'عطامحمد نور د ولایت له څوکۍ ګوښه کېږي'
د بلخ ولایت سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجراييه مشر عطا محمد نور ویلي چې دی چمتو دی د ولایت څوکۍ پرېږدي. ښاغلي نور د دې کار په بدل کې په کابینه کې د بدلون غوښتنه کړې ده.
د ناقانونه افغان کډوالو لومړۍ ډله له جرمني کابل ته ورسېده
د جرمني یوه باروړنکې الوتکه د پنجشنبې په ورځ د فرانکفورت له هوايي ډګره پلازمېنې کابل ته ورسېده او ۳۸ هغه افغان کډوال یې له الوتکې ښکته کړل چې جرمني کې یې د پناه غوښته رد شوې وه.
د افغانستان بشري حقونو کمیسیون پر زرداد فریادي د لګېدلو تورونو څېړل وغوښتل
له بریتانیا نه افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه قومندان زرداد فریادي راستنېدو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د عدالت او د هغو قربانیانو د حقونو د ساتنې غوښتنه کړې چې ددې ګوند او په تېره بیا ښاغلي فریادي لخوا زیانمن شوي.
د عکسونو البوم: د غورځېدونکو ځلاندو ستورو انځورونه
جنوب ختیزه اسیا کې له ستورو د ډکو شپو خورا ښکلي انځورونه
"پر مرستیال ولسمشر د تېري کولو ادعاوې؛ بهرنیو سفیرانو اشرف غني سره کتلي"
د افغانستان پر ولسمشر محمد اشرف غني ڼړیوال فشار ډېر شوی چې د هغه د لومړي مرستیال لخوا پر یوه پخواني والي احمد ایشچي د تېري قضیه دې په جدي توګه وڅېړي.
ګارډین: د زرداد خوشې کېدو د هغه پرضد شاهدي ورکوونکي خطر سره مخ کړي
گارډين ورځپانې له بريتانيا افغانستان ته د مجاهدينو د يوۀ پخواني قومندان زرداد فريادي بېرته استنولو موضوع ته کتنه کړې او وايي؛ پر دغه هېواد له دې امله نيوکه شوې چې د دغه جنگسالار د تيريو قربانيان يې له وړاندې د هغه له آزادېدو نه و خبر کړي.
"د هرات ځینې خصوصي ښوونځي پروا نه لري زدکوونکي یې ټولګي کې شته که نه"
هرات یو سل او اووه دیرش خصوصي ښوونځي لري. اتیا زره زدکوونکي پکې زدکړې کوي، چې نږدې نیمایي برخه یې نجونې دي. دا ښوونځي له زدکوونکو پیسې اخلي او له همدې کبله هم د دولتي هغو په پرتله ډېر مجهز دي.
'د حلب ختیځې څنډې تشولو لپاره نوې هوکړه شوې'
د سوریې مخالفین وایي؛ د حلب ختیځ کې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمې د وروستو برخو تشولو لپاره د پخوانۍ هوکړې تر ماتېدو یوه ورځ وروسته نوې هوکړه شوې. ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر د وروستیو ساعتونو بمباري په احتمالي ډول جنګي جنایت بللی.
طالبانو د خپل مشر ژوندلیک کې څه لیکلي؟
افغان طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده ژوند لیک په پنځو ژبو پښتو، دري، انګلیسي، عربي او اردو خپور کړ.
کرن خان: سندرغاړي باید په ادبیاتو پوه شي
له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې د پښتو ژبې سندرغاړی کرن خان وايي د سندرې وضاحت او سم پیغام رسولو لپاره سندرغاړو ته اړینه ده چې پر خپله ژبه او د دغې ژبې پر ادبیاتو پوه شي.
شرم، پاکستان کې پر ۱۲ کلن علي د جنسي تېري کیسه
د پاکستان حسین خان والاه یوه سیمه کې علي یوه ورځ ښوونځي ته پر لاره و چې یوې تشې ودانۍ ته د وسلې په زور ټېل وهل شو او هلته پرې جنسي تېری وشو. علي له بي بي سي سره خپله ټوله کیسه شریکه کړې.
شرم، پاکستان کې پر ۱۲کلن علي جنسي تېری
پاکستان کې علي یوه ورځ ښوونځي ته پر لاره و چې یوې تشې ودانۍ ته د وسلې په زور ټېل وهل شو او هلته پرې جنسي تېری وشو.
هند کې د ګرځنده ټیلېفون بازار او ژبنیزې ننګونې
په ټوله نړۍ کې د گرځنده ټيلې فونونو يا موبايلونو لپاره هند تر ټولو په چټکۍ پراخېدونکى بازار دى.
د نشیي توکو پر خلاف د جګړې انځورونه
رافي لیرما چې یو عکاس دی، د نشیي توکو پر خلاف د جګړې انځورونه یې راټول کړي دي. دا یې کیسه ده.
ټرمپ د کابیني پر جوړلو بوخت دی
د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ سيینې ماڼۍ ته له ورتلو وړاندې د کابیني پر جوړلو بوخت دی.