ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


يمن: په هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مري

يمن کې مرستندويه کارکوونکي وايي دغه هېواد کې له دوو ميليونو زيات ماشومان په ريښتيني ډول خوارځواکي شوي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره يونيسېف وايي يمن کې لږترلږه هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مري.

13.12.2016 BBC

ملګري ملتونه وايي حکومتي پلوو ځواکونو حلب کې ملکيان وژلي

ملګري ملتونه وايي د سوریې حکومتي پلوه ځواکونه د حلب ختيځ کې کورونو ته ورننوځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې هر څوک وژني.

13.12.2016 BBC

لیونل مېسي د افغان ماشوم سره ولیدل

لیونل مېسي له هغه افغان ماشوم سره ولیدل چې عسکونه یې پر انټرنیت لاس په لاس شوي وو. دغه ماشوم له پلاستیکې کڅوړې ځانته د بارسلونا وتلي لوبغاړي مېسي کمیس جوړ کړی و.

13.12.2016 BBC

"پاکستان کولی شي افغانستان کې د هند رول کمزوری کولو ته مخه کړي"

هندوستان ټايمز وايي، د اى اېس اى نوى مشر باوري دى، چې پاکستان کولى شي په افغانستان کې د هند رول د کمزوري کولو لپاره توندو يا يرغليزو لارو چارو ته مخه کړي، چې د نوي ډيلي لپاره د کابل نيابتي دريځ مخنيوى وشي.

13.12.2016 BBC

د عکسونو البوم: په مختلفو هېوادونو کې د میلاد النبي د مراسمو انځورونه

د نړۍ په مختقلو سیمو کې مسلمانانو میلاد النبی ولمانځه.

13.12.2016 BBC

قطر د بهرنیو کارګرو لپاره د کفالت جنجالي سیستم ختموي

قطر د کفالت په نوم هغه ملاتړی سیستم ختموي چې له امله یې بهرني کارګر د دندې بدلولو او له دغه هېواد د وتلو لپاره د خپل کفیل یا ارباب اجازې ته اړ دي. خو د بښنې نړیواله اداره وایي، چې دا نوی سیستم به څرګند بدلون را نه ولي.

13.12.2016 BBC

نیویارک ټایمز: سوات ته د طالبانو د ستنېدلو وېره پیدا شوې

امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، طالبان د پښتونخوا په سوات کې له خلکو پيسې غواړي او له دې سره دغې درې ته د هغوى د بيا ورستنېدو په تړاو ويره راټوکېدلې ده.

13.12.2016 BBC

حلب؛ 'د نړۍ تر ټولو ښایسته او په زړه پورې ښار'

د سوریې د حلب ښار په بې پایه جګړه کې، چې د سوریې دغه تر ټولو زوړ ښار د خاورو په ډاګ بدلېږي، یو سوریایی تل دا هڅه کوي چې د خپل ښار بڼه هغسې خوندي وساتي، لکه له جګړې مخکې چې وه.

13.12.2016 BBC

رونالډو ۴ ځل د کال غوره فوټبالر ویاړ او د سرو توپ جایزه وګټله

د اسپانوي فوټبال کلب ریال ماډریډ پرتګالي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د څلورم ځل لپاره د غوره فوټبالر ویاړ او د سرو توپ( بالون ډي) وګټل. رونالډ په ۲۰۱۶ کال ۴۲ لوبو کې ۳۸ ګولونه کړي او ۱۴ کې یې همکاري کړې ده.

13.12.2016 BBC

بان کي مون په حلب کې د ناورین پېښېدلو خبرداری ور کړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون "د ولسي وګړو په ضد د یو شمېر لویو بوږنوونکو پېښو رپوټونو " ته په اشارې د سوریې د حلب ښار په هکله اندېښنه ښودلې ده. د سوریې حکومت او روسیې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

13.12.2016 BBC

جرمني کې 'د جنسي تېري او قتل په تور نیول شوی کس افغان نه دی'

په جرمني کې د افغانستان سفیر حمید صدیق وایي داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي هغه کس چې څه موده وړاندې د جنسي تېري او قتل په تور ونیول شو، افغان وي.

12.12.2016 BBC

فاطمه رباني: خلک زما عکسونه زما د پلار پر ضد کاروي

د افغانستان د پخواني جهادي مشر او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني لور وایي پر ټولنیزو شبکو غبرګونونو حیرانه کړې او زیاتوي ځینې خلک زما عکسونه زما د پلار پر ضد کاروي او زما په هکله ویلو ته څه نه لري.

12.12.2016 BBC

د بندیزونو نوملړ ته نومونه څنګه ور زیات او ترې کمېږي؟

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه د یوه رسمي لیک له لارې غوښتنه کړې چې د حزب اسلامي پر مشرتابه لګول شوي بندیزونه لرې کړي. ګلبدین حکمتیار د 2003 کال په فیبرورۍ کې د ملګرو ملتونو دبندیزونو په لیست کې امریکا شامل کړ.

12.12.2016 BBC

د افغانستان په اکډمېکه کورنۍ کې نااعلان شوې جګړه

په تېرو څو لسیزو کې د بل هر ځای په شان د افغانستان اکاډمیکې ادارې هم د احزابو او ډلګیو تر منځ وېشل شوي، که څه هم فکري اختلاف باید د علمي کار خنډ ونه ګرځي خو متاسفانه زموږ په علمي مرکزونو کې د خنډ ستر لاملونه فکري او حزبي اختلافات وي.

12.12.2016 BBC

د عکسونو البوم: د دوبۍ د واټ موزیم، د واټ هنر دودول

په یوه هنري پلان کې له هنرمندانو غوښتل شوي چې د دوبۍ دویم ډیسمبر واټ د ودانیو پر دېوالونو رسمونه وکاږي.

12.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more