شاته

پنیتا: ډونالډ ټرمپ د روسیې ملاتړ کوي

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) پخوانی رئیس یو وار بیا د امریکا د ولسمشر په انتخاباتو کې پر جمهوري غوښتونکې کاندید ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی چې د روسیې ملاتړ کوي.

لیون پنیتا چې مخکې تردې یې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د رئیس او د دفاع د وزیر په توګه دندې ترسره کړي، دا خبره د ډیموکراټانو په کنوانسیون کې وکړه او یې ویل، ډونالډ ټرمپ زموږ له دښمنانو څخه غواړي چې په انتخاباتو کې د اغېز لپاره د امریکا پرضد انټرنېټي بریدونه او یا استخباراتي هڅې وکړي:

"دا یو داسې چا په توګه چې د انټرنېټي بریدونو څخه زموږ د ملت د خوندیتوب مسؤل وم، زما لپاره د باور وړنه ده چې د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید دې دومره بې مسؤلیته واوسي."

ډونالډ ټرمپ د هیلري کلېنټن هغو ایمیلونو ته په اشارې چې وايي، ډیلیټ کړي یې دي ویلي، هیله لري چې روسیه وکولای شي دا دیرش زره ورک شوي ایملونه پیدا کړي.

کریملین د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ایمیلونو د هک کولو تور رد کړی دی او ویلي یې دي روسیه هیڅکله د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې لاس وهنه نه کوي.

د امریکا د فډرالي تحقیقاتو ادارې (ایف.بي.اۍ) د پټو اسنادو په وړاندې د هیلري کلېنټن چلن څېړلی دی، هغه یې ډېره بې احتیاطي بللې ده خو تېره میاشت یې وویل، د هیلري کلېنټن خلاف جرمي څېړنې نه کوي.