ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خورلڼې یې "مریم امرخېله" د سولې جایزې ته نوموي

په دې تاندې څانګې کې یوه افغان پېغله مریم امرخېله درپېژنو چې د ژوند مشکلاتو ته يې ماتې ورکړه، خپل ژوند يې بدل کړ...

30.07.2016 ازادي راډیو

د مطالعې په اړه د شفیق کره لارښوونې

په نننۍ خپرونه کې د مطالعې په اړه له ځوان ليکوال شفیق کره سره زموږ د همکار داود تپان مرکه اورئ...

29.07.2016 ازادي راډیو

پنیتا: ډونالډ ټرمپ د روسیې ملاتړ کوي

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) پخوانی رئیس یو وار بیا د امریکا د ولسمشر په انتخاباتو کې پر جمهوري غوښتونکې کاندید ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی چې د روسیې ملاتړ کوي. لیون پنیتا چې مخکې تردې یې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د رئیس او د دفاع د وزیر په توګه دندې ترسره کړي، دا خبره د ډیموکراټانو په کنوانسیون کې وکړه او یې ویل، ډونالډ ټرمپ زموږ له دښمنانو څخه غواړي چې په انتخاباتو کې د اغېز لپاره د امریکا پرضد انټرنېټي بریدونه او یا استخباراتي هڅې وکړي: "دا یو داسې چا په توګه چې د انټرنېټي بریدونو څخه زموږ د ملت د خوندیتوب مسؤل وم، زما لپاره د باور وړنه ده چې د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید دې دومره بې مسؤلیته واوسي." ډونالډ ټرمپ د هیلري کلېنټن هغو ایمیلونو ته په اشارې چې وايي، ډیلیټ کړي یې دي ویلي، هیله لري چې روسیه وکولای شي دا دیرش زره ورک شوي ایملونه پیدا کړي. کریملین د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ایمیلونو د هک کولو تور رد کړی دی او ویلي یې دي روسیه هیڅکله د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې لاس وهنه نه کوي. د امریکا د فډرالي تحقیقاتو ادارې (ایف.بي.اۍ) د پټو اسنادو په وړاندې د هیلري کلېنټن چلن څېړلی دی، هغه یې ډېره بې احتیاطي بللې ده خو تېره میاشت یې وویل، د هیلري کلېنټن خلاف جرمي څېړنې نه کوي.

28.07.2016 ازادي راډیو

حکیمي: شاوخوا ۸۰ فیصده ماینونه له منځه وړل شوي

د افغانستان د ماین پاکۍ موسسه وایي، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په موده کې دوی توانیدلي شاوخوا اتیا...

28.07.2016 ازادي راډیو

پوه صیب ۷مخه کتاب چاپ کړی

پوه صیب له ډېرو زیارونو او څېړنو وروسته داسې یو کتاب لیکلی او چاپ کړی چې هغه د چا خبره سمندر ېې په پیاله کې ځای کړی...

28.07.2016 ازادي راډیو

د موزیمونو تاریخ

موزیمونه په ټولې نړۍ کې هغه مرکزونه دي، کوم چې د هماغې ټولنې د تاریخي ورثې او فلکوري اثارو ساتنه کوي...

28.07.2016 ازادي راډیو

ملي ارمان: د کندز جګړه برخلیک ټاکونکې ده

د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو د حکومت اقدامات او د کندز په یو شمېر ولسوالیو کې د جګړې زیاتیدل...

25.07.2016 ازادي راډیو

مسؤلان: بلخ کې له نارینه و سره د ښځو تاوتریخوالی زیات شوی

په شمال زون کې د بشر د حقونو د ساحوي دفتر مسؤلان وایي، په بلخ کې د نارینه و پر وړاندې د ښځو تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دغه کمېسیون د ساحوي دفتر مسؤلې خماري حیدري آزادی راډیو ته وویل چې تر اوسه د تاوتریخوالي له دې ډوله اته مورده ثبت شوي چې شپږ یې په بلخ او دوه‌یې په جوزجان کې شوي دي. نوموړې وایې د تاوتریخوالي په دې پېښو کې وهل ټکول او له میراثه د نارینه و محرومول شامل دي. په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د څارنوالۍ مسؤلان هم د نارینه و پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښمن دي.

23.07.2016 ازادي راډیو

چارواکي: قلعه‎زال کې ۴۰ تنه وسله‎وال وژل شوي 

په کندز کې چارواکي وایي چې په قلعه‎زال ولسوالۍ کې په جګړه کې ۴۰ وسله‎وال وژل شوي او زخمیان شوي دي. د کندز د والي ویاند سید محمود دانش پرون [جمعه] ازادي راډیو ته وویل چې په قلعه‎زال کې په تېرو درېیو ورځو کې یو پولیس هم په جګړه کې وژل شوی دی. د دانش په وینا، په دې جګړه کې ملکي کسانو ته تاوان نه‎دی رسېدلی. سید محمود دانش وايي: "متأسفانه، په جګړه کې زموږ یو پولیس وژل شوی دی. خو مخالفینو ته په تيرو درېیو ورځو کې درانه تلفات رسېدلي او ۴۰ تنه‎يې وژل شوي او زخمیان دي. " د کندز د والي ویاند وویل، د قلعه‎زال ولسوالۍ سقوط امکان نه‎لري او په سیمه کې کافي پوځيان ځای پر ځای شوي دي. وسله‎والو طالبانو مخکې د ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې وه، خو ولایتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې جګړه د ولسوالۍ په مرکز کې روانه ده. 

23.07.2016 ازادي راډیو

د جرمني پوليس وايي د مونشن په حمله کې ٩ کسان وژل شوي

په جرمني کې پوليس وايي تېره شپه په مونشن ښار کې په وسلواله حمله کې لږ تر لږه ٩ کسان وژل شوي دي.

23.07.2016 ازادي راډیو

هند کې دوهم تاج محل د مینې له کیسې ډک دی

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې پر یوه کتاب غږیږو "موږ په خپل شعر کې" د ماشومانو لپاره د شعري ټولګې نوم دی...

22.07.2016 ازادي راډیو

هند کې دوهم تاج محل د مینې له کیسې ډکه ده

د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې پر یوه کتاب غږیږو "موږ په خپل شعر کې" د ماشومانو لپاره د شعري ټولګې نوم دی چې په دې...

22.07.2016 ازادي راډیو

چخانسوري: اسلام اباد د ۴ اړخېزو مذاکرو یوه پریکړه هم نه ده عملي کړې

د افغانستان حکومت وايي، که پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړي په څلور اړخېزو مذاکرو بیا پیل مفهوم نه لري. جمهوري ریاست وايي: "له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه څلور اړخېزې مذاکرې تر هغو چې پاکستان په مخکنیو غونډو کې خپلې ژمنې عملي نه کړي، نه شي پيلیدلای." د جمهوري ریاست ویندوې محمد هارون چخانسوري پرون پنجشنبې پردې خواشیني څرګنده کړه چې اسلام اباد د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د مخکنیو څلور اړخېزو مذاکرو یوه پریکړه هم نه ده عملي کړې. ښاغلي چخانسوري دا خبرې له ازادي راډیو سره د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز د مرکې په اړه وکړې. سرتاج عزیز پرون ازادي راډیوته وویل، په نږدې وخت کې به د افغان حکومت او طالبانو د سولې په اړه څلور اړخېزې مذاکرې پیل شي. خو د افغانستان د جمهوري ریاست په دې اړه وویل، د دې لپاره باید پاکستان د ترورېزم پر ضد د مبارزې "تاریخي" پریکړه وکړي، د تروریستانو ځالې له منځه یوسي او د هغوی د مالي ملاتړ بند کړي. د ښاغلي چخانسوري په وینا، دا هغه ژمنې دي چې پاکستان په مخکنیو څلور اړخېزو غونډو کې کړې وی تر اوسه یې نه دي عملي کړې.

22.07.2016 ازادي راډیو

کاکس د فساد او نورو جرمونو د اطلاع رسونې په اړه جامع طرح جوړه کړې

له اداري فساد سره د مبارزې ګروپ یا کاکس وايي، د پارلمان له لوري د اداري فساد او نورو جرمونو په اړه د اطلاع رسونې د طرحې تصویب...

21.07.2016 ازادي راډیو

د اقلیم په بدلون کې د ځوانانو مسؤلیت

د اقلیم بدلون یا تغیرClimate Change څه شی دی؟د اقلیم بدلون زموږ چاپېریال ته څه تاوان پېښولی شي؟ موږ "ځوانان" د اقلیم

21.07.2016 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more