شاته

چخانسوري: اسلام اباد د ۴ اړخېزو مذاکرو یوه پریکړه هم نه ده عملي کړې

د افغانستان حکومت وايي، که پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړي په څلور اړخېزو مذاکرو بیا پیل مفهوم نه لري.

جمهوري ریاست وايي: "له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه څلور اړخېزې مذاکرې تر هغو چې پاکستان په مخکنیو غونډو کې خپلې ژمنې عملي نه کړي، نه شي پيلیدلای."

د جمهوري ریاست ویندوې محمد هارون چخانسوري پرون پنجشنبې پردې خواشیني څرګنده کړه چې اسلام اباد د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د مخکنیو څلور اړخېزو مذاکرو یوه پریکړه هم نه ده عملي کړې.

ښاغلي چخانسوري دا خبرې له ازادي راډیو سره د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز د مرکې په اړه وکړې.

سرتاج عزیز پرون ازادي راډیوته وویل، په نږدې وخت کې به د افغان حکومت او طالبانو د سولې په اړه څلور اړخېزې مذاکرې پیل شي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست په دې اړه وویل، د دې لپاره باید پاکستان د ترورېزم پر ضد د مبارزې "تاریخي" پریکړه وکړي، د تروریستانو ځالې له منځه یوسي او د هغوی د مالي ملاتړ بند کړي.

د ښاغلي چخانسوري په وینا، دا هغه ژمنې دي چې پاکستان په مخکنیو څلور اړخېزو غونډو کې کړې وی تر اوسه یې نه دي عملي کړې.