د بریتانیا برمنگهام ښار زندان کې د زندانیانو بلوا مهار شوې
د بریتانیا په برمنګهام ښار زندان کې د تاوتریخوالي پراخېدو سره امنیتي مامورین د بلوا ضد تجهیزاتو سره دغه زندان ته ننوتلي دي. د بریتانیا عدلیې وزارت تایید کړې چې ددغه بلوا د پراخوالي له امله پولیسو د زندان کنټرول په خپل لاس کې نیولی دی.
ایا پاکستان په رښتيا هم د ترهګرو پر ضد له زړه عمليات کړي؟
اسلام اباد کې زموږ همکار خدای نور ناصر د عوامي نېشنل ګوند له سیاستوالې بشرا ګوهر سره مرکه کړې.
ايا له اورشیندي د برېښنا تولید شونی دی؟
په ایسلنډ کې سایسنپوهان هڅه کوي د دې پوښتنې ځواب ومومي. دوی داسې مځکه برمه کوي چې لاندې یې یو فعاله اورشیندی دی او غواړي د اوسپني نل مګما یا خټیــن اور ته ورسوي چې په توښ سره توربین وڅرخي او برېښنا تولید شي.
د يمن جګړه: بارک اوباما سعودي ته د ځينو وسلو خرڅلاو لغوه کړی
د امریکا ولسمشر اوباما سعودي ته د ځینو وسلو خرڅلاو لغوه کړی داسې اندېښنې شته چې د سعودي په مشری ايتلاف چې کومې هوايي بمبارۍ پر حوثي یاغیانو کوي په هغو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر مخ په لوړېدو دی.
پېښور کې پر ښوونځي د بريد دويم کال
دوه کاله وړاندې همدا د ډسمبر ۱۶ مه وه چې د پېښور پر پوځي ښوونځي برید وشو او ۱۴۸ کسان چې ډېری یې زده کوونکي وو ووژل شول.
"عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر وټاکل شو"
یوې سرچیني بي بي سي ته وویل چې عاطف مشعل د کرېکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو. ویل کېږي چې په دغو کاندیدانو کې عاطف مشعل، مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي شامل وو.
د افغانستان لویه څارنوالي: پر دوستم د ایشچي ادعا څېړو
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي؛ د افغانستان پر مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم د پخواني والي احمد ایشچي ادعاوو څېړل یې پیل کړي دي.
افغانستان په کرېکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان لوبډلې پاکستان ته د ٢١ منډو په توپير ماتې ورکړه. په دغو اتلولیو کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده.
د پېښور پر ښوونځي برید: د اسفند خان مور دغه غمېزه نه شي هېرولی
د پېښور پر پوځي ښوونځي د بريد دوه کاله پوره شول، خو د اسفند خان مور لپاره هغه ورځ نه هېرېدونکی ده چې په خپل لاس یې ځوی ته دروازه پرانستله.
د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"
یوي سرچیني بي بي سي ته وویل چې د کرېکټ بورډ د مشر نیسم دانش پر ځای نوی مشر ټاکي. دغه سرچینه وايي چې تر اوسه له درېو کاندیدانو سره د دې دندې لپاره مرکې شوي.
د حلب له ختیځ نه د ولسي وګړو لېږدولو لړۍ درول شوې
د سوریې حکومت ویلی؛ د حلب ښار تشول او د ښار له ختیځې څنډې د ولسي وګړو د ویستلو عملیات درولي دي. سوریه وایي؛ اورپکي د ښار په تشولو کې کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشول.
امریکا هلک تر ټنونو واورو لاندې ژوند ښخ شو
۱۳ کلن امریکایي هلک چې د واورې د انبار پر سر یې په نیویارک کې لوبې کولې په واورې کې ننوت او مړ شو.
ډان: یهودان ترټولو ډېر او مسلمانان ترټولو کم رسمي زده کړې کوي
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د "دين او زده کړې" په نامه يوې نوې څېړنې ته کتنه کړې چې وايي يهودان تر ټولو ډېر او مسلمانان تر ټول کمې رسمي زده کړې کوي.
د اوباما دولت: پوتین خپله ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې
سپینه ماڼۍ وایي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپله د هغو عملیاتو مشري کړې چې د بارک اوباما دولت چارواکي وايي؛ د امریکا په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د 'نفوذ' لپاره و. روسیې دا خبرې خندوونکې بللي او ټرمپ ویلي چې دا سیاسي دریځ نیونه ده.
دولتي انټرنېټي غله څنګه غلا کوي؟
د یاهو انټرنېټي شرکت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د کابو یو میلیارد کاروونکو محرم مالومات یې د هکرانو یا په بله مانا د انټرنیټي غلو لاس ته لوېدلي دي. خو دا خبره څومره شونې ده؟