شاته

بلخ کې د غیر مسؤله وسله والو د فعالیتونو په اړه اندېښنې

په بلخ کې اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه دې ولایت کې د سیمه ییزو زور واکو او ناقانونه وسلوه له حضور څخه شکایت کوي.

د ډایاګ یا د غیر قانوني وسلو د راټولولو پروسې مشر جنرال عبدالمنان عابد وايي چې اکثر اوسني غیر قانوني وسله وال کسان هغه څوک دي چې پخوا د سیاسي احزابو او یا د مجاهدینو د ډلو قومندانان و.

په بلخ کې د سیمه ییزو زور واکو او نا قانونه وسله والو حضور د خلکو او امنیتي ځواکونو اندېښنې را پارولي دي.

د ډایاګ یا د غیر قانوني وسلو د راټولو پروسې مشر جنرال عبدالمنان وايي چې په بلخ او نورو ګاونډي ولایتونو کې د نا قانونه وسله والو او محلي زور واکو شمېر زیات شوی دی.

په شمال زون کې د دفاع وزارت دا امنیتي چارواکی وايي اکثراً دا نا قانونه وسله وال او یا زور واکي هغه کسان دي چې پخوا له جهادي تنظیمونو او یا هم له سیاسي حزبونو سره یې د قوماندانانو په حیث فعالیت درلود او اوس د بلخ په مختلفو سیمو کې وسله وال فعالیت کوي.

هغه یې په اړه وویل:

"څوک چې دولتي یونفرم نه لري او بې جواز سلاح لېږدوي هغه غیر قانوني وسله وال دي او د غیر مسوولو وسله والو ګروپونو غړی بلل کیږي چې تر دمه ۵۰۰ غیر قانوني وسله وال ګروپونه پېژندل شوي دي،ډېری دا نا قانونه وسله د بلخ په کومو سیمو کې فعالیت لري؟هر هغه ځای کې چې جنایت ترسره کېږي تر شا یې د نا قانونه وسله والو لاس دی."

هاخوا بیا د مزارشریف اوسېدونکي په مختلفو ولسوالیو کې د محلي زور واکو له زور او زیاتي شکایت کوي، او وايي چې دا نا قانونه وسله وال د بلخ د مختلفو سیمو په نا امنیو کې لاس لري.

ریحان او نوید د مزارشریف دوه تنه اوسېدونکي په دې باور دي:

"زما نوم ریحان دی، نسبت نورو وخوتونو ته اوس مهال بلخ ولایت کې نا امني زیاته شوې ده، منظور مې دا دی چې نا قانونه وسله وال په دې نا امنیو کې لاس لري او ملکي کسان وژني."

"نوید یم د بابه یاد ګار سیمې اوسېدونکی، هو دلته وضعیت ډېر ښه ندی په بلخ کې لا هم زور واکي حاکمیت کوي دوی په مختلفو سیمو کې موجود دي او پر فعالیت یې سترګې نه پټيږي."

د مزارشریف د اوسېدونکو په خبره چې اکثراً دا محلي زور واکي او نا قانونه کسان هغه څوک دي چې پخوا یې هم د مجاهدینو په لیکو کې سلاح لره او اوس هم په شولګره، کشنده او چمتال کې فعالیت کوي.

په داسې حال کې د محلي زور واکو او ناقانونه وسله والو په وړاندې شکایتونه زیات شوي چې په تازه ګۍ سره د بلخ امنیتي ځواکونو د جنايي جرایم له زیاتوالي هم خبر ورکړی دی.

پر همدې مهال د بلخ د امنیت عبدالرزاق قادري د غیر مسؤله وسله والو د حضورو په منلو سره وايي چې دوی هڅه کوي ترڅو د ډایاګ پروسې په همکارۍ هر څومره ژر چې کېداشي د زور واکو ناقونه وسلې راټولي کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی