شاته

مسؤلان: بلخ کې له نارینه و سره د ښځو تاوتریخوالی زیات شوی

په شمال زون کې د بشر د حقونو د ساحوي دفتر مسؤلان وایي، په بلخ کې د نارینه و پر وړاندې د ښځو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د دغه کمېسیون د ساحوي دفتر مسؤلې خماري حیدري آزادی راډیو ته وویل چې تر اوسه د تاوتریخوالي له دې ډوله اته مورده ثبت شوي چې شپږ یې په بلخ او دوه‌یې په جوزجان کې شوي دي.

نوموړې وایې د تاوتریخوالي په دې پېښو کې وهل ټکول او له میراثه د نارینه و محرومول شامل دي.

په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د څارنوالۍ مسؤلان هم د نارینه و پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښمن دي.