو يوه جنګي ډله د پنجشير په دره ولسوالۍ کې د لسو تنو د وژلو عمل تر سره کوي چې پينځه تنه پکې د وژلو په وخت په ويډيو کې هم ښودل شوي

18.10.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: افغانستان کې به سږ کال تر نومبره 20 ميلينه خلک د خوراک ناورین سره مخامخ شي

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې به د روان کال نومبر مياشتې پورې 20 ميلينه خلک د خوراک د ناورین او بېړني حالت سره مخامخ شي۔   راپور کې ويل شوي چې افغانستان کې د نورو عواملو ترڅنګ د اقتصادي بحران او وچکالۍ له امله د خوراک د نه خونديتوب لوړه کچه دوام لري۔  په دې هکله  په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کار پوهه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي د سياسي بدلون وروسته د نړيوالو مرستو کمېدل، د سرمايه کارۍ لپاره د مارکيټ نيشتوالی او د کاري فرصوتونو نه شتون په هېواد کې د لوږې سېوا کېدو سوب جوړیږي۔ وي او ای ډيوه سره خبرو کې  نوموړي دا هم وويل کاروباري نظام، وظايف لرل، د پروژو ترسره کېدل، د نړيوالو مرستندويه ادارو موجوديت او د هغوی مالي او تيکنيکي همکاري، دا د اقتصادي پراختیا لارې دي۔ هغه وايي د نظام د بدلېدو سره ددغه ادارو له منځه تلل او د کارونو محدوديت ددې لامل شو چې د افغانانو کومه د فقر کچه ده يا د لومړنيو مرستو دپاره د افغانانو اړتيا ده، د شل ميليونو نفرو پورې ورسېده۔  د سازمان په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان کې د روان کال نومبر مياشتې پورې به په 20 ميليونه تنانو کې څه باندې 13 ميلينه خلک د خوراک د بحران او نزدې 7 ميلينه خلک د بېړني حالت سره مخامخ شي۔  سازمان په خپل راپور کې دا هم ويلي کرونده د افغانستان د اقتصاد يوه مهمه برخه ده او د هیواد د ناخالصو تولیداتو لږ تر لږ 25 فيصده برخه کرهنه جوړوي۔ د رپورټ ترمخه د افغانستان 58 فيصده ابادي د کر کروندې سره ټرلې ده۔   افغان شنونکی او د معاشي چارو ماهر اسد مبارز وي او ای ډيوه ته وايي چې د زياتې ګرانۍ او د بېلا بېلو علتونو له وجې د ځايي ولس بې ځايه کېدو له امله د تېرو وختونو په پرتله زرعي پېداوار ډېر اغېزمن شوی او د خوراکي توکيو بیعې لوړې شوې دي۔ وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل "یو خو دا چې د اقتصادي ضعیفتیا سره د خلکو عايد ډېر کم شوی دی، دويم دا چې د تخمونو او کيميايي سرو نرخونه ډېر لوړ شوي دي او درېم دا چې په کال 2020 او 2021 کې خلک د ناامنۍ له وجې  او اوس د قدرتي افتونو له امله ډېر خلک بې ځايه شوي او زمکې ترې پاتې شوي، لکه چي په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې تاسو وګورئ" دنوموړي په خبره" نو طبعي داه چې دغه عوامل به د دوی د زراعت په برخه هم خراب تاثير کوي او هم دغه دلايل دي چې داسې وړاندوینه کېږي چې زرعي حاصلات به سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر کم وي"  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا د اکتوبر په 17مه په ټويټر ويلي چې یوازې په دریوؤ کلونو کې، د اټکل شوي افغانانو تناسب چې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي د 47 فيصده څخه 97 فيصده ته لوړ شوی دی۔ ملګرو ملتونو د روان کال اګست په 29مه خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان کې ورځ تربلې بېوزلي سېوا کېږي او د هېواد 6 ميلينه وګړي د قحط د خطر سره مخ دي۔ ملګرو ملتونو د مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتلي وؤ چې د اقتصادي پراختيا لپاره دې مرستې بيا پېل کړي او د ژمې په موسم کې دې د افغان وګړو سره د امداد لپاره 770 ميليونه ډالره مرستې وکړي۔

18.10.2022 ډیوه

اسټرېلیا دا فېصله بېرته اخېستي چې مغربي یروشلم يې د اسرایل سرښار منلی و

د اسرایل وزیراعظم یاېیر لېپېډ وویل یروشلم د اسرایل ابدي او غیر منقسم سرښار دی او هېڅ شی دا خبره نشي بدلولی. اسرایلي وزیراعظم وویل د اسټرېلیا وزیراعظم اېنتني البنيز د یروشلم په اړه یو مطبوعاتي رپورټ غلط کړی دی خو امید کوي چې البنیز په نور معاملات په سنجیدګۍ او مسلکي انداز کې په وړاندې بیايي

18.10.2022 ډیوه

سوریه کې د یاغي ډلو ترمنځ نښتو کې نژدې ۶۰ تنه وژل شوي- څار ډله 

په سوریه کې د جګړې د څار یوه ډله وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د یاغي ډلو په خپل منځیو جګړو کې لږ تر لږه ۵۸ تنه وژل شوي‌ چې اکثریت یې جګړه ماران دي.

18.10.2022 امریکا غږ

په اوکراین د روس هواي بریدونه، ایران د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي کوي

روسي ځواکونو د نهې په ورځ د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې د انرجۍ د یو مرکز په شمول ګډون نور مرکزونه په نخښه کړي دي. د صدر ولادیمیر زیلنسکي د دفتر مرستیال مشر کېرېلو تېموشینکو تر مخه په بریدونو کې د کیو د بجلۍ د سپلای مرکز هم په هدف شوی دی. د کیو ښار مئیر میتالي کلیټسچوکو وویل چې د ښار په شمالي سیمه کې چادونو یوې مهمې ودانۍ زیاني کړېده. تېمو شنکو وايي د نېپرو په ښار کې د انرجۍ ودانۍ ته قوي زیان رسیدلی دی. زیلنسکي ویلي روس د اوکراین د اهمو انرجۍ په مرکزونو “ترهګرېزې حملې” کوي:  “د اکتوبر د لسمې راهسې د اوکراین د بجلۍ 30 فېصدي مرکزونه هدف شوي چې د بجلۍ یو بحران یې پیدا کړی دی، د پوتین حکومت سره د خبرو هیڅ ځای ندی پاتې شوی” بلې خوا ته امرېکې د ګل په ورځ وویل روس ته د ایران لخوا ډرونز ورکول د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي ده. د امرېکې د خارجه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل خبریالانو ته وویل: “نن سهار زمونږ اتحادیانو برتانیې او فرانس په ښکاره معلومات ورکړل چې د ایران بې پایلټه الوتونکي ډرونز روس ته ورکول د ملګرو ملتونو د سلامتي شورا 2231- قرارداد خلاف ورزي ده” سلامتي شورا دغه قرارداد په 2015 کې منظور کړی ؤ. په ورستیو کې اوکرایني مشرانو په تکرار سره ویلي دي چې روس چې کومې حملې کوي په هغې کې زیاتره د ایران شهید- 136 نومې ډرونز استعمالیږي. د وايټ هاوس پریس سیکترې کېرن جین د ګل په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې ایران په دې هکله د دروغو څخه کار اخلي او روس ته په اوکراین د حملو لپاره د وسلو ورکولو خبره ردوي. هغې ویلي وو امریکه به د روس او ایران د وسلو په تجارت پابندۍ نافذ کړي.

18.10.2022 ډیوه

دپارلیمان غړي وایي کېدای شي د ملتان روغتون په بام موندل شوي مړي د لادرکه بلوڅو اؤ پښتنو وي

 مرکزي حکومت کې شامل د سياسي ګوندونو د قامي اسمبلۍ غړو په دې وروستیو کې د پنجاب ملتان ښار د نشتر روغتون په بام د رابرڅېره شوو جسدونو د ډي اېن ای ازموېنې کولو غوښتنه کړې او ویره یې څرګنده کړې ده چې دا مړي د سیند او هېواد د قبایلي ضلعو څخه د لا درکه تنانو کېدای شي. په واکمن اتحادي حکومت کې شامل د پيپلز ګوند، متحده قامي موومنټ، جمعیت علما اسلام ف او نیشنل ډېموکرېټک غورځنګ غړو د ملتان په نشتر روغتون کې د ګڼ شمېر جسدونو د موندل کيډو دا معامله له هغې وروسته راپورته کړې چې د پنجاب صوبې اعلا وزیر پروېز الهي د یاد روغتون د دریوؤ ډاکټرانو په ګډون د اړونده پوليس تاڼو دوه افسران معطل کړي دي. د تېرې شورو په ورځ د ملتان د نشتر مېډيکل روغتون په بام ګڼ شمېر جسدونه رابرڅېره شوې وو چې وروسته په ټولنيزو رسنيو هم خلکو دا عمل غندلی و. د پنجاب په ملتان ښار کې د نشتر مېډيکل روغتون په بام د ګڼ شمېر جسدونو د موندل کېدو دا معامله وړومبی په قامي اسمبلۍ کې د متحده قومي موومنټ ښځينه غړې کشور ذهره راپورته کړه چي وروسته ورسره د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل او د نېشنل ډېموکرېټک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم ملاتر اعلان کړو. دغو غړو د ملتان په نشتر هسپتال کې د رابرسېره شوو جسدونو د ډي اېن اې ازموینې غوښتنه وکړه. شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز په خپل يو رپورټ کې ویلي چي د پنجاب د اعلا وزير پروېز الهي لخوا ددې معاملې د ابتدايي پلټنو په ترڅ کې د روغتون د اناټومي څانګې د دوؤ ډاکټرانو، دریوؤ ملازمينو په ګډون د اړونده دوو پوليس تاڼو دوه ایس ایچ او ګان معطل کړی شوي دي. پدې اړه د ډيوه سره د نهې په ورځ خبرو کې د پيپلز ګوند سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل وویل دا مالومېدل اړين شوي دي چې دا جسدونه  چرته تع راغلل، د چا دي او وارثان یې څوک دي؟ هغه وايي ما د قامي اسمبلۍ د سپيکر څخه غوښتنه کړې چې ددې معاملې د پلټنو لپاره دې يوه پارليماني کمېټي جوړه کړی شي، په دې معامله کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او بيا دې جسدونه خپلو وارثانو ته وسپارل شي. وايي دا هرڅه ځکه کول پکار دي چې په پاکستان کې زیات خلک لا درکه دي. د راپورونو ترمخه د تېرې شورو په ورځ په ټولنيزو رسنيو داسې يو شمېر وېډيوګانې خپرې شوې وې چې په کې د نشتر روغتون په چت  بام ګڼ شمېر کې د جسدونه ليدل کېدل. له دې ورستو په ټولڼيزو رسنیو د جسدونو د هسپتال په بام د موندل کيدو په معامله ټکونه شوي وو او ددې مړو د پېژندګلو کولو غوښتنې شوې وې. دا نامالومه جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې په پاکستان کې په لويه شمېره کې خلک لادرکه دي او د بشري حقونو، بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين په جبري توګه د خلکو د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه شبکو پورې کوي خو پوځ دا تورونه تل ردوي او درېځ ورکوي چې کېدای شي لا درکه کسان د بېلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو په ليکو کې ورګډ شوي وي، امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا کوم بهر هېواد ته تښتېدلې وي. که څه هم د لا درکو تنانو د قضيو څېړونکی سرکاري کمېشن په جبري توګه د لادرکه تنانو شمير شاوخوا 5000 ښایي خو د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د لادرکه تنانو شمېر له دې هم زيات يادوي. د لادرکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوچ ډيوه سره خبرو کې د ملتان نشتر روغتون کې د برڅېره شوو جسدونو د ډي اېن ای ټېسټونو د غوښتنې ملاتړ کوي. ښاغلی قدير بلوڅ وايي کال 2014م کې د لادرکه تنانو په قضیه کې سپريم کورټ لازم ګرځولې ده چې د هر نامالوم مړي ډي اېن اې ټېسټ کول پکار دی. دی وايي د بلوچستان ،خېبرپښتونخوا او سیند څخه په زرګونو خلک ورک دي. او دا اوس چې په ملتان نشر روغتون کې کوم جسدونه ښکاره شوي د هغوي لباس ېا جامو څخه وېره پېدا شوې هڅې نه دامړي د هغو بلوڅانو او پښتنو نه وي څوک چې په جبري توګه ورک کړل شوې دي. تېره میاشت هم د سیند صوبې په دننو سيمو سانګهړ، خېر پور او عمر کوټ کې څلور مړي ترلاسه شوي وو چې د متحده قومي موومنټ د کارکنانو بلل کېږي. د پښتنو د حقونو تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد چې د لادرکه پښتنو د شمېرې راټولوي ډيوه ته وېلي چي د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې د قېد تنانو مړي اکثر موندل کېږي. نوموړي وويل کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د خونړي برید وروسته دداسې کسانو په ډزو ويشتل شوي مړي په هنګو کې موندل شوي چې غاړو ته یې ګردنۍ او خواته ټوپکې پرتې وي چې پوځ د ارمي پبلک سکول د ترهګرۍ په پېښه کې د ککړو کسانو يادول. نوموړی وايي دغه کسان د حراستي مرکزونو څخه وړل شوي وو او د هغوي رېکارډ هم موجود وو. "مونږ ځکه اندېښنه لرو چې داسې عمل مخکې هم شوی دی" په ورځپاڼه ډان کې خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې په دې معامله د جمعيت علما اسلام ف ډلې يو غړي چې نامه ېې نه ده ښودلې هم خبرې کړي دي. رپورټ وايي د جمعيت علما اسلام ف د قامي اسمبلۍ غړي د ملتان په نشتر روغتون کې ډ لا وارثه جسدونو موندل کیدو په معامله ژوره اندېښنه ښودلې او وېره یې څرګنده کړې چې دا مړي د قبایلي ضلعو څخه د لا درکه شوو کسانو کېدای شي. هغه ویلي ددې تاثر د ختمولو لپاره باید چې ددې معاملې پلټنې وشي. کرنل ر انعام الرحيم په اسلام اباد کې په جبري توګه د لادرکه تنانو د قضيو پېروي او وکالت کوي،هغه ډيوه ته وايي قانون کې ليکلي شوي دي چې کله داسې نامالوم مړې ترلاسه شي نو وړومبی د هغه مړي تصوير وويستل شي او د پېژندګلو لپاره یې په مطبوعاتو کې خپور کړي. ښاغلي انعام الرحيم وویل دا خطرناکه او حساسه معامله ده ځکه چې لا اوس هم د 5000 زرو څخه زيات کسان ورک دي. دی وايي که د ډي اېن ای ټېسټونو ښکاره شوه چې دا جسدونه د لادرکو تنانو دي نو بيا به کارواي د هغه چا پرضد کېږي د چا خلاف چې د لا درکه تن د لا درکې مقدمه درج شوي وي. نوموړې وايي د هر تري تم شوي تن اېف اې ار له مخکې درج وي او ددې حساب کتاب د لا درکو تنانو د قضيو د حکومتي کمېشن سره هم ثبت شوی وي. که څه هم په قامي اسمبلۍ کې زياترو حکومتي غړو د ملتان په نشتر روغتون کې د برسېره شو جسدونو د ډي اېن ای د ازموينې او په دې اړه د پلټڼو غوښتنه کړې خو ورځپاڼه ډان په خپل راپور کې وايي د قامي اسمبلۍ د پرونۍ غونډه د صدارت ذمه واري چې د جمعيت علما اسلام ف ډلې ښځينه غړې عاليه کامران ترسره کوله په دې معامله د رولنګ ورکولو څخه ډډه کړې ده.

18.10.2022 ډیوه

د پاکستان پوځي مشرتابه د هیواد د ایټمي پروګرام د خوندیتوب اؤ څار په نظام بشپړه تسلي ښودلې ده

دامریکې دصدر جوبایډن له لوري دپاکستان دایټمي وسلو په خوندیتوب له اندېښنې ښودل کیدو نه وروسته دپاکستان دپوځ مشرتابه دهیواد دایټمي پروګرام دڅارنې اؤ خوندیتوب په نظام بشپړه تسلي ښودلي ده اؤ وایي پاکستان دایټمي وسلو لرونکی یو ذمه وار هیواد دی.  دپينډۍ ښار په پوځي مرکز یا جي ایچ کیو کې  د غونډې په مهال  دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ  252م د کورکمانډرانو کانفرنس ترسره شوی دى چې دپوځ دمطبوعاتي څانګې له مخې په دغه غونډه کې کورکمانډرانو دهيواد دموجوده داخلي او خارجي  امنيتي وضعيت اود پوځ  دمسلکي تياریو بشپړه جاج اخستی دی. دپوځي مشرانو دکانفرنس وروسته له هغې راجوړ شوی چې په ۱۵ اکتوبر دامریکې صدر جوبایډن  په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی. پاکستان دصدربایډن په دې څرګندونو امریکې ته سخت احتجاج کړی ؤ اؤ اسلام اباد کې امریکایي سفیر دانلډ بلوم خارجه دفتر ته رابلل شوی اؤ احتجاجي مراسله ورته سپارل شوې ده . دصدر بایډن دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف  ویلي وؤ تېرې څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی اؤ دجوهري پروګرام دخوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول اؤ څار لاندې دی. خو دامریکې دسپینې ماڼۍ ویاندې کیرین ژان پیئر ویلي وؤ چې امریکایي صدر هیڅ نوې خبره نه ده کړې اؤ صدر بایډن خوندي اؤ خوشحاله پاکستان غواړي ځکه چې خوندي اؤ خوشحاله پاکستان دامریکایي ګټو لپاره مهم دی. د ایي ایس پي ار دبیان له مخې دکورکمانډرانو کانفرنس کې دهيواد دموجوده داخلي او خارجي  امنيتي وضعيت او پوځ  دپېشه وارانه تياریو  جاج اخستل شوی اؤ هغوي  په مسلکي تياريو داطمينان څرګندونه کړې ده،  کورکمانډرانو ويلي پاکستان دخپلې جوهري سلامتۍ  دنظام مضبوطولو لپاره ټول ضروري اقدامات کړي دي او ويلي يې دي" زمونږ نظام دبين المللي غوره اقداماتو برابر دى" دپوځ سرلښکر  هیواد کې د راغلي سيلاب په مهال دفارميشنز  دپېشه وارانه تيارۍ او پرله پسې هڅو ستاينه هم کړې ده. دبیان له مخې دې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دټولو خطرو په ضد دوطن ددفاع لپاره  دپاکستاني پوځ عزم تکرار کړيدى  کورکمانډرانو دپاکستان دمضبوط جوهري کمانډ اينډ کنټرول دځاندرې  او دملک دسټريټجک اثاثو په اړه  په امنيتي انتظاماتو دمکمل اعتماد څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان  دجوهري وسلو لرونکى يو ذمه وار ملک دى. د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې وروستي بیان  نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېره انتظامیه کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی. پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

18.10.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان: د افغانستان سره د انګوره اډې پوله په درېمه ورځ د احتجاج له امله تړلې پرته ده

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعې کوزې جنوبي وزیرستان انګور اډه سیمه کې نن په درېمه ورځ احتجاج روان دی چې له امله يې د افغانستان سره د انګورې اډې پوله په درېمه ورځ د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې ده، احتجاج کوونکي وايي د حکومت او د دوی ترمنځ خبرې روانې دي.

18.10.2022 ډیوه

ځايي اوسېدونکو افغانستان سره د جنوبي وزیرستان د انګوره اډې په لار احتجاج ختم کړو

ملک محمد جمیل په یو وډیو پېغام کې چې د خبریالانو سره شریک کړی شوی و، وویل د حکومتي چارواکو سره مذاکراتو کې مامورینو د احتجاج کونکو غوښتنې ومنلې

18.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more