ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پر حلب راکټي او هوايي بریدونه بیا پیل شوي

د سوريي په حلب کې اوربند پای ته رسیدلی او پر هغو سیمو چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي راکټي او هوايي بریدونه بیا پېل شوي دي.

14.12.2016 BBC

'زرداد نړیوالو محاکمو کې بري دی'

د افغانستان د بشري حقونو ټولنه وايي قومندان زرداد فريادي په لندن کې د زندان له مودې وروسته نور په نړيوالو محاکمو کې بري دى

14.12.2016 BBC

زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو

د اسلامي حزب يو پخوانی قوماندان زرداد فریادي برتانيا کې له زندانه خوشي شوی او افغانستان ته استول شوی دی

14.12.2016 BBC

زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو

زرداد فریادي چې د حزب اسلامي یو له پېژندل شوو قومندانانو و او برتانیا کې په شلو کلونو بند محکوم شوی وو، نن کابل ته ستون شو. خو هوايي ډګر کې د پلویان له انتظار سره سره له یوې نامالومې لارې واېستل شو.

14.12.2016 BBC

کرېکټ: نجیب او جنت د متحدو اماراتو بېړۍ ډوبه کړه

افغانستان د کرېکټ شل اوریزو دریو سیالیو لومړنۍ لوبه کې متحدو عربي اماراتو ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه. په دغه سیالۍ کې نوي لوبغاړي ۱۸ کلن جنت او نجیب ځدران ښه لوبه وکړه.

14.12.2016 BBC

د ولسي جرګې ځینې غړي د اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي

د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په تړاو د جوزجان د پخواني والي او د ملي اسلامي جنبش د پخواني مرستیال احمد اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي.

14.12.2016 BBC

ویلا دیمیر پوتین د جاپانیانو د سپي ډالۍ ونه منله

د جاپان د پارلمان یو غړی وایي، د روسیې ولسمشر ویلادیمر پوتین د دغه هېواد د حکومت له خوا د سپي وړاندیزي( وړاندیز شوې) ډالۍ ونه منله.

14.12.2016 BBC

د عکسونو البوم: په حلب کې له جګړې وروسته خوشالي

د سوریې حکومتي ځواکونه د دغه هېواد پر حلب بشپړ واکمن شول، په ځینې سیمو کې خلک خوشالي کوي.

14.12.2016 BBC

"غني د مرستيال په توگه د دوستم له ټاکنې سره پر بشري حقونو سياسي موخو ته لومړيتوب ورکړ"

امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر پر مرستيال عبدالرشيد دوستم د هغه د يوه سياسي سيال له لوري د جنسي ځورونې او ربړونې تورونو ته کتنه کړې.

14.12.2016 BBC

امریکا پر سعودي عربستان د وسلو پلورل محدودوي

د امریکا حکومت وايي، په یمن کې د هوایي بریدونو له امله د ولسي مرګ ژوبلې د اندېښنو په دلیل پر سعودي عربستان د وسلو پلورل محدودوي. سعودي عربستان د امریکا د وسلو تر ټولو لوی پېرونکی بلل کېږي.

14.12.2016 BBC

د سوریې په حلب کې جګړه پای ته ورسېده

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی ویتالي چورکین وایي، د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي. د نوموړي په خبره، له حلب د وسلوالو د وتلو لپاره تړون شوی دی.

14.12.2016 BBC

د برېښنا د کمښت او نشتوالي وخت کې څه کولای شو؟

د کابل ښار اوسېدونکي ژمي کې د رڼا، پخلي، کور تودولو، د اوبو ګرمولو او ذخیرې ډکولو لپاره د دوبي پرتله ډېرې برېښنا ته اړتيا لري.

13.12.2016 BBC

احمد اېشچي: جنرال دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

احمد اېشچي چې د عبدالرشید دوستم يو له سیاسي مخالفينو او د جوزجان پخوانی والي دی، ادعا کوي چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او ساتونکو وهلی ډبولی، کالي یې ترې ايستلي او تېری یې پرې کړی دی.

13.12.2016 BBC

لیونل مېسي له افغان ماشوم سره ولیدل او هغه یې له ځان سره لوبغالي ته بوتلو

هغه افغان ماشوم چې له پلاستیکي کڅوړې یې ځانته د وتلي لوبغاړي لیونل مېسي کمیس جوړ کړی و او پر انټرنیټ یې عکسونه لاس په لاس شول نن له خپل اتل مېسي سره ولیدل.

13.12.2016 BBC

په زړبودۍ کې سندرې

د ويتنام کوان هو باک نين، سندره په ۲۰۱۰ کال کې د يونسکو له خوا د انسان ناملموس ميراث په توګه پېژندل شوی و. خو د لرغونې چوان هو دا فولکلوري سندرې خونديتابه ته اړتيا لري.

13.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more