ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د یوه معلول ستونزې

د انصاف په لټه کې د ازادي راډیو د دې اوونۍ خپرونه د یوه معلول ستونزې ته ځانګړې شوی ده.

09.08.2016 ازادي راډیو

چارواکي: که ټرمپ غوره شي دی به د امریکا بې پروا ولسمشر وي

د جمهوري غوښتونکو د ملي امنیت پنځوسو لوړ پوړو چارواکو اعلان کړې چې د دې ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست لپاه نه شخصیت...

09.08.2016 ازادي راډیو

فراه چارواکي: په پشت رود کې ۱۹تنه وسله وال مخالفین وژل شوي

په فراه ولایت کې امنیتی چارواکي وایي چې له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې یو وار بیا سخته جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې ۱۹ د دولت وسله وال مخالفان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی. په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمې پلي لوا ویاند عبدالروف رحماني وایي چې دغه جګړه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګین او دوکین په سیمو کې جریان لري او په کې کابو ۵۰۰ تنه د دولت وسله وال مخالفین د افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي. د هغه په خبره په جګړې کې د درندو وسلو او هوایي ځواکونو څخه هم کار اخېستل شوی دی. همدا شان د پشت رود ولسوالۍ د نن په جګړه کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي. له بلې خوا قاري یوسف احمدي چې ځان د دولت د وسله والو مخالفانو ویاند بولي وایي چې دغه جګړه د دوی د عمري عملیاتو یوه برخه ده او په ترڅ کې سلګونه دولتي سرتېري وژلي خو امنیتي چارواکي بیا دا خبره نه مني. د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې له کابو ۱۵ ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې په ترڅ کې یې د ډېرو ملکي کسانو کورونو ویجاړ شوي او ډېر خلک هم بې ځایه شوي دي. هغه سیمه چې اوس په کې جګړه روانه ده د فراه د ښار د شمال په ۲۰ کیلومټری کې پرته ده او د ډزو اوازونه ټوله په ښار کې اورېدل کیږي. 

08.08.2016 ازادي راډیو

د مړې خېټې پریکړه!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې به لومړی یوه کورته لاړشو او له دې به خبرشو چې د کور مېرمن له خپل خاوند څخه څه هیله لري؟

08.08.2016 ازادي راډیو

تاتاري فعالان: په کریمیا کې روسيي درنې وسلې ځای پرځای کړي

د کریمیا د تاتاریانو فعالان د روسیې له خوا د دغې لاندې شوې ټاپو وزمي په مختلفو ځایونو کې د نوېو امنیتي پوستو د جوړېدو او د دې سیمې په شمالي برخه کې په پراخه کچه د روسیې د درنو وسلو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي چې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی. په عین حال کې د اوکراین سرحدي ځواکونه وایي چې روسي چارواکو پرون دې ټاپو وزمې ته ټولې غځېدلې لارې هغه لارې د څو ساعتونو لپاره بندې کړې. د کریمیا د اقلیت تاتاریانو د اجرایوي ټولنې یوه چارواکي ناریمان جیلالوف وویل، ټانکونه او نورې درنې وسلې د اوکراین د اداري سرحد ته نژدې په دو شمالي مهمو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي. د کریمیا د بشري حقونو ډلې وویل، هغه راپورونه، تصویرونه او ویډوګانې چې له عیني شاهدانو یې ترلاسه کړي، ښیي چې د روسیې پوځي لارۍ د اګست په شپږمه په اورګاډو کې کیرچ ته نژدې لیږدولي دي. دغه ښارګوټۍ د روسیې د ستاوروپول د سیمي بل لورته پروت دی. روسیې د اکراین د کریمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره ملحق کړه چې نړیوالو د روسیې دغه اقدام غندلی دی.

08.08.2016 ازادي راډیو

ترکيه: په زرګونو کسانو په ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخيسته

په ترکيه کې د وروستۍ کودتا له ناکامې هڅې وروسته د يووالي د څرګندولو لپاره د اپوزيسيون ګوندونو غړي د ولسمشر د واکمن ګوند عدالت او پرمختګ، له غړو سره يوځاى په يوه ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخيسته. دغه لاريون نن په استانبول کې وشو. د ”ډيموکراسۍ او شهيدانو په نامه دغه لاريون“ د ګڼو کسانو راټولېدو سبب شو.  دا د جولاى له ١٥ راهيسې چې په دغه هېواد کې د کودتا ناکامه هڅه وشوه تر ټولو لوى دولت-پلوه لاريون بلل شوى دى. په وروستيو اوونيو کې په ترکيه کې په زرګونو دولتي مامورين، د تعليمي برخې او ملکي خدماتو کارکوونکي له دندو ليرې کړاى شوي او په زرګونو نور نيول شوي دي. د ترکيې چارواکو پر هغو کسانو فشارونه زيات کړي، چې د کودتا په وروستۍ هڅه کې د لاس لرلو شک ورباندې لري. پر ګڼو کسانو شک کېږي چې په امريکا کې له دېره جلاوطنه مذهبي مشر فتح الله ګولن سره اړيکې لري، ترکيې پر ګولن تور لګولى چې د کوتا په تنظيم کې يې لاس درلود، خو ګولن دغه تور ردوي.

07.08.2016 ازادي راډیو

حنيف اتمر له ايراني لوري سره پر سرحدي امنيت خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د ايران له عالي رتبه چارواکو سره پر سرحدي امنيت او نورو مسايلو خبرې وکړې. د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامېه کې ويل شوي، چې محمد حنيف اتمر د ايران د کورنيو چارو له وزير عبدالرضا رحماني فضلي سره نن د مخدره موادو د کښت او توليد د مخنيوي او په ايران کې د افغان کډوالو پر وضعيت هم خبرې وکړې. اعلاميه زياتوي چې دواړو لوريو د اقتصادي همکاريو پر مسئلې هم بحث کړى دى. د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ ازادۍ راډيو ته وويل ايران ته د ښاغلي اتمر سفر د تروريزم په وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د همکارۍ جلبولو په هدف شوى: "په داسې یو پړاو کې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تروریزم سره په جګړه کې هره ورځ قرباني ورکوي او د دې جګړې د ګټلو لپاره یو جدي اړتیا ده چې افغان ځواکونه تجهیز شي او همدارنګه د دې مبارزې لپاره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي د دغو دوو هدفونو لپاره سفرونه اړین وو." ويل شوي چې د ملي امنيت سلاکار د ايران په بلنه پرون په دوه ورځني سفر ايران ته لاړ. 

07.08.2016 ازادي راډیو

د تشبېه ډولونه

د ازادي راډیويي مجلې د روانې خپرونې ډېره برخه د محلي موسیقي د نوي ارکستر فعاليتونه ته ځانګړې شوې ده.

04.08.2016 ازادي راډیو

وردګ: افغان ځواکونه ۷۰سلنه هوایي عملیات یوازې کوي

د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندان وایي، افغان هوایي پوځ به د ۲۰۱۹میلادي کال تر پایه په بشپړه توګه په خپلو پښو ودریږي.

04.08.2016 ازادي راډیو

کابل کې د زرنګار پارک لرغونتیا

دغه پارک ته سیاسي پارک ځکه وايو چې له کلونو- کلونو راهیسې به چې کله سیاسي غونډې او مظاهرې کېدې...

04.08.2016 ازادي راډیو

د مړې خېټې پریکړه!

په پای کې مو يوه غټ حکومتي دفتر ته بیا یو. هلته یوه مهمه جلسه روانه ده او په دې خبرې کوي چې د نورو ډالرو پیداکولو لاره پیدا کړي.

04.08.2016 ازادي راډیو

خامنه اي: اټمي موافقې ايرانيانو ته ګټه ونه رسوله

له لوېديځ سره د تهران د اټومي موافقې شپږ مياشتې پوره شوې، خو د ايران خلکو ورڅخه تر اوسه کومه محسوسه ګټه ونه ليده.

02.08.2016 ازادي راډیو

بلخ کې د غیر مسؤله وسله والو د فعالیتونو په اړه اندېښنې

په بلخ کې اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه دې ولایت کې د سیمه ییزو زور واکو او ناقانونه وسلوه له حضور څخه شکایت کوي ...

01.08.2016 ازادي راډیو

وسلوالو په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز حمله کړې

په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز د لارۍ موټر په وسيله بمي چاودنه شوې ده.

01.08.2016 ازادي راډیو

د مرمر ډبرو د صادرولو په خاطر له ترکمنستان سره تړون لاسلیک شو

د هرات د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي چې له ترکمنستان څخه یو رسمي پلاوي د ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف له خوا هرات ته راغلي و څو په دغه ولایت کې د مرمر ډبري نرخ، کیفیت او نوعیت معلوم کړي. د دغه ریاست مشر عسکر اسعودي ازادي راډیو ته وویل، چې د مرمرین ډبرې د صادرولو په خاطر له ترکمنستاني پلاوي سره یوه شفاهي مقدماتي تړون هم وشو. اوس مهال د هرات په صنعتي ښارګوټې کې شاواخوا ۴۰ د مرمرو کارخانې فعالیت لري. د هرات مرمرینې ډبرې تر ډېره حده ایران او ایټالیا ته صادریږي.

31.07.2016 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more